Skip to main content

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki.

Lips In Pashto Folk Song, Folk Poetry Tappay.


شونډې په ټپو کې



شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی

لـــکه چـــې واورو کــې د وینې لختي وینه


شونډې دې وچې وچې کیږي

ښکاري زما د سر جرګې راغلي دینه


شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی

لـــکه په جــــــام کې د ګـــــلابو پاڼـــــې وینه


شونډې دې سرې سترګې دې تورې

په څنګ راګورې لېونی درپسې شومــــــه




زما دې غاښ په امبور وځي

که به مې ستا شونډو ته زور ورکړی وینه


شونډې مې تا سیځل سګرټه

د زړګي سر مې خپل جانان وسوځونه


شونډې شربت دې راته راکړه

تږی جانان دې له کابل راغلی یمه


یار مې یې په سرو شونډو مین دی

زما زړګئ یې نری بـــرېت راتـــــخنوینه


یو مې ځواني بل مې ښایست دی

بل مې په سرو شونډو پېزوان مزه کوینــــه


تا چې په شونډو ژبه کش کړه

زما زړګئ درپسې سم وسوځیدونه


څه په یو ګوټ خو نه کمیږي

شونډې دې ډکې د شرابو کاسې دینه



زه چې په سرو شونډو مسکۍ شم

د مینانو په زړو بل کړم سره اورونــــه


ستا ددې سرو شونډو لپاره

زه ننګرهار ته چکري راغلی یمه


جانانه ښه دنداسه راوړه

شونډې چې سرې شي خامخا مزه کوینه


اشنا خپه شو اوس به څه کړم

شونډې راکړې ما پرې غاښ ولګونه


شونډې مې سرې دي سترګې تورې

سره په نکریزو مې لاسونه خوند کوینه


زه یې سرکو شونډو ته غل یم

وړه نادانه راته شنه له خندا شینه


ماته په سرو شونډو مسکۍ شوه

ورپسې ځم که تر لندنه پورې ویـــــنه


زه په مینه کې قرضدار یم 

په ما سې سرې شونډې بلها خوړلي دینه


اول یې شونډې را ډالۍ کړې

بیا یې را واچول په غاړه کې لاسونه


زه یې د شونډو ارماني یم

هغه ظالمه مې کوڅه کې نه پرېږدینه


شونډو یې داسې مزه وکړه

لکه شیدو کې چې چا شات ګډ کړي وینه


ظالمې دا دې څه عادت دی

چې شونډې سرې کړې بیا په بام کوې سیلونه


چې شونډې سرې مخې ته راشي

بیا په خندا شي رانه تاو کړي سره لاسونه


له ډېره قهره شونډې چیچم

چې راته یاد شي د خواږه اشنا لوظونه


پیزوانه څومره بختور یې

چې جنکۍ دې په سرو شونډو زنګوینه


مسافرۍ کې به اوس څه خورې

په کور دې نه خوړل د سرو شونډو سرونه




Pashto Times Tags For This Blog Post.

Shonday Pa Pukhto Tapo Ki. Pukhto Tapa ki da Shondo zikar. New Pashto Tappay 2022 . Lips and beauty Of Lips In Pashto Tapa. Tapa, A Pashto Folk Song Genre and beauty descriptions. Pashto Tapa Songs Lyrics 2022

نور تاسو ولیکئ

Pashto Times Pashto Tappay Lyrics Search Increased by 40 % in Last week From 12 December 2021 to 18 December. It Means Pashto Music and Literature lovers also want to read Pashto Tappay Lyrics beside listening and Watching. Pashto Tappay Lyrics Will be Updated regularly with Pashto New Tappay In 2022. Pashto Tappay Lyrics 2022 and 2021

Pashto Times. Pashto Tapay 2022. Pashto Tapay 2023. New Pashto Songs 2022. Pashto Songs Lyrics 2022. Pashto Folk Songs. Pashto Tapa, Pashto Sherona 2022, Pashto New Sherona, Pashto SMS, Pashto Sex, Pashto Best Sherona. Pukhto Ghazal 2022.


SEO Pashto Tags.

Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto World. Pashto Pedia, Pashto Wikipedia.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso