Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra.
Poet. Ghani Khan Baba.
Singers. Sardar Ali Takkar, Shah Wali Afghan, Ustad Zaffar Farooq, Gul Panra, Haroon Bacha
يو جام
مستانه ساقي راشه
يو جام جام راوړه
موسکى شه په خندا شه
يو جام جام راوړه
پياله کېږده شېرينه،
ځواني د ځوانۍ وينه
رنګ رنګ مستي رنګينه،
حسينه، نازنينه
مجنونه يمه ليلا شه
يو جام جام راوړه
يو ګل يه رژېدلى،
يو باغ يم سوځېدلى
يو ساز د ژړا يم،
يو اه د بلبلې
ژوندون شا زما ساه شه
يو جام جام راوړه
ګل فامه ساقي راشه
يو جام جام راوړه
يو راګ يمه خاموشه،
نغمه يم فراموشه
ځوني مې په غم بايله،
مستي راوړه بې هوشه
د درد دارو زما شه
يو جام جام راوړه
موسکۍ شه په خندا شه
مست مست راکړه خوبونه،
چې پټ کړم پرې غمونه
شروع کړه د ژوند تال ته،
نازک د ښايست سرونه
دلبر شه، دلربا شه
يو جام جام راوړه
مستانه ساقي راشه
يو جام جام راوړه
يادونه : دغه نظم په لټون کتاب کې د (يو جام) په عنوان په (690_691) مخونو کې راغلى دلته بيا د دوهم ځل لپاره د (يو جام) په عنوان راغلى
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (793_794)
لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (70_71)
د غني کليات : مخ ګڼه (600_601)
Kulyat Ghani Khan Baba Pages 600 and 601.
Pashto Times. Ghani Baba Kalam. Mastana Saqi Rasha, Yow Jaam Jaam Rawra. Muskay Sha Pa Khanda Sha, Yow Jam jam Rawra.
Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra.
Poet. Ghani Khan Baba.
Singers. Sardar Ali Takkar, Shah Wali Afghan, Ustad Zaffar Farooq, Gul Panra
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.