Hejrat And Takfir Party Of Shakri Mustafa Of Egypt.
Pashto Info blog About Mustafa Shakri.
د تکفير او هجرت اسلامي ګوند مشر او بنسټګر (شکري مصطفى) نوميدو.
د مصر د حج او اوقافو وزير او لوى مفسر او عالم شيخ محمد الذهبي يې چې کله اختطاف کړو او هغه باندي يې د کفر او ردت فتوا صادره کړه بيا يې په بې رحمۍ سره تړلى ووژلو ونيول شو او محاکمې وروسته اعدام شو.
د هغه تنظيمي ارشادات خپلو پلويانو ته داسې وو:
1
پرته زما له ډلې او د تنظيم پلويانو څخه بشپړ وګړي کافران دي، زمونږ له تنظيم څخه که هر غړى ووتلو هغه مرتد کافر دى او ورسره جنګ جګړه او وژنه يې زمونږ لپاره اولويت دى.
2
سلف صالح او صحابه کرامو د کورونو او نورو ودانيو او د هيوادونو اباديو لپاره هېڅکله زدکړه نه ده کړې، دوى فقط او فقط ديني زدکړه کوله د اخرت لپاره نو ځکه دين بايده د دنيا لپاره هېڅکله کار نه سي او دغه کړنه د کافرانو لويه نښه نښانه ده.
3
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې (نحن أمة أمية لانكتب ولا نحسب) مونږ له سواد څخه خالي امت يو، نه ليکل کړو نه حساب.
د حديث مطابق بايده مونږ هم له تعليم او زدکړو څخه لاس واخلو او بيسواده امت اوسو د پيغمبر امت په څېر، مونږ فقط او فقط بايده ديني زدکړه وکړو او پرته له دينې تعليم څخه هر دنيايي زدکړه ضلال مبين، حرام او ناروا او د يهودو دسيسه او پلان دى چې پر مسلمانانو کې يې رايج کړاى ترڅو مونږ له خپل بيسواده امت څخه جلا او په دنيا بوخت کړي،د سواد اموزي مفکوره د يهودو شيطاني دسيسه ده ترڅو په کفري علومو مسلمانان خپل ژوند او وخت ضايع کړي.
4
هر هغه څوک چې ادعا کوي چې دين او دنيا دواړه ترسره کولاى سي او په يو وخت مهال هم د دنيا هم د خداى بندګي کولاى سي هغه دې لمړى پخپل زان ګواهي د بي شرمۍ او بې حيايۍ او بد سترګۍ ووهي او بيا دې وکړي هر بد چې کوي، همدوى ته خداى پاک جل جلاله فرمايي په قران عظيم شان کې (أذهبتم طيباتكم في حياتكم الدنيا واستمتعتم بها فاليوم تجزون عذاب الهون بما كنتم تستكبرون في الأرض بغير الحق) صدق الله العظيم.
ښه او هوسا ارام ژوند مو په دنيا کې تير کړو او خوندونه مو هغه مهال وڅکل او نن د قيامت په ورځ ستاسو لپاره سرسخته سزا او عذابونه چمتو دي، له حق لرې په دنيا کې دا ستاسو د کبر او غرور سزا ده.
5
پوهنتونونو او مکتبونه او ښوونځي د طاغوت مرکزونه دي، د ښځو ورتګ دغه طاغوتي بنسټو ته کفر دى او له دغسې ټولنو څخه مهاجرت فرض عين دى.
هر هغه څوک چې په دغه تعليمي بنسټو کې دنده اجرا کوي مرتدين، منافقين او د کافرانو په قدم او پلان روان دي او کفري مناهج او مضامينو ته خدمت کوي.
6
يواځينى تعليمي نصاب چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم او اسلام سره سمون خوري د تکفير او هجرت تنظيم تعليمي نصاب دى د همدغه تنظيم په ديني مدرسو کې، وروسته له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه يواځې زمونږ ديني مدارس په شريعت برابر دي او نور ټول تعليمي پروګرامونه کفر او الحاد دى او اسلام سره په هېڅ ډول او صورت ربط يا تړون نه لري.
7
د تنظيم هر غرى بايده د طب يا انجينري يا د علومو کسب کار څخه په جدي توګه ډډه وکړي ځکه د دغه کسبونو رزق مطلق حرام دى، هر غړى بايده خپل رزق د بازار او سودا للارې ترلاسه کړي هغه که د سړکونو په غاړو سپک او ارزان تجارت هم وي، او څوک چې دغه مسلکونو کې زدکړه يا دنده لري هغه بايده سم للاسه ورڅخه لاس واخلي
Hejrat And Takfir Party Of Shakri Mustafa Of Egypt.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.