Skip to main content

Deep Fake : Deep Fake Video Making Explained In Pashto.

Deep Fake : Deep Fake Video Making Explained In Pashto.

Sheraz Khan Momand. Deep Fake Videos

د ډيپ فيک د فتنې په اړه يو ليک او خبرتيا په ځان فرض ګڼم ځکه چې زه وينم چې دغه فتنه به ډېره لويه تباهي راوړي نو غواړم چې تر خپل وسه ډېر خلک پرې خبر کړم او د دې فتنې د تباهۍ يي وژغورم ...


په نړۍ کښې زياتره خلک لګيا دي هره ورځ وړوکي او لوي تخليقات کوي چې انسانانو ته هم نوې اسانتياوې جوړې کړي او د خپل ژوند روزګار هم د دغه څيز په خرڅ روان کړي ...


خو ځيني بيا داسې شيطاني مغزو واله د انسانانو په شکل کښې ځناور هم شته چې د هغوي د ژوند روزګار د نورو انسانانو د ژوند ، ويني او عزت په خرڅ روان وي...


پخوا به دغه کارونه لږ ګران وو خو نړۍ چې جديد کيږي او انسانانو ته په سمو کارونو کښې اسانتياوې جوړيږي نو شيطاني فکرونو ته په شيطاني کارونو کښې هم اسانتياوې جوړيږي او نن سبا د

 Deep Fake

 دغه فتنه هم دغه شان يو اسان شيطاني فکر دی چې بې سواده اولس به تباه کړي ...


د بده مرغه زمونږ په منطقه يعني هندوستان او پاکستان کښې د بې روزګارۍ ، بې سوادۍ او جسماني او اعصابي Frustration

 لامله د جرم شرع ډېره زياته ده او د جنسي جرم شرع خو ډېره زياته ده چې مونږ هره ورځ وينو چې په مدرسو او لارو کوڅو کښې وړو ماشومانو سره جنسي وحشتونه کيږي خو Deep Fake 

دغه څيز اوس ډېر اسان کړل ...


زمونږ ټولنه يو خوا بې سواده ده او بل خوا څه زياته غېرتي هم ده او د بې سوادۍ او اضافي غېرت لامله د جهالت انتها ته رسېدلې ده چې يوه جينئ دومره پاکه وي چې د هغې په لمن مونځ هم کيږي خو بيا هم چې د ټولنې لخوا جينئ ته يوه ګوته هم پورته شي نو د جينئ ژوند عذاب شي او Deep Fake خو بيا داسې څيز دی چې هغه د پاکو ميرمنو نه کالي اوباسي ...


ملګرو

 Deep Fake

 يو داسې 

Software

 دی چې په هغې د يو چا د مخ عکس د بل چا په بدن ولګي او دا کار دومره په پخه او داسې طريقه کيږي چې يو ماهر کس هم دا نشي ويلی چې دا وډيو جعلي ده او د دغه وډيو د جعلي يا اصل کېدو پلټنې فقط په فرانزک ليب کښې کيږي ...


اوس زمونږ ټولنه کښې خدای مکړه د يوې جينئ جعلي وډيو جوړه شي او خپره شي نو غېرتي پشتانه خو بيا دا فکر نه کوي چې وډيو جعلي ده که اصل او نه پلټنې کوي او نه د خپلې مېرمنې خبره اوري نو بس د مېرمنې مرک لازم شي...


اوس په دغه حال کښې چې ميرمنه پوهيږي چې زما وډيو راتللو باندې به زما عزت هم ځي او زما ژوند به هم ځي يعني د بدنامۍ په مرګ به مرم نو هغه مېرمنه به څه کوي ؟؟؟


هغه مېرمنه به د جعلي وډيو جوړونکي د 

Blackmailing

 ښکار شي او د جعلي وډيو جوړونکي په لاسو کښې به لوبې کوي نو بيا د وډيو جوړونکي خوښه چی عزت ترې اخلي او که بل څه کار ترې اخلي...


نو تاسو ټولو ته زما يو خواست دی چې په خپلو خپلو کورونو کښې

 Awareness

 جوړ کړئ ، خپل ماشومان او مېرمنې په دې پوهه کړئ چې خدای مکړه تاسو ته چا داسې رقم

 Approach

 وکړل يا کلي مالت کښې کومې ميرمنې ته چا داسې Approach وکړل نو هغه دې دا خبره نه پټوي بلکه د کور مشر دې خبروي ...


د فتنو دور دی نو غېرتي پشتنو ته مې خواست دی چې لږ دا غېرت يو اړخ ته کړئ او اوس جديد فکرونه خپل کړئ ...

#شيراز_خان_مومند



Deep Fake : Deep Fake Video Making Explained In Pashto. Deep Fake Video Technology Explained. Pashto Blog, Pashto Info about Deep Fake Software.

Sheraz Khan Momand.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso