Kachkool Pa Pukhto Tapo Ki
Kachkul aw Pukhto Tappay
کچکول په پښتو لنډیو( ټپو ) کې
-------------------------------------
دملنګۍ کچکول به واخلم
څودجانان دیدن ونکړم نه راځمه
دملنګۍ کچکوله مات شي
چې تا راواخلم دزړه غم مې تازه شینه
دملنګۍ کچکوله مات شي
چې درپه در دې ګرځوم تش دې راوړمه
بيا به دې نوم پر خوله وانخلم
ته ماتوې دملنګانو كچكولونه
ښه شوه چې ته دخیره راغلې
ماپه کچکول پتري وهل درپسې تلمه
عشق کچکول په لاس کې راکړ
دیار درګاه ته مې دخیر پسې لیږینه
کچکول دسترګو مې نیولی
که مې جانان ددیدن واچوي خیرونه
کچکول دسترګو ورته نیسم
زړه مې مین خیرات دحسن ټولومه
کچکول دسترګو ورته نیسم
چې پکې واخلم دښه حسن زکاتونه
کچکول په غاړه قلندریم
فقر دیار ددیدن کړم بیرته راځمه
کچکوله دړې وړې مات شي
چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه
نصیب کچکول په لاس کې راکړ
زه مساپر شوم اوس خو بل وطن ته ځمه
آخربه کند کچکول راواخلم
چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
الله دې زر تیاره ماښام کړي
چې کچکول واخلم دیار درته ودریږمه
یاره کچکول د ې غېږ کی نیسه
چې پکی واچوم د مینې ټول حالونه.
کچکوله نور می په کار نه یی
سوال می قبول شو ژوند په مینه تیرومه
زماسپېره قسمت ته ګوره
خلك شاهان شول زه كچكول په غاړه يمه
کچکوله نور مې په کار نه یې
سوال مې قبول شو ژوند په مينه تيرومه
که خيرات نه ورکوې ياره
ماتوه مه دملنګانو کچکولونه
دکچکاله بلا د ې واخلم
زما جانان به پکې خير در کړی وينه
راټولوونکي : یاد
Pashto Times Pashto Tappay Lyrics Search Increased by 40 % in Last week From 12 December 2021 to 18 December. It Means Pashto Music and Literature lovers also want to read Pashto Tappay Lyrics beside listening and Watching. Pashto Tappay Lyrics Will be Updated regularly with Pashto New Tappay In 2022. Pashto Tappay Lyrics 2022 and 2021
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.