Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Tapa

Pukhto Tappay 2022. New Pashto Sherona.

 Pashto New Tappay 2022. New Pashto Sherona. #ټپې دا چې سندرې مې خوږې دي زه سندربولې ښاپیرۍ ښکول کړئ یمه زمونږه ناسته تر سبا ده چا ته چې مور نارې وهي هغه دې ځینه خوله یې د وینو ډکه راوړه جینۍ په یار پسې بنګړي خوړلي دینه ډکي را ټول که اور پرې بل که زمونږ دستور دی په رڼا خوله درکومه پیره بابا په ډاګ یې ووله په تا تيریږي دیوانا بابا ته ځینه د پیر بابا لارې دې سختې د ګلو لښتې زه پې ستا د پاره ځمه پیره منګول مې په سر نیسه د منګارو مارانو سېل مې په سر ځینه بیګا دې ما سره وعده وه د سپي په غپ پسې به لس پرلانګه تلمه د لیونۍ د کور کُوتریه ساړې ډوډۍ درله په جیب کې ګرځومه ما درته وې چې پېغله وکه پېغله ګنۍ ده بند په بند خوږه لرینه د سیند په منځ کې دې ګل راکړو لاس دې را نکړه ماهیو خوراک دې کړمه تسلي مه راکوه یاره لاسونه راکړه سمندر مې ډوبوینه زما دې څه وکړل چې لاړې نرۍ نرۍ زړګی به ستا راپسې چوینه په ما دې مرګ را پورې نه دی سترګې دې واړوه سوری سوری دې کړمه سترګې دې وې وتلې نه وې چې په مالت دې لویدم نه دې لیدمه ډیوه را واخله رڼا وکړه سبا به وایې چې ما خوب لیدلی وونه ډیوه را واخله خولګۍ واخله زموږ دستو

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki. Lips In Pashto Folk Song, Folk Poetry Tappay. شونډې په ټپو کې شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی لـــکه چـــې واورو کــې د وینې لختي وینه شونډې دې وچې وچې کیږي ښکاري زما د سر جرګې راغلي دینه شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی لـــکه په جــــــام کې د ګـــــلابو پاڼـــــې وینه شونډې دې سرې سترګې دې تورې په څنګ راګورې لېونی درپسې شومــــــه زما دې غاښ په امبور وځي که به مې ستا شونډو ته زور ورکړی وینه شونډې مې تا سیځل سګرټه د زړګي سر مې خپل جانان وسوځونه شونډې شربت دې راته راکړه تږی جانان دې له کابل راغلی یمه یار مې یې په سرو شونډو مین دی زما زړګئ یې نری بـــرېت راتـــــخنوینه یو مې ځواني بل مې ښایست دی بل مې په سرو شونډو پېزوان مزه کوینــــه تا چې په شونډو ژبه کش کړه زما زړګئ درپسې سم وسوځیدونه څه په یو ګوټ خو نه کمیږي شونډې دې ډکې د شرابو کاسې دینه زه چې په سرو شونډو مسکۍ شم د مینانو په زړو بل کړم سره اورونــــه ستا ددې سرو شونډو لپاره زه ننګرهار ته چکري راغلی یمه جانانه ښه دنداسه راوړه شونډې چې سرې شي خامخا مزه کوینه اشنا خپه شو اوس به څه کړم ش

Kachkool Pa Pukhto Tapo Ki. Kachul Aw Pukhto Tapa

 Kachkool Pa Pukhto Tapo Ki Kachkul aw Pukhto Tappay کچکول په پښتو لنډیو( ټپو ) کې ------------------------------------- دملنګۍ کچکول به واخلم څودجانان دیدن ونکړم نه راځمه دملنګۍ کچکوله مات شي چې تا راواخلم دزړه غم مې تازه شینه دملنګۍ کچکوله مات شي چې درپه در دې ګرځوم تش دې راوړمه بيا به دې نوم پر خوله وانخلم ته ماتوې دملنګانو كچكولونه ښه شوه چې ته دخیره راغلې ماپه کچکول پتري وهل درپسې تلمه عشق کچکول په لاس کې راکړ دیار درګاه ته مې دخیر پسې لیږینه کچکول دسترګو مې نیولی که مې جانان ددیدن واچوي خیرونه کچکول دسترګو ورته نیسم زړه مې مین خیرات دحسن ټولومه کچکول دسترګو ورته نیسم چې پکې واخلم دښه حسن زکاتونه کچکول په غاړه قلندریم فقر دیار ددیدن کړم بیرته راځمه کچکوله دړې وړې مات شي چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه نصیب کچکول په لاس کې راکړ زه مساپر شوم اوس خو بل وطن ته ځمه آخربه کند کچکول راواخلم چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه الله دې زر تیاره ماښام کړي چې کچکول واخلم دیار درته ودریږمه یاره کچکول د ې غېږ کی نیسه چې پکی واچوم د مینې ټول حالونه. کچکوله نور می په کار نه یی سوال می قبول شو ژوند

Pashto Tapa With English Translation

 Pashto Tapa. خوب کې راځه خوب کې به درشم یاره په ویښه ناممکن دي دیدنونه Pashto To English Translation of Tapa. " Dear, We Will meet in each other Dreams as it is really hard to see otherwise".  Deedan ( دیدن) Meeting With someone Near And Dear, Seeing or Meeting with Beloved. Pashto Times Tags. Dedan, Tapa, Janan, Dear One, Love Pashto Poetry, English Translation, Pashto to English Translation. Learn Pashto Reading.