Pashto Song. Khuday Zda
Lyrics. Shams Ul Qamar Andesh
Singer. Gulzar Alam
پښتو غزل
خدایزده کوم پړاو کې د ارمان یمه
ستا د یاد په دوړو کې روان یمه
ستا د محبت د جنون دشته کې
ګله نه د ځان او نه په ځان یمه
ښار دی لکه کنګل سمندر ویده
دې د خاموشۍ شور ته حیران یمه
مینه هسې هم د ګټې کور نه و
زه د خپل احساس په سر تاوان یمه
هلته به جوټې د ناز په ټال خورمه
دلته زه د ژبې اوېزان یمه
دومره که مې وپېژنې ښه به وي
زه د برګ د څانګې ثناخوان یمه
اې د امیدونو د سپرلو راڼۍ
ستا د تصور په ځمکه خان یمه
شاعر : اندېش شمس القمر
سندرغاړی : ګلزار عالم صیب
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.