Skip to main content

Daulat Lawanri. Who Was Father Of Daulat Lohani? Roshni Tehrik

Daulat Lawanri. Who Was Father Of Daulat Lohani? Roshni Tehrik. Father Name Of Daulat Lohani.



په ۲ جون باندې د کمېشن پښتو ليکچرار ټسټ کښې يو سوال راغلے وۀ چې" د دولت لواڼي د پلار نوم څۀ وۀ؟ اپشن کښې "دادو" ټيک وۀ خو ځينې ملګرو پۀ فېسبوک کښې پوسټونه کړې وو چې "دادو" دوي نه غلطي شوې ده"داؤد" صحيح دے،، د دې سپيناوي کښې مې دا ليکښل مناسب وګڼل،،،،،

=====================================

ليک:- بصير پښتون

بايزيد انصاري چې کومه ډله پېدا کړې وه هغه د روښانيانو په نوم ياديږي، په دغه روښانيانو کښې يو نوم د دولت لواڼي هم دے،،يارمحمد مغموم صاحب ليکي:-

     "دولت د پښتو ادب په تاريخ کښې د شېخ دولت په نوم ياد شوے دے- دے د پښتو د لواڼي يا لوهاني قبيلي سره ياد شوے دے "(۱)

د دولت د دې شعر نه دا څرګندېږي چې دے حسن خېل لواڼي دے:-

            "اے دولته روښاني

           حسن خېله نوحاني"(۲)


يار محمد مغموم دا شعر داسې نقل کوي:-


                          "اے شېخ دولته روښاني

                           حسن خېله لوهاني"(۳)


عپدالاکبر خان اکبر ليکي:-

              "د دۀ مور د وردګ قبيلې سره تعلق لري"(۴)


د دۀ د پلار نوم دولت په خپل دې شعر کښې"دادو" يا "داداو" ياد کړے دے،،،


                    د کمکوټي ياري مه کړه

                    د دادو نوحاني زويه"(۵)


 شکور رشاد صېب دا شعر داسې نقل کړے دے:-


                    د کمکوټي ياري مه کړه

                    د داداؤ نوحاني زويه"(٦)


يارمحمد مغموم صېب ليکي:-

             " د دۀ د پلار نوم داؤد يا دادو وۀ"(۷)


عبدالشکور رشاد صېب د دولت ديوان مقدمه  د دۀ د پلار نوم دادالله ياد کړے دے او دليل کښې ليکي:-


        "د پښتو په نومونو کښې "دادو" د داد محمد لنډه شوې بڼه ده- مګر د دولت د پلار نوم د دۀ په ديوان کښې "داداو" کښلے دے- که په دغه نامه کښې دوېم الف د ديوان د نقلونکي زياتونه وي، نو کېدے شي د دې دپاره چې د پښتو له رواجه سره سم د پلار او زوي نومونه په يوه سجعه برابروي "دادو" د "دادالله" لنډ شوې شکل وبولو"(۸)


خو مغموم صېب دې سره اختلاف لري او ليکي:-

               "د مرحوم رشاد دا رائي صحيح نۀ معلومېږي چې د دۀ د پلار نوم دادالله وۀ"(۹)


بل ځاے مغموم صېب د صديق الله رښتين په حواله ليکي:-

               " پنځو تنو ځوانانو چې د احداد په امر د خوست قلعه ونيوله يو پکښې"دادو" نومېدۀ- د دې نه ښکاره معلومېږي چې "دادو" د دولت شاعر پلار د احداد په وخت په تيراه کښې اوسېدۀ"(۱۰)

 د دې نه دا جوتېږي چې د دۀ پلار نوم دادو يا داود وۀ،،،


    حـــــوالې،،،


(۱) روښانيان او پښتو ادب"مخ،،۴۹۲

(۲) د دولت لواڼي ديوان مقدمه رشاد،،، مخ۱۲

(۳) روښانيان او پښتو ادب،،،مخ،،۴۹۴

(۴) روښانيان د مغلو تاريکيان،،،مخ ۱۳۸

(۵) روښانيان او پښتو ادب،،مخ ۴۹۳

(٦) د دولت ديوان مخ،۱۱

(۷) روښانيان او پښتو ادب،،مخ ۴۹۲


(۸) دولت ديوان،،،مخ ۱۳

(۹) روښانيان او پښتو ادب،،مخ ۴۹۳

(۱۰) هم دغه،، مخ۴۹۹



Daulat Lawanri. Who Was Father Of Daulat Lohani? Roshni Tehrik. Father Name Of Daulat Lohani. MCQs Of Pashto Lecturer Test 2022. Pukhto Malomaat, Pashto Info, Pashto Times, Pashto MCQs For PMS, Pashto MCQs For CSS, Pashto MCQs For Pashto Lecturer Test 2023.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso