Skip to main content

Pashto Tappay. New Pashto Tappay Compiled 2022

 Pashto Tapay, Pashto Folk Tappay Composed and Compiled. 


ستا یارانه د غمو شپول دی 

لکه رېښمین ځړوکې ټول درپاته شومه 


د هلک مورې جنتي شې

  هلک دی لویې که د لونکو بویې تری ځینه


په تورو غرو رانه پناه شوې 

په زړه سنګينه ياره خوب څنګه درځينه


د کال څلور فصلونه تېر شول

نصیب مې نه شو ستا د سترګو ديدنونه


د يار غصه د ګل ويشتل دي

بد ئې خندل دي چې د بل سره کوينه


ټپه

چې بې مطلبه دې څوک يار شی 

خاورې د خپو يې ښکلوه بزرګ به وینه


زما نه دواړه کاره نشي۔۔

يا به منګي وړم يا به ړنګه بنګه ځمه۔۔۔




داسې یوازي یم لالیه

که مړ کیدم سترګي به سوک راپټوینه


داسې دې خواره کړمه خدایه

چې د کولمو شوروا د وريجو پورې خورمه


#ټپه #لنډۍ

دہ لونګين اميل به وکړم 

زه مي لالي زرګر ته نه محتاجوومه


کله به یم کله به نه یم

په بورجلونو مې ډاډه ګرځه میینه




#ټپه #لنډۍ


په پيربابا دې قســــــم راکــــړو

په نيـــمه شپه کښې رانجه چا درکړي دینه


 دیدن پهٔ لک روپۍ ارزان دی

ما لېوني یار ته تڼۍ پرانستې دینه




د لیونۍ د کور کوکريه 

يخه ډوډۍ درته په جېب کې ګرځوومه



په ‌‌‌‌‌‌ډک محفل کې غېږه راکړه 

چې د رواج زولنې ګډې و‌‌‌‌‌‌ډې شینه


ذرې ذرې مې ورله یوسئ 

چې د کاسیرې لنډۍ خوا رایخه شینه


چې دوطن درد پکې نه وي

الله دې واخلي داکدو کدو سرونه


‏پاڼه له باد سره رپيږي

جینۍ چې خال په تندي ږدي څوک به لرينه


‏پاڼه له باد سره رپيږي

جینۍ چې خال په تندي ږدي څوک به لرينه


پاچا که اوری غږ می واوره 

د قام بچی دي اولادونه خرڅوینه 

مخامخ مه راځه شـــرمیــږم  

پټه خبریـږم چي ما تاله درکوینه


قسمت يوه کړه او ما بله

‏خيالي اوربله پهٔ دووس دې خورومه


#ټپه #لنډۍ

خدایه ناجوړه یار مي جوړ کړې

زمایې خوښ دي له خندا ډک مجلسونه


د نازولۍ جینۍ موری 

چې دومره ښکلۍ لور لرې زوم دې یمه ـ


زما دې هغه انداز خوښ دې

چې په خندا شې مخ ته ونیسې لاسونه


که زه نازېږم نو ښايسته یم 

توره جانانه ته په څه کوې نازونه



‏نن دې نتکۍ پر پوزه نشته

جلکۍ ديدن دي ناروا دی نه يي کړمه

‏مور دي د کور کارونه غواړي

ته رانه غواړې په نکریزو سره لاسونه

#ټپه #امن #مينه #ژوند



د نیمې شپې ټپې را وکه

دا غلي زړونه به دوعا درته کوینه


‏مڼه پخه شوه لا خوږه شوه

که زما نشوه دچینجو خوراک دي شنه


په تا د پېغلو بنډار تود دی

زه د حجرې له بنډار تا ایستلی یمه

#ټپه


‏خدایه! ډیورنډ په سیلاب یوسې

چې روژه ماتی د کابل په اذان شینه٠

‎#ټپه


بوډا به هيڅكله يار نكړم

بوډا چې ځان سمبالوي سبا به وينه


#ټپه


که مروار شوې ځان به خوار کې

اوسنۍ پېغلې زلمي نه پخلا کوینه


لاسونه کلک رانه چاپېر کړه

په هدیرو کې خلک بېل بېل خښوینه


يار په خورو زلفو مئين دى 

لاس مې دې مات شي چې کمڅۍ ترې جوړومه 


یو ځلې راغی خوله می ورکړه۔۔

لار یې پیدا کړه په غضب ککړه شومه


په سمندر لیله لاهو کړم

په کناره راسره ځې ډاډ رکوینه 


سپرلی به بیا پهٔ وطن راشي

مدام به نهٔ وي د خزان سپېرهٔ بادونه


 کهٔ د شودو لختي پرې تېر کړم

خزان وهلی باغ مې نهٔ نیسي ګلونه


بهار به بیا پهٔ ګلو راشي

ټکور به نهٔ شي د خزان وهلي زړونه


اول مې نهٔ کتل ګلونه

اوس د خزان پهٔ باغ کښې پاڼې ټولومه


عمر د باد پهٔ شان تيريږي

زړهٔ مې لړزيږي خزان نن سبا راځينه


بهار به تل پهٔ ګلو نهٔ وي

