Kachkool Pa Pukhto Tapo Ki Kachkul aw Pukhto Tappay کچکول په پښتو لنډیو( ټپو ) کې ------------------------------------- دملنګۍ کچکول به واخلم څودجانان دیدن ونکړم نه راځمه دملنګۍ کچکوله مات شي چې تا راواخلم دزړه غم مې تازه شینه دملنګۍ کچکوله مات شي چې درپه در دې ګرځوم تش دې راوړمه بيا به دې نوم پر خوله وانخلم ته ماتوې دملنګانو كچكولونه ښه شوه چې ته دخیره راغلې ماپه کچکول پتري وهل درپسې تلمه عشق کچکول په لاس کې راکړ دیار درګاه ته مې دخیر پسې لیږینه کچکول دسترګو مې نیولی که مې جانان ددیدن واچوي خیرونه کچکول دسترګو ورته نیسم زړه مې مین خیرات دحسن ټولومه کچکول دسترګو ورته نیسم چې پکې واخلم دښه حسن زکاتونه کچکول په غاړه قلندریم فقر دیار ددیدن کړم بیرته راځمه کچکوله دړې وړې مات شي چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه نصیب کچکول په لاس کې راکړ زه مساپر شوم اوس خو بل وطن ته ځمه آخربه کند کچکول راواخلم چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه الله دې زر تیاره ماښام کړي چې کچکول واخلم دیار درته ودریږمه یاره کچکول د ې غېږ کی نیسه چې پکی واچوم د مینې ټول حالونه. کچکوله نور می په کار نه یی سوال می قبول شو ژوند
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.