Pir Rokhan, Akhund Darweza, King Akbar And Kalu Khan Yousafzai
Abdul Wahid Espazai
جهان عالم صيب د ملک کالو خان سيمينار په حقله ليکي
چي زه په دغه سيمينار کښې موجود ووم ـ دا سيمينار په قامي اتل ملک کالو خان يوسفزٸ او سيد جمالدين افغاني باندي شوے وو ـ په دغه سيمينار کښې ډاکټر پروفيسر سمندر يوسفزٸ صيب په خپله مقاله کښې د اخون درويزه په حقله وينا اوکړه چي اخون درويزه او پير بابا د مغلو ايجنټان وو او فتوى ٸ ورکړي وه چي د حاکم وخت په ضد وسله واله مبارزه کفر دے او که څوک پکښې وجنګيدو او مړ شو نو دا د خنزير په مرګ مړ شو او جنازه به ٸ نه کيږي
ملک کالو خان بابا په دمغار سوات کښې يوسفزي پښتانه راغونډ کړل او په خپلو خبرو کښې ٸ اووٸيل چي اخون د د مغل اکبر په ضد د جنګ نه کولو فتوى ورکړي ده خو اے اخونه واوره مونږه په چا حمله اور شوي نه يو مغل اکبر يلغر زمونږه په خاوره مونږه نه پريږدي ـ ته غلام ابن غلام ابن غلام ٸ تا د ازادٸ ميوه نه ده څکلي ـ ما د اکبر مغل مسلماني د نزدے نه ليدلي ده (دين اکبري)
زه او زما قام به د يلغر نه خپله خاوره ازادوٶ او که زه غلام مړ شوم نو زما لاش به د مورے په غر وسيزٸ او ايره به ٸ په اباسين لاهو کړٸ ـ د دے نه پس يوسفزي پښتانه يو شو او په ملندرٸ کښې ٸ د اکبر مغل څلويښت زره فوځ سره د جرنيل بيربل مردار کړل
وس به راشو د لاٸق زاده صيب خبري له ـ په سيمينار کښې په مياګانو هيڅ نيوکي نه دي شوي بلکه د اخون درويزه په کردار خبره شوي ده چي دوي ترے غلطه پروپيګنډه جوړه کړه ـ د لاٸق زاده لاٸق صيب د نيوکو ځواب د سټيج نه اباسين يوسفزٸ صيب په دليل ورکړو چي مونږه تاريخ نه شو بدلولے دا خبري اخون درويزه په خپل کتاب کښې هم ليکلي دي چي د پير روښان او د هغه پښتانه مريدان مړه کړٸ او ښځې ٸ بےنکاح وساتٸ ـ او بيا اخون د پير روښان ښځه هندو له ورکړه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.