Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Tappay

Pashto Tapa With English Translation

 Pashto Tapa. خوب کې راځه خوب کې به درشم یاره په ویښه ناممکن دي دیدنونه Pashto To English Translation of Tapa. " Dear, We Will meet in each other Dreams as it is really hard to see otherwise".  Deedan ( دیدن) Meeting With someone Near And Dear, Seeing or Meeting with Beloved. Pashto Times Tags. Dedan, Tapa, Janan, Dear One, Love Pashto Poetry, English Translation, Pashto to English Translation. Learn Pashto Reading.

New Pashto Tappay 2022. Folk Pashto Lyrics

 Pashto Tappay 2022 Folk Pashto Song Lyrics. جینئ واده شوه لور یې اوشوه لکه سپوږمئ په ترخ کې ستورې ګرځه وینه دیدن پهٔ لک روپۍ ارزان دی ما لېوني یار ته تڼۍ پرانستې دینه زما یارۍ ته به ټینګ نشې  زه د اتیاګزو نه یو کمیس کومه ‎#لنډۍ ‏زما پخوا کډې پۀ سر وې سږنې کال مې ستا دیدن ته تېره ونه #ټپه #لنډۍ   ‎خوله مې په سپينه سپوږمۍ واخله د دېوال سیوري ته مې مه بیایه ‌‌‌‌‌‌ډارنه #ټپه ‏د مازديګر اوبو له مه ځه په ګودر زانګي د کوډګرو تعويذونه #ټپه  #مازدیګر ما درته ویل نه دې منله څه په بې ننګه یار دې وتړل شرطونه #ټپه Pashto Tappay 2022.  که مجبورې مې نه وه یاره تا به لیدلې وه زما لیونۍ مینه #ټپه په ځان مئینه قلار کینه  زما خندا به دې له کاره اوباسینه  #ټپه مازیګر ښه وې دیدن وشې  ورکه غرمه شه لیلا کور کوې خوبونه  #ټپه  #لنډې #ټپه #لنډۍ خلق یاري د جینکو کړي زهٔ هلکانو پسې کډې ګرځومه ماله تري خپله برخه راکه تا به د صبر خزانې موندلي وينه #ټپه #ټپه #لنډۍ #پېښور ‏د مازيګر ماښام ترمنځه ‏جانان له بل سره روان وو مړه يې کړمه  ‏‎‏پۀ اننګو دې سپوڼی وشه ‏‎چې زما مور له دې مور دم له راولینه #ټپه #لنډۍ #ټپه مئين دې

Tappay, Folk Pashto Song Lyrics. 2022

Pashto Tappa is Folk Pashto Short Lyrics. جانانه دومره راته ګران یې  لکه روپی خلکو ته ډیرې ګرانې دینه. •چې دوه مئین پهٔ کټ کښې کښيني لنګه پرې سسته کړئ چې غاړه غټۍ شينه دہ لونګين اميل به وکړم  زه مي لالي زرګر ته نه محتاجوومه زه بچه بازه جلکۍ نه یم د بچه بازې جلکۍ غټې سترګې وینه سترگو کې ته راته ولاړ یې ورونه مې ناست دي ما په بنه ورکوينه #فولکلور #ټپه  دپاســــه دوې جنازې راغــــلې  زما د یار جنازه پیغلې انجونې وړینه ما څهٔ لونګ کرلي نهٔ دي چې مازدیګر به تاته من من درلېږمه  ته چې په جنګ کې په شا راغلې  په بېګانۍ درکړې خوله خپېمانه یمه  ‏دیدن دې نه کوم یریږم د لرې لرې ننداره به دې کومه ده چا ده زړه نه څوک خبر وې ده تشې خولې خندا خو هر سړے کوينه #لنډۍ #ټپه #پښتوادب #پښتوشاعری #خندا #زړه #خبر #خولې #جانان #مینه #ادب #ازل جانان مې ټینګه غاړه راکړه د ټول بدن نه مې خوشبو د ګلو ځینه •دا ړنګه بنګه به درځار شم  ‏لکه انګور پهٔ ونه واچوي څانګونه   که یو وار داسې شوم لالیه په قسمو که بیا مې داسې کې میئنه! #لنډۍ زما دزړه نه خبر خدایه. لالی زما په حال خبر که چې راځینه. #لنډۍ دا چې سندرې مې خوږې دي زهٔ

