Skip to main content

Who Is Abaseen Yousafzai? Yasir Ali Shah Yasir Blog. Abasin Yousafzay

 Who Is Abaseen Yousafzai? Yasir Ali Shah Yasir Blog


ماته اکثر ملګري وائي چې پۀ فیسبک ته اکثر کم لیک  کوې...هغوئ ته زما وړمبے جواب دا وي دومره مطالعه اؤ مشاهده نه لرم چې څۀ علمي لیک اوکړم او دوئیمه خبره دا چې فیسبک څۀ علمي پلیټ فارم نه دے ځکه چې علم یو سنجیده اؤ حقیقي ماحول غواړي اؤ پۀ فیسبک اکثریت دَ غیر سنجیده اؤ مصنوعي خلقو دے پۀ فیسبک هغه سړے هم پۀ علمي اؤ معتبرو خبرو خپله رائې ورکوي چې دَ پبلک لیټرینونو دیوالونه هم د دوئ د فکري غلاظت اؤ شر نه محفوظ نه وي یو وخت داسې وۀ چې د خور مور کنځل به پۀ حجره کښې چاته وشوه نو د حجرې رباب به له غمه څو ورځې خاموشه پروت وه نن د نړیوالې حجرې پۀ مخ(فیسبک)د خپلو اتلانو عزتونه اویزانده کړو اؤ بیا مو ورته خلې چینګې کړې وي دا معاشره پۀ اخلاقي پیمانو مسترده ده اؤ د ژوند د هر علمي اؤ فکري پليټ فارم نه مسترد شوي مخونه پۀ فیسبک د خپل فکري اؤ اخلاقي نحوست مظاهره کوي


نن د اباسین صېب کردارکشی هم پوره درز کښې اوشوه

ما کله هم د اباسین صېب پۀ حواله څۀ پوسټ نه دے کړے اؤ نۀ دَ دومره قریبي تعلق باوجود څۀ خاص تصویرونه لرم

د دې وجه دا وه چې څوک دا وۀنه ګنړي چې ګنې اباسین صېب پۀ اسلامیه کالج کښې دے اؤ  زما به څۀ مفادات وي نو  ځکه رطب السان یم خو نن چې اباسین صېب ریټایرډ شو نو دا شائبه هم لاړه  اؤ بیا چې دَ څۀ کسانو دردېدلې رویې مې اوکتې نؤ مجبوره شوم چې  د خپل ما فې الضمیر اظهار اؤکړم


اباسین صېب سره زما وړمبے ملاقات پۀ کال ۲۰۰۸ کښې شوے وۀ اؤ بیا د ناستې پاستې دا سلسله دومره اؤغزېده چې د ریډیو نه مې ورسره یؤ ځائې پروګرام شروع کړو اؤ هغه پروګرام لا تر اوسه جاري دے 


چې هفته کښې زمونږ درې ګنټې ناسته د کلونو کلونو راهسې پۀ باقاعدګۍ سره کیږي اؤ ما یې دَ شخصیت"افغانیت خواږه دَ ډېر نردې نه اوکتل

یؤ ځل پروګرام کښې د کاروان صېب نظم 

"زمونږ د کلي هغه دنګه جینۍ!"

 مونږ پروګرام کښې د شاه ولي استاد پۀ اواز شامل کړو

نو د نظم  اؤرېدو سره اباسین صېب پۀ ژړا شو 

اؤ پۀ سلګو شو '' مرۍ یې غریو اونیوه

زمونږ د موسیقۍ انچارج هم راغے اؤ د اباسین صېب سلګۍ لا جاري وي اؤ پۀ غریو نیولي اواز یې اوئیل

چې دَ کاروان صېب  دې نظم ماته دَ افغان د ډولۍ ډولۍ پیغلو جنازې جنازې اؤ زولن زولن ژوند  رایاده کړه

څۀ پۀ ګرانه مونږ هغه پروګرام سر ته اورسولو

اؤ د اباسین صېب هغه اوښکې ماته نن هم رایادې شي کله چې دَ کاروان صېب دا نظم واورم


دَ افغانیت دغه احساس سره سره سخاوت هم د اباسین صېب د زات خاصه ده 

یؤ ځل مشاعره کښې اباسین صېب اؤ مونږ ټولو ته پېسې راکړے شوې واپسۍ کښې چې ګاډي کښې کښېناستو نو

اباسین صېب هغه د پېسو  لفافه شاته راویشته 

وئیل واخلئ زما پۀ دې پېسو چیري بیري اوکړئ

ما سره شاته یؤ نوموړے شاعر ناست وۀ

نن زمونږ هغه ملګرے ښۀ افسر شوے اؤ ژوند یې ودان شوے

خو هاغه ورځو کښې دَ ډېر سخت وخت سره مل وۀ

هغه پېسې اباسین صېب هغه له ورکړې 



زۀ ډېر کشران پېژنم چې نن لوئې مقام ته رسیدلي خو سخت وخت کښې اباسین صېب هغوئ سره مالي مرسته کوله

