Pukhto Ghazal.
Poet. Jan Zada Khattak
بيا طالب شــــوے وظيفـــــو ته مې زړۀ شوے
د چا خوا کښې دوه درې شپو ته مي زړۀ شوے
د لنـــــــډۍ ګــــــؤډې بيـــزې او اطــــې بــطې
خـــوب نن نۀ راځي قصــو ته مــــې زړه شوے
يؤ د هاړ سختـــــه روژه ده بـــــل مزدور يــــم
هنــــــدوانې او هم اوبــــــو ته مــې زړۀ شوے
ماشوم توبــــــه ځه بيا راشـــه يـؤ ساعت لــــه
د بابا دنګــــو اوږو تــــــه مـــــې زړۀ شـــــوے
د اختـــــــر په ورځ په بـــام به راښکــــاره شــې
ستا د يـــــؤ نظــــــــر ليـــدو ته مــې زړه شوے
تعجب مـــــه کــــــوه هغـــــــــه جان خټک يـم
نن څـــــــــه ټوقو مسخـــرو ته مــې زړه شوے
Pashto Times.
Ghaxal. Pashto Ghazal. Jan zada Khattak, Talib, wazifa, Akhtar, Pukhto Qesa, Da Mashomano Qesa. Latest Pashto Mushaira. Shayeri. Nazam aw Ghazal. Tappay aw Baran.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.