Lar Sha Pekhawar ta. Pashto Folk Song Lyrics

Pashto Song. Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra. Taza Taza Guloona Pashto Song Lyrics. Singers. Gul Panra and Ali Zaffar یو ځل بیا  ...لاړشه پېښور ته قمیص تور ماله راوړه تازه تازه ګلونه دري څلور ماله راوړه Lar Sha Pekhawar Ta Kamees Toor Mala Rawra. Taza Taza Guloona Dree Saloor Mala Rawra. لیلی په سور سالو کښی راغله لیلی په سور سالو کښی راغله او سور سالو کښی راغله باجوړ ګلونه په تور کمیس ي لکه ستوري زیړ ګلونه  کمیس تور ماله راوړه تازه تازه ګلونه دري څلور ماله راوړه Laila Pa Soor Saloo Ki Raghla. Laila Pa Soor Saloo Ke Raghla. Aw Soor Saloo Ki Raghla, Bajaur Guloonaaa. Pa Toor Kamis Ye Laka Stori Zyaarh Guloona. Kamees Toor Mala Rawra. Taza Taza Guloona Dree Saloor Mala Rawra. ...لاړشه پېښور ته قمیص تور ماله راوړه تازه تازه ګلونه دري څلور ماله راوړه Lar Sha Pekhawar Ta Kamees Toor Mala Rawra. Taza Taza Guloona Dree Saloor Mala Rawra. Laila Che Charta Qadam Kedi Laila Che Charta Qadam Kedi Aw Charta Qadam Kedi, Bajour Guloona, Halta Godar Ki Taza Kegi Zyarh Guloona Kamees Toor Ma

Pashto Tappay Aw Sobaray. Folk Songs Lyrics

 Pashto Tappay Aw Sobaray. جلۍ دیارپه ننداره شوه  دپلار پرتوګ یې په څوباړو وشلاونه برپه ګودر د نجونو جنګ دی لامده څوباړي لکه توري چلوینه هلکان سره سرونه راغلل نجونو پرې کړي د څوباړوګوزارونه که ګړندی يې ځان دې خلاص کړه په ما يې وکړل د څوباړو ګوزارونه څوباړي څه ته وایی؟ څوباړی= هغه لرګی چې ښځې دجامو  د وینځلوپه وخت کې کالي اوجامې پرې ټکوي .د کاليو د مينځلو او پرېوللو دبی Pashtoon Village Culture and Women Washing Clothes. زما په یاد دي ،زه وړوکی ماشوم وم زموږ دکلي خلک غریب او بېوسه خلک وو.دجامو دپريمنځلو دصابون درانیولو  وس یې نه درلود  نو ښځو به جامې دکلي خوړ ته وړلې ،څوباړي به ورسره ووجامې به یې پرتیږو  ایښودلې او یوډول وچ بوټي و  چې زمۍ به یې ورته ویله هغه به یې میده کولې ،جامې به یې چې په اوبو سره لمدې کړې نو زمۍ  به یې پر جامو ور وشیندلې  او په څوباړو سره به یې کالي ټکول او جامې به یې وینځلې . دغه دجامو وینځلو زمیو په نورو سیمو کې بېلابېل نومونه درلودل لکه :شخار، توکاړ، پړکۍ او  شتۍ.دغه زمیو  د صابون په څیر جامې پاکولې   لیک. لطیف یاد Pashto Times Pashto Times Blogs and Latest Pasht

Pashto Folk Tappay. 2021 and 2022

Pashto Tappay about Naseeb, Qismat or Luck. Pashto Folk Song Tappay. Lyrics of Pashto tapy. جنت گټلي اشنا راشه ستا دوزخي ماشومان غواړي خېراتونه  #پښتوټپه د تورو جنګ وای ما به وکړای د نصیب جنګ دی وارخطا ولاړه یمه ماته زما نصیب معلوم دی  خلګه زما په نصیب مه تړﺉ شرطونه  کله ګيله کوم چې لاړې ما د ازل کرښې پخوا لوستلي دينه نصیب تقدیر ته ګناه نشته جانان پخپله نامردي کړي نه راځینه زما نصیبه.ګنډیریه نه دی څار وی خوری نه دی سیند په څپو وړینه که نصیبونه ګنډولی وی ما به دا خپل په دیواله ویشتلی وه نه نصیبه وسوزی ایره شی تندیه مات شی په تا یی څه لیکلی دینه نصیب تقدیر ته ګناه نشته جانان پخپله نامردي کړي نه راځینه پام کړه چی وار دې خطا نه کړې  د ننګ په ځای کې درته غر به ولاړ يمه ❤️ نصیبه وسوزی ایره شی تندیه مات شی په تا یی څه لیکلی دینه دیار په تشو میرو راغلم  اول می های کړل بیا می ټکوهل لاسونه زمونږ د خوارو خوار نصيبونه په تنداسه باندې جانان پخلا کومه تا به لۀ ما نه ګیله کېږي زما د کور پۀ خلکو نۀ رسي لاسونه يؤ دې د خپل نصيب کمی و بله دې زۀ پۀ نصيب کمه وختمه د حال ویلو څوک مې نشته د ګیلو ډک زړګی به ت

