Pashto New Tappay 2022. New Pashto Sherona.
#ټپې
دا چې سندرې مې خوږې دي
زه سندربولې ښاپیرۍ ښکول کړئ یمه
زمونږه ناسته تر سبا ده
چا ته چې مور نارې وهي هغه دې ځینه
خوله یې د وینو ډکه راوړه
جینۍ په یار پسې بنګړي خوړلي دینه
ډکي را ټول که اور پرې بل که
زمونږ دستور دی په رڼا خوله درکومه
پیره بابا په ډاګ یې ووله
په تا تيریږي دیوانا بابا ته ځینه
د پیر بابا لارې دې سختې
د ګلو لښتې زه پې ستا د پاره ځمه
پیره منګول مې په سر نیسه
د منګارو مارانو سېل مې په سر ځینه
بیګا دې ما سره وعده وه
د سپي په غپ پسې به لس پرلانګه تلمه
د لیونۍ د کور کُوتریه
ساړې ډوډۍ درله په جیب کې ګرځومه
ما درته وې چې پېغله وکه
پېغله ګنۍ ده بند په بند خوږه لرینه
د سیند په منځ کې دې ګل راکړو
لاس دې را نکړه ماهیو خوراک دې کړمه
تسلي مه راکوه یاره
لاسونه راکړه سمندر مې ډوبوینه
زما دې څه وکړل چې لاړې
نرۍ نرۍ زړګی به ستا راپسې چوینه
په ما دې مرګ را پورې نه دی
سترګې دې واړوه سوری سوری دې کړمه
سترګې دې وې وتلې نه وې
چې په مالت دې لویدم نه دې لیدمه
ډیوه را واخله رڼا وکړه
سبا به وایې چې ما خوب لیدلی وونه
ډیوه را واخله خولګۍ واخله
زموږ دستور دی په رنا خوله ورکونه
لاس مې غوښتو او خوله راکړه
خدایه سخي جینۍ ته ورکړې جنتونه
خالونه ټول د مخ خالونه
د زنې خاله تا د کاره ویسته یمه
خال یې په زنه داسې ښکاري
لکه چې پیو ته لونګ لویدلی وینه
په تشو زور کړمه را پاچم
د جانان غم راته کولمې ریبلي دینه
Pashto Times Pashto Tappay Lyrics Search Increased by 40 % in Last week From 12 December 2021 to 18 December. It Means Pashto Music and Literature lovers also want to read Pashto Tappay Lyrics beside listening and Watching. Pashto Tappay Lyrics Will be Updated regularly with Pashto New Tappay In 2022. Pashto Tappay Lyrics 2022 and 2021
Pashto New Sherona 2022.
Pashto Times. Pashto Tapay 2022. Pashto Tapay 2023. New Pashto Songs 2022. Pashto Songs Lyrics 2022. Pashto Folk Songs. Pashto Tapa, Pashto Sherona 2022, Pashto New Sherona, Pashto SMS, Pashto Sex, Pashto Best Sherona. Pukhto Ghazal 2022.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.