دیدن د یار د مخ کوه خزان راځينه


د خزان پاڼه شوم عالمه

کهٔ باد راوالوت ما به کوم ګړنګ ته وړینه


‏زما جانانه مسافر شوې

ته چې راځې باغ به خزان وهلی وينه

د ځوانې ګل دې پهٔ خزان شه

تا پهٔ سمسور سپرلي کښې ډېر کړي کبرونه


ربه زما جانان زما کړې 

چې مې د ژوند پهٔ خزان راشي بهارونه


د هغه ګل بهار به څهٔ وي

چې یې پهٔ زړهٔ کښې خزان ځالې کړې وینه


سترګې دې مړې راواړلې

لکه خزان دې یاره پاڼې پاڼې کړمه


#ټپه #لنډۍ #چمتلۍ #کلی


مــــازيګر مه غواړه ما غـــــواړه

مازيګـــر تل وي زه به کــــله کـــــله يمه


په سر نری لوپټه نه وړم 🙏

درنې درنې خبرې ستا د دادا وړمه


پریږده چی ټول کلی خبرشی

په سور پلؤ دی نوم لیکم ګودر ته ځمه

په لېـــــونو سپو کښــــــې راګېر يم

جانان په غټو غټو ګوري ما ترې خورينه.


په یاري زوړ سړی ځوانیـږې

زه به د ژڼو یارې کړم چې پیغله شؤمه


یاری د دنګې جلۍ خوند کړي

په زنګانه دی کښېنوی خوله درکوينه


يار په خورو زلفو مئين دى 

لاس مې دې مات شي چې کمڅۍ ترې جوړومه 

#ټپه #مصرۍ #لنډۍ


‏پرېږده چې مينه مو رسوا شي

اختر نیزدې دی په ديوال دې نوم لیکمه


د کابل  جنگ به درنه هير شي

که د څلورو سترگو جنگ دې وليدنه

‏که تورہ یم تا بــه میٸن کړم 

دہ یارانې اثر په سترګو کې لرمه 


#ټپه #امن #مينه #ژوند



دہ لونګين اميل به وکړم 

زه مي لالي زرګر ته نه محتاجوومه


ماته مې خپل لالی نصیب کړې

چې د همزولو سره سیاله،سیاله ځمه


ما ئې له مور د خيټې ځار کړې 

چې پاغوندې لوڼه راوړي ما پرې سيزينه 

لاسونه کلک رانه چاپېر کړه

په هدیرو کې خلک بېل بېل خښوینه



پېزوان تې چا کافرو  پټ کړو 

په پېر بابا به قسم   ماله راکوېنه


-

ته به مې یو ځای بل ځای ګورې 

زما به ستا دېوال ته ساه ختلې وینه 

—-

دیدن که وشي یا ونشي 

د یار تر کلي تله راتله مزه کوینه


‏د جمعې شپه ده، سوال قبليږي

زما په حق کې خدای ته پورته کړئ لاسونه


د زړه رضا دې وه چي لاړې 

که نې قرآن دي په سر چا نیولی وونه 


‏چې سر زما وي څنګل ستا وي 

مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه


‎ملا چابک شه اذان وکړه

دهٔ یار لوېدلې سترګې زړهٔ سوری کوینه

(ٹپہ)

زما دزړه نه خبر خدایه

جانان زما په حال خبر کړه چی راسینه


که شهزادګان کلي ته راشي

زه له غريبه ياره نه توبه کومه


‏شمله به جوړه له پلو کړم

د پښتنو سره اوږه په اوږه ځمه 


بېلتون په هر چا مېلمه کېږي

په ما چې راشي تېروي میاشتې کالونه


. چي چیرته ځی حال راته وایه

چی د همزولو نه دی نه کړم تپوسونه


ده نیمــې شپـــې سنـــدرې خــوند کــړې

څوک به مئین وې چا به یار بائیللې وینه


د شونډو! جنګ راسره وکه 

‏د سترګو جنګ درنه ګټم سپين سترګې يمه


اوربل مې تور په مخ راخور دی

کلي کې شور دی چې په تا مئینه يمه

#ټپه



څوک د لالي په سر پاچا وي

څوک د لالي له لاسه ټیټې سترګې ځینه


زوانی دی دنگی جلکی خوند کڑی 

لنڈی دی ورکه شی شوکاری لگوینه


پام کوه ځان ته غره نه شې 

که ته چنار یې زه د صبر ونه یــمه



نورې قيصې يې راته مه کړه

په پېښور کښې مې په زړۀ تيارې راځينه.


خپې دې د یو میلئین روپو دي

کم اصل خوئې دې د پیسې نه دې مئینه

——

خبرې لنډې لنډې وایه

د لارې منځً دی څوک به ځي څوک به راځینه

Pashto New Tappay 2022

 #لنډۍ #مصرۍ #پښتوادب #فولکور

Tappa, Landai, Pukhto Adab, Pukhto Folk, Folklore, Pashto Folk Tappay, Pashto Folk Song Lyrics.

Comments