Malak Kaloo Khan Yousafzai and Mughal King Akbar. Pashto Info By Ihsan Khan. Pashto Pedia Articles
یوسفزیو د سوات په دمګار کلي کې په یوه غونډه کې کالو خان د قبیلې مشر وټاکلو
کالو خان خپله قبيله د مغلو پر ضد راوپاروله. زين خان کاکا د يوسفزيو د ځپلو لپاره واستول شو، چې له لومړنيو برياليتوبونو وروسته يې سخت زيانونه واړول. اکبر په ۱۵۸۶ کال کې د زين خان د مرستې لپاره بيربل، ابوفتح او سيدخان غکر ولېږل
ورپسې يوسفزيو د کالو خان په مشرۍ د زين خان او بيربل ګډو ځواکونو ته د کراکر د پاسه او مالندرې د لارې په منځ کې ماتې ورکړه. په دې جګړه کې بیربل ووژل شو. د مغولي مورخ خفي خان په وينا په دې جګړه کې له څلويښتو تر پنځوسو زرو پورې مغلي سرتيري ووژل شول، په داسې حال کې چې د بدواني په وينا په دې ټوله جګړه کې شاوخوا اته زره مغل عسکر ووژل شول
دا د اکبر لپاره یو له سترو پوځي زیانونو څخه و. ویل کیږي چې هغه د خپل ګران درباري بیربل په وژل کیدو خپله غمرازي څرګنده کړه او دوه ورځې یې خوراک او څښاک ونه کړ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.