اؤ نن هم دَ اباسین صېب دا معمول دے

اباسین صېب پلن جامې اؤ پلن لستونړي کوي ډېر ځل دغه لسټونړو کښې ماران هم راننوتي اؤ اباسین صېب له یې ښۀ ټکونه ورکړي


خو هغه ماران اباسین صېب معاف کړي اؤ ما ترې چرې هم د هغه مارانو پۀ حواله سپکه لهجه اؤ غیبت نۀ دے اؤرېدلے 

یؤ ځل یؤ داسې شاعر وفات شو چې همېشه هر محفل کښې یې دَ اباسین صېب بد وئیل خؤ د هغه پۀ وفات دَ ریډیو پروګرام کښې اباسین صېب دومره درد سره خبرې اؤکړي

چې زۀ پۀ زړۀ زړۀ کښې د اباسین صېب د عظمت قایل شوم

زما د پي ایج ډي سلسله کښې ماته د افسانو څۀ کتابونو پکار وو نو

د باچاخان يؤ نام نهاد پېروکار ته مې ووې 

چې دَ پښتونولۍ ډېر لویه دعوه کوي

راته یې وئیل سمه ده 

راشه زۀ به دا دا کتابونه لوستو له درکړم

خو پۀ نن سبا کښې راله هغه شخصیت زړه شین کړو اؤ اخر کښې منکر شو

اباسین صېب نه مې یؤ څو کتابونه اؤغؤښته 

ؤئیل سبا راشه

پۀ سبا  ورغلم سخته ګرمي وه

د اګست میاشت وه   

ونې لکه دَ بُتانو نېغې ولاړې وې

اباسین صېب خوله خوله وجود باندې کتابونه راغونډ کړي وو

پۀ دوړو یې جامې ګنده شوې وې اؤ

د ډسټ الرجي له وجه به پۀ ټوخو هم وۀ

وئیل باچا سلامت

دا کتابونه خو زیات دي 

تا ته به اؤړه ګران وي 

ګآډے یې راویستو اؤ سټیشن پورې یې مخکښې کړم

پۀ ټوله لاره زۀ ډېر زیات شرمنده وم 

چې اباسین صېب له مې ډېر لوې تکلیف ورکړو

پۀ ریډیو چا د نېغونېغو خبرو اؤ سپین سپین تاریخ سوچ هم نه شو کولے خو دَ پښتونخوا ریډیؤ بۀ لار یې د افغانیت اؤ "باچاخانۍ هغه خبرې کړي دي چې نن یې هم بلها اؤریدونکی ګواه دي

تیره ورځ یې هم دَ ریډیو پروګرام کښې پۀ جار وۀوئیل چې د شناختي کارډ د قام پۀ خانه کښې افغان لیکئ اؤ لیکل پکار دي

د پښتو پۀ بحث کښې ما دوئ دَ یو بیوروکریټ سره پۀ دومره اوچت اواز لیدلي چې دومره غصه کښې دوئ ما چرته هم نه وو لیدلي

د یو غریب شاعر سره سره پټ پۀ پټه

 لاس امداد کول یې یو بله خوبي ده

پۀ سوونو ځل ما اولیدو

اؤ نن هم یؤ داسې غریب شاعر پېژنم چې دَ کور انغرے یې د اباسین صېب له کبله چلیږي

د اباسین صېب صرف اواز"اؤ وجود دروند نه دے بلکه هغه لا خداے کردار هم داسې دروند ورکړے 

چې دومره باکرداره خلق ما ډېر کم لیدلي

""زۀ یې چا لره وهم قدر یې چا ذده""n


Who Is Abaseen Yousafzai. Retirement Of Dr. Abaseen Yousafzai. Pashto Blog about Dr. Abasin Yousafzi. Life And Work Of Abaseen Yousafzai. 

RJ Yasir Shah Yasir Column About Abaseen Yousafzay. Pashto Times Pashto Who Is Who Blogs.
Who Is Abaseen Yousafzai. Retirement Of Dr. Abaseen Yousafzai. Pashto Blog about Dr. Abasin Yousafzi. Life And Work Of Abaseen Yousafzai. 

RJ Yasir Shah Yasir Column About Abaseen Yousafzay. Pashto Times Pashto Who Is Who Blogs.

Who Is Abaseen Yousafzai. Retirement Of Dr. Abaseen Yousafzai. Pashto Blog about Dr. Abasin Yousafzi. Life And Work Of Abaseen Yousafzai. 

RJ Yasir Shah Yasir Column About Abaseen Yousafzay. Pashto Times Pashto Who Is Who Blogs.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso