Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhtana Attalan

Taskeen Maneerwal, Well.Known Pashto Poet Passes Away.

 Taskeen Maneerwal, Well.Known Pashto Poet Passes Away In Swabi Today. د پښتو ژبي نامتو شاعر تسکین مانیروال نن د خپل ژوند وروستۍ شیبي تیري کړي او په حق ورسید د مرګ په اړه د هغه دوه پښتو شعرونه سحر دې لرې  لا خو شپه پاتې ده  جانانه غوږ شه  لا کيسه پاتې  ده  ارتقا وشوه خو د څه خوشحالي؟  مرګ خو لا شته لا مسله پاتې ده       تسکين  نور دوه شعرونه.. د تسکین مانیروال خدایه مننه لۀ تا ډېره، ډېره جېب دې خالي او زړۀ دې مست راکۀ ما ویل دونیا سره بۀ جنګ کومه ما له خو یو سړي شکست راکۀ ”ستا روح دې ښاد وي ستا افغان غرور دې زنده باد وي“ د وفات نیټه. نن د حنوري لسمه کال دوه دوه ویشت Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullah Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero

 Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero ایپي فقیر، د ازادۍ د لاري مبارز عبدالباري جهاني ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذهبي ښوونځیو کي تر لومړنیو زده کړو وروسته يې ډېر ژر د انګرېزي استعمار پر ضد تبلیغاتي مبارزه پیل کړه او د عمر له پوخوالي نه مخکي حج ته ولاړ؛ له دغه امله د سیمي خلکو د عمر ترپایه حاجی صاحب باله. ایپي فقیر، په سیمه کي، یو له هغو استثنایی مبارزینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار، او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته، د هغوی د لاس کښېنولي حکومت، سره مخالف پاته سو او یو له هغو د ګوتو په شمېر مجاهدینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسي سودا ونه کړه  چي د ده خپلواکی ته لږ ترلږه زیان ورسوي ایپي فقیر د ډېري ځوانۍ څخه په دې پوهېدی چي د انګرېزانو پر ضد یوازي تبلیغات کافي نه دي او یوازي په دغه وسیله انګرېزان له خپلي سیمي او د ټول

Pir Rokhan, Akhund Darweza, King Akbar And Kalu Khan Yousafzai

 Pir Rokhan, Akhund Darweza, King Akbar And Kalu Khan Yousafzai Abdul Wahid Espazai جهان عالم صيب د ملک کالو خان سيمينار په حقله ليکي چي زه په دغه سيمينار کښې موجود ووم ـ دا سيمينار په قامي اتل ملک کالو خان يوسفزٸ او سيد جمالدين افغاني باندي شوے وو ـ په دغه سيمينار کښې ډاکټر پروفيسر سمندر يوسفزٸ صيب په خپله مقاله کښې د اخون درويزه په حقله وينا اوکړه چي اخون درويزه او پير بابا د مغلو ايجنټان وو او فتوى ٸ ورکړي وه چي د حاکم وخت په ضد وسله واله مبارزه کفر دے او که څوک پکښې وجنګيدو او مړ شو نو دا د خنزير په مرګ مړ شو او جنازه به ٸ نه کيږي  ملک کالو خان بابا په دمغار سوات کښې يوسفزي پښتانه راغونډ کړل او په خپلو خبرو کښې ٸ اووٸيل چي اخون د د مغل اکبر په ضد د جنګ نه کولو فتوى ورکړي ده خو اے اخونه واوره مونږه په چا حمله اور شوي نه يو مغل اکبر يلغر زمونږه په خاوره مونږه نه پريږدي ـ ته غلام ابن غلام ابن غلام ٸ تا د ازادٸ ميوه نه ده څکلي ـ ما د اکبر مغل مسلماني د نزدے نه ليدلي ده (دين اکبري)  زه او زما قام به د يلغر نه خپله خاوره ازادوٶ او که زه غلام مړ شوم نو زما لاش به د مورے په غر وسيزٸ او اير

Bacha Khan Baba. Bio Data, Family, Life Events. Pashto Bio

 Bacha Khan Baba. Bio Data, Family, Life Events  Bacha Khan Baba Biography In Pashto باچا خان  خپل نوم ۔۔۔ عبدالغفار خان زېږېدنې نېټه 1890 دده نه مشر يو ورور خان صاحب او دوه مشرانې خوېندې هم وې  د پلار نوم يې بهرام خان  باچا خان او ځنې نورو کسانو د پښتنو په علاقه کښې د مدرسو جوړولو شروع وکړه 1910 وه  باچاخان په 1913 کښې واده وکړو  او په 1914 کښې دهغه ځوې عبدالغني خان او 1917 کښې يې يو بل زوے عبدالولي خان پېدا شو  1921 کښې باچاخان ګرفتار کړو او درې کاله يې با مشقته قېد کړو د باچاخان دقېد دوران کښې  دهغه مور په حق رسېدلې وه  په 1926 کښې باچاخان حج له لاړو   کال 1928 کښې يې د پښتون په نوم يو رساله جاري کړه چې ټول مضامين به يې پښتو کښې وو   د ازادۍ نه پس باچاخان د قانون سازې ممبر وټاکلے شو او خپلې هلې ځلې يې جاري وساتلې  په 1955 کښې چې صوبې ختمې شوې او يونټ جوړ شو نو باچاخان يې سخت مخالفت وکړو او ددې په نتيجه کښې قېد شو  د قېد نه پس د خرابو سياسي حالاتو په وجه په خپله خوښه په افغانستان کښې دېره شو او په 1973 کښې راستون شو   باچاخان په مجموعي توګه شپږويشت 26 کاله قېد تېر کړے وه  د پښتنو دا

Ajab Khan Afridi by Aimal Khan Gadoon. Pashto Blog

 Ajab Khan Afridi by Aimal Khan Gadoon. Pashto Blog عجب خان اپريدی تاريخ د يو قام ياداشت وي او چې د چا ياداشت لاړ شي هغه قام هم روک شي. عجب خان اپريدی د ازادۍ اتل يو داسې نوم او شخصيت چې د هغه د ميړانې او پښتون ولۍ خو انګريزانو هم ستاينه او اعتراف کړې دې د اتلانو او نوميالو خلکو مجسمې ياد او تاريخ تازه کوي نوې نسل ترې زده کړه کوي. نورو قامونو د غلو غلچکو نه اتلان جوړ کړو خو بد بختو پښتنو خپل اتلان هېر څه چې توهين ئې ورته وکړو څو ورځې مخکې دره آدم خيل کې د پښتنو د اتل عجب خان اپريدي مجسمه ماته کړې شوا او د هغه په سر فټبال وکړې شو زه يو تپوس ددغې خلکو نه کوم چې عجب خان د چا خلاف جنګېدلې وو دغه خلک ستاسو څه وو چې دا دومره نفرت مو عجب خان سره وښودلو؟ دويمه دا چې که د عجب خان په ځاۍ دغلته د کوم بل قام د يو چا مجسمه وې نو آيا تاسو به دا جرات کړې وو؟ دريمه دا چې ددغې ټ ا لي بانو په دين کې خو دا شيان هسې هم نه منلې کېږي نو پدغې خو پوهېږو چې شاته فلسفه څه ده؟ خو دغه ټ ا لي بون يوازې د پښتنو تاريخ ولې روکوي؟ ددې شاته کوم شېطاني ذهن کار کوي؟ دغه د ټ ي ټ ي پ ي واله ترهګر خو اوس پاک بربنډ دي هر چات

Mula Aw Pukhtana. Pashto Two Lines Poetry By Dr. Khaliq Ziar

 Mula Aw Pukhtana. Pashto Two Lines Poetry By Dr. Khaliq Ziar د سواد سره یې ورانه د وهمونو پیروکار دي دوزخي ژوند يې خپل کړى د جنت په انتظار دي پښتانهٔ دي خدائ وهلي په ملا پسې قطار دي ډاکټر خالق زيار Dr. Khaliq Zyar Pukhto Qitat, Khaliq Ziar pashto poetry. Mula Aw Pukhtana in Pashto Two Lines Poetry. Pashto Times New Poetry.

Wardag, Wardak Tribes Are Iranian. History Of Pashtun Tribes

Wardag, Wardak Tribes Are Iranian. History Of Pashtun Tribes. راشه ماما  زوی دې ایرانی دی  دسید محمد باقر مصباح زاده په نوم ایراني پلوه  فاشیست اخوند چې ویل کیږي اصلي ځای یې دمیدان وردګو ولایت  دجلریز ولسوالۍ دسنګلاخ سیمه ده اواوس  دایراني اخوندانوپه چوپړ کې په ایران کې شپې او ورځې تیروي ناکامه  هڅه کړې ده چې دپښتنو ځینې قبیلې په ایرانیانو او عربوپورې ور وتړي . ده په دغه لړکې دپښتنو ځینې قبیلې او له هغو نه دوردګو قبیله  په شیعه امامانو پورې تړلې ده دالومړی ځل نه دي چې ایرانیان  دافغانستان ستر علمي مفاخرپه ایران پورې تړي ، بلکې داځل هڅه کوي چې زموږ پښتنې قبیلې هم په پردیو پورې وتړي  حال داچې ډتولومعتبرو تاریخي اسنادو او دپښتنو ددودیزو شجرة الانسابو په رڼاکې وردګ سوچه  کرلاڼي پښتانه دي او په بل  چا پورې دهغوتړل هغه ناکامې هڅې دي چې ایرانیان او دمصباح زاده په څیر ددوی مزدوران یې په غیر علمي توګه او په خپله خوښه  سرته رسوي .ددوی دا  کار کوم علمي بنسټ نلري .مخونه یې تورشه  (یاد) Latif Yad Rasha Mama Zway Di Lewane day Rasha Mama Zwe de Iranay De by Latif Yad. Wardag Or Wardak Pashtun Tribes

Ghazi Azmir Khan Mandokhel. Biography Of Pashtun Hero

 Ghazi Azmir Khan Mandokhel. Biography Of Pashtun Hero ملی مبارز شهید غازی ازمیرخان مندوخیل -------------------------------------- مندو خیلو دانګریزي تیري کوونکو پر خلاف له ویاړه ډکې مبار زې کړي دي اوډیر تاریخي شخصیتونه یې په خپله غیږه کې روزلي دي چې کولای شو ددغې قبیلې دکاریزي دښاخ دسیدال خیلو له څانګې نه دلاندنیو تاریخي شخصیتونو نومونه و اخلو سیدرحمت، ظریف خان ، خانان، اختر خان ، اکرم خان ، شیرخان او ازمیر خان. په دغو پورتنیو تاریخي شخصیتونو کې یو هم غازي ازمیر خان و چې دمندوخیلو دسیدال خیلو څانګې ته منسوب و.نوموړی په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې داخترخان په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .د ازمیر خان پلار ته دخان لقب دافغانستان دهغه وخت د واکمن سرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا ورکړل شوی و. هغه وخت و چې ده په کابل کې دامیر حبیب الله خان سره ولیدل نو هغه ده ته یو جرمنی ټوپک هم دسوغات په توګه ورکړ او ده ته یې دخان خطاب وکړ سردار اختر خان بو زړور او بهادر انسان و. ده دانګریزي ښکیلاکګرو نه ژوره کرکه درلودله.دامیر حبیب الله خان تر مړینې وروسته هغه د غا زي امان الله خان دلیدلو لپاره کا