Patasay In Pashto Tapa or Tappay.

 Patasa. Patasay In Pashto Tapa or Tappay. Pashto Tappy Lyrics. Pashto Tapay Lyrics. پتاسې او په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې یې یادونه ----------------------------------------------------------- پتاسې چې په هندي ژبه یې پتاشې بولي یو ډول خواږه او شیریني ده چې له بورې ( sugar)نه جوړیږي او سپین او ګلابي رنګونه لري .پتاسې په هغو دوکانونو کې خرڅیږی چې خواږه شیان جوړوي  پتاسې زیاتره دکال په نوي ورځ ، اخترونو او دخوښیو او ښادیو په مراسمو او میلو کې خر څیږي. په پخوانیو وختونو کې به چې کوم پلار خپله لور چاته ورکوله نو هغو میلما نه به یې چې دکوژدې ( کوز دې ) مراسموته رابللي ول په دسمال کې به یې دنورو خوږو سره یوځای پتاسې هم په دسمال کې ایښودلې او پر هغو میلمنو به یې ویشلې. همداراز په پښتني سیمو کې به چې کوم ماشوم او ماشومه وزیږیدله او خلک به دماشوم کورنۍ ته دهغه دزیږیدو دمبارکۍ لپاره ورتلل نو کورنۍ به یې هغو ته پتاسې په دسمال کې ایښودلې او ورکولې به یې  که به چیرې کومه خواښې له خپلې نږور ( اینګور) نه خپه شوه نو ورته به یې ویلې (چې په تا باندې به دې هم پلار اومور پتاسې ویشلي وي ؟ په پښتني فولکوريکو ادب

Pashto Tappay. New Pashto Tappay Compiled 2022

 Pashto Tapay, Pashto Folk Tappay Composed and Compiled.  ستا یارانه د غمو شپول دی  لکه رېښمین ځړوکې ټول درپاته شومه  د هلک مورې جنتي شې   هلک دی لویې که د لونکو بویې تری ځینه په تورو غرو رانه پناه شوې  په زړه سنګينه ياره خوب څنګه درځينه د کال څلور فصلونه تېر شول نصیب مې نه شو ستا د سترګو ديدنونه د يار غصه د ګل ويشتل دي بد ئې خندل دي چې د بل سره کوينه ټپه چې بې مطلبه دې څوک يار شی  خاورې د خپو يې ښکلوه بزرګ به وینه زما نه دواړه کاره نشي۔۔ يا به منګي وړم يا به ړنګه بنګه ځمه۔۔۔ داسې یوازي یم لالیه که مړ کیدم سترګي به سوک راپټوینه داسې دې خواره کړمه خدایه چې د کولمو شوروا د وريجو پورې خورمه #ټپه #لنډۍ دہ لونګين اميل به وکړم  زه مي لالي زرګر ته نه محتاجوومه کله به یم کله به نه یم په بورجلونو مې ډاډه ګرځه میینه #ټپه #لنډۍ په پيربابا دې قســــــم راکــــړو په نيـــمه شپه کښې رانجه چا درکړي دینه  دیدن پهٔ لک روپۍ ارزان دی ما لېوني یار ته تڼۍ پرانستې دینه د لیونۍ د کور کوکريه  يخه ډوډۍ درته په جېب کې ګرځوومه په ‌‌‌‌‌‌ډک محفل کې غېږه راکړه  چې د رواج زولنې ګډې و‌‌‌‌‌‌ډې شینه ذرې ذرې مې ورله یوس