Who Was Faqir Epi? A Pashtun Hero

 Who Was Faqir Epi?  Pashto Article about Pashtun Hero Faqir Epi فقير_ايپي_څوک_وو  حاجي صاحب ميرزا علي خان چي په فقير ايپي مشهور ؤ، په ١٨٩٧ کي په شمالي وزيرستانکي کجورۍ پوسټ ته نيژدې کېرته کلي کې وزېږولؤ. د پلار نو يې حاجي ارسلا خان ؤچي يو سوله غوښتونکی سړی ؤ او هر وخت به د خپلو خپلوانو په شخړو او مرڼو کېمنځګړيتوب کولؤ   ميرزا علي خان په خپله تنکۍ ځوانۍ کي له خپله پلاره ديني کتابونه زده کړل. د يوڅو کلو دکورنۍ زدکړې وروسته هغه بنو ته واستول شؤ چي له مولوي ګلبهادر څخه نوره زدکړه وکوي. په بنو کي په بېلابېلو مدرسو کي له پراخو لوستنو وروسته هغه ټوچي ته راستون شؤاو له نامتو ملايانو لکه ملا عالم جان دوړ څخه يې لوست ته په مخ پسې وساتلؤ. کله چي هغهله بنو راستون شؤ نو يې پلار مړ شؤ. له هغه څخه کجورۍ ته نيژدې په شيره تلا او زيندرګله کي يوڅه مځکه پاته شوه. ميرزاعلي خان او ورور يې په ١٩٢٢ کي خپل پټی وپلورلؤ او پهسپلګه کي يې يو څه مځکه واخيستله او هلته يې خپل کور، يو جومات او مېلمستون جوړ کړل په دغه وخت کي هغه له ملا محمدفارق څخه فقه لوستله. په همدغه وخت کي يې د ملا قاضیشېرزاد له لور سره وادۀ وکؤ. 

Khpal Atalan Opejanai. Book About Pashtun Heroes

 Pukhtana Attalan Opejanai, Know About Your Heroes. Pashtoon Heroes, Pukhtana Atalan Book. Khpal Attalan Opejanai Author. Ayaz Yousafzai Book Review By Waqas Yousafzai په داسې وخت کې چې نړۍ د نور قومونه د جدید ساینس او ټنکالوژۍ سره وابسته دي او دیخوا یو قوم پښتون چې زیاتره وګړي یې د خپل تاریخ څخه ناخبر دي. نور قومونو د جدید ساینس او ټنکالوژۍ په واسطه خپل مړ تاریخ راژوندی کوي او پښتانه لګیا دي؛ پخپل ژوندي تاریخ خاورې اړوې کوم پښتانه چې د خپل تاریخ څخه ناخبره دي' د هغوي خو ګیله نۀ ده پکار! ځکه چې هغوي ته د سهي تاریخ لوستو موقه نۀ ده ترلاسه شوې او یا په دې موضوع کې څۀ دلچسپي نۀ لري. که لږه ډېره لري هم!' نو داسې کتابونه نشته او یا ډېر کم دي چې په پښتنو اتلانو دې هر اړخېزه رڼایي اچولې شوې وي خو ستونزه په اصل کې ځینو تش په نامه پوهانو جوړه کړې ده. ما په ټولنیزو رسنیو د څۀ وخت راهسې ولیدل؛ چې دهغه پوهان په لږ سیاسي اختلاف کې دومره هور ته تللې دي' چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ بطور رشخند یادوي! څوک د پیر روښان او فقیر ایپي له د موجوده ملا اومر سره تشبېح ورکوي، څوک بیا خوشال خان خټک ترک بولي او

Pukhtana, Jwand, Topaka Aw Dozakh

 Pukhtana, Jwand, Topaka Aw Dozakh ‏دوزخ ورته حرام کړه لويــــه خدايه پښتـنو ته دوي کړې په دوزخ کې زندګي دَ مرګ نه مخکې                        

Who Is Khan Shaheed? By Maulana Khan Zeb Bajawar

 Who Is Khan Shaheed?  By Maulana Khan Zeb Bajawar.  Pashto Article About Life and Struggle of Khan Abdus Samad Khan Achakzai. شهيد عبد الصمد خان اچکزئې  2دسمبر د شهادت ورځ  په شلمه پېړۍ کښې د پښتنو په خاوره دوه  ستر قام پال  نړۍ وال شهرت لرونکي سیاسي مشران تېر شوي ېو باچاخان او بل عبد الصمد خان  عبد الصمد خان په 1907 کښې په ګلستان کښې د نور محمد اچکزي په کور کښې  زیږېدلې وو کله چې غازي امان الله خان په 1928 کښې د کوئټې په لار يورپ ته تلو دهغه په ليدلو سره ئې د پيرنګېانو نه کرکه پېدا شوه چې  د پښتنو  په خاوره دپښتنو باچا ته پيرنګېان  ولاړ دي په 1929 کښې په ړومبي ځل پيرنګېانو زندان ته اچولې وو د تحريک خلافت سره د آل انډيا مسلم کانفرنس غړې هم پاتي شوې وو د پيرنګي د نوکرې نه ئې انکار کړې وو دا به ئې وائل چې د نوکرې په ځائې مونږ آزادي غواړو    اچکزې صېب په 1930 کښې د ازادۍ غورځنګ عملاً مبارز شو د ګاندهي جي او باچا خان سره ئې کتنې اوشوې په 1938 کښې د ،انجمن وطن ، په نامه ئې خپله سياسي ډله جوړه کړه د ازادۍ په مبارزه کښې د ژوندي کردار په وجه څه دېرش کاله د پيرنګي او پاکستان په زندانونو کښې تې

Race And Nation. Nasaliat Aw Qamiyat. Pashto Blog

 Pashto Blog about Pashtun Tribes, Races and Nation. نسليت او قاميت د څو ورځو نه په سوشل ميډيا فيس بوکي دانشوران خبره کوی چې دغه قام پښتون دې او دغه نه ؟  دوي په دې خبره پوهه نه دي چې قام څه ته وايئ او قاميت  څۀ ته. نسل څه ته وايئ او نسليت  څۀ ته.? پښتون قام خپله ژبه پښتو نه صرف ژبه ګڼي بلکه دا د ژوند تيرولو يو مکمل آئين ، ضابطه اصول ، فلسفه او لارښودنه هم ده ـ  شايد خبره د دې نه شروع شوي ده چې نيازي قبيله پښتانه دي او که نه؟ هر پښتون قبيله چې پښتو ورځي او وايئ هغوي په نسليت او قاميت پښتانه دي ـ هر هغه پښتنه قبيله چې پښتو نه ورځي په نسليت پښتانه دي خو قاميت يې بائيللې دې ـ قاميت پيدا کيدې هم شي او ختميدې هم شي ـ کومو پښتنو چې خپله ژبه بائيله هغوي قاميت هم بائيله. البته نسلاٌ پښتانه دي ـ  په هند کښې ميشته پښتانه چې ژبه يۍ بائيله هغوي نسلاٌ پښتانه دي خو قاميت يۍ بائيللې دې ـ  په افغانستان کښې ميشته نيازي قبيله پښتو وايئ ځکه نسليت او قاميت يۍ پښتو دې ـ  په پاکستان کښې ميشته پښتنې قبيلې ترين ، جدون تنولي او نيازي چې پښتو ژبه نه ورځي هغوي نسلاٌ پښتانه دي خو قاميت يۍ بائيللې دې ـ  دغه رنګ از

Umara Khan Janduli. An Anonymous Hero of Pashtoon’s History

Ghazi Umara Khan Janduli. An Anonymous Hero of Pashtoon’s History. Dr. Badshah-i-Rome, Muhammad Nawaz, Dr. Faiz Ullah Panaizai & Dr. Kaleemullah Bareach Abstract. The history of the world is full of epic stories of such heroes who by their glorious deeds have left remarkable marks in the annals of the world. They waged crusades against the forces of darkness and tyranny for the peaceful and honorable future of their people. Like other nations, the history of Pashtun is also full of such heroes. But unfortunately majority of these heroes are anonymous. The World and even Pashtun do not know about their struggle against the imperialistic powers. Umara Khan of Jandol (lower Dir) can also be classed with the rank and files of those greatest anonymous heroes of the World who devoted his energies throughout of their lives to uphold truth, Pashtun liberty and teachings of Islam. This research paper will highlight the struggle of Umra Khan against the British imperialism. The research w