Skip to main content

Posts

Showing posts with the label pukhto shayeri

Mumtaz Orakzai Pukhto Ghazal. Dua Khudaya

 Mumtaz Orakzai Ghazal. Khudaya خــدايه! پۀ دې دنيـا جنت ورکړه چې موږ نۀ وژني دې مــــزدورانو ته اجرت ورکړه چې موږ نۀ وژني افغانـــــــــــــــستان تـــه ورته را وله د حورو رمې سم يې ماړه کړه دا لذت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د کـــونړ سيــــند کړه ورته سيند د مستو سرو شرابو او بيا د څـــــــــښلو اجازت ورکړه، چي موږ نۀ وژني دوی ته بنـــــګلې ورکړه، موټرې ورکړه هر څۀ ورکړه دوی تــــــه ډالرو کې دولت ورکړه چې موږ نۀ وژني د مــــياشتې، میاشتې نا، د ورځې پۀ معاش يې ساته رحيـــــــــمه! خدايه قناعت ورکړه، چې موږ نۀ وژني دوی بصـــــــــــــــارت او بصيرت نۀ غواړي، څۀ يې کوي دوی ته ښکاره عيش او عشرت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د ګناهـــــــــــــــګار ممتاز دعا ده، آمين څوک ووايي؟؟ ربــــــــــه هر څۀ پۀ خپل قدرت ورکړه چې موږ نۀ وژني ممتاز Pashto Times Tags. Mumtaz Orakzay Pukhto Ghazal. Dua By Mumtaz Orakzai. Khudaya Nazam By Mumtaz Lala. Pashto Dua. Mumtaz Orakzai Kalam about Afghanistan. Afghanistan ta dua. Pray for Afghanistan. Ghazal. Pukhto Dua Shayrri. Pashto Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai 2022 Puk

Tori Zulfay Speen Rukhsar Wah. Pashto Ghazal 2020

 Toray Zulfay, Speen Rukhsar Wakh. نرمه غيږه د خپل يار وخ تورې زلفې سپين رخسار وخ نيمه شپه اسمان کې ستوري د بلبل نغمه چغار وخ د وصال توره يلدا شپه زه او ته دواړه بيمار وخ زه نهار د سرکو لبو ستا توبې او ستا انکار وخ په وريښمين وريښمين ټټر کې ګلابونه د بهار وخ د شرابو ډک جامونه سترګو سترګو کې ديدار وخ د چا پلار به ورته ټينګ شي نری ملا ځواني  چينار وخ پښتنی د جنت حورې تور کاکل يې تار په تار وخ ميخانې ته مې ژر بوځه په ممبر کې يم خمار وخ ستا نازونه اداګانې چاودې شونډې د سيار وخ Pashto Times, Pashto Ghazal. Pashto Poetry 2020 lyrics. Pukhto Shayeri Ghazal, zulfi, Zulfan, Rukhsar, Mekhana, Khumar, Qatar, bulbul, Chinar .

Jenai Darbandi Mra da. Pashto ghazal 2022

 Jenai Darbandi Mra da. Pashto ghazal غـزل پـریـذاده! ښــاپیــرۍ دربـانــدې مــړه ده یوه ښکلې شـان جینۍ دربانـدې مـړه ده ټــولــه شپـه پــۀ بــام ولاړه وې درګــورې  د اسمان سپېنه سپوږمۍ درباندې مړه ده تــۀ د خـپـل حــسن له زوره  خـبـر نــۀ یـي سـوات هلکـه پېښـورۍ دربـانـدې مـړه ده د شـپیلــــۍ د غــــږؤلــو ټــول کـمـال دے. چې د غـرۀ هره شپونکۍ درباندې مړه ده بس یو زۀ نادان دي ځان ته رجوع نۀ کړم  څــۀ چې ټولــه دنیاګـۍ دربـانـدې مـړه ده. ــــــــــــــ صالح نادان Pashto Times. Pashto Ghazal Poetry. Pekhawrai, Swat, Halak, Saleh Nadan.

Che Me Woleday Da Sta Stargay Khonkhari. Khushal Baba

 Khushal Baba Ghazal. Pashto Poetry lyrics. چې مې وليدې داستا سترګې خونخوارې چې تر اوسه لا ژوندې يم شکر بارې په ياريه به دې هيښ وي چې غلط شي  چې څلور پيسې لري دهغه يارې  مايوه دزړه په غوره ده نيولې که هرڅو په جهان ډېرې شي نګارې وې يې څو لرې ګيلې زما په زړه کې تر حساب وتر کتاب تېرې بېشمارې  دمېږي چې وزر نه وي هومره ښه وي قباحت دی تجاوز له خپلې چارې  اوس به ولې په غلا،غلادمينې کارکړم چې په حال مې خلقې شوې خبر دارې په خاطر به دې قراره قراري وي  که دا خپلې سترګې ونيسې قرارې بې اثره به دا اوښکې پاتې نه شي چې مې ورځ او شپه په مخ ځي لارې لارې نه يوازې دلاله په زړه کې داغ دی په دا باغ کې سينې ډيرې دي داغدارې په خوشال يې عندلیب غوندې اور بل کړ چې پلو له مخه واخيست ګل رخسارې دخوشحال خان خټک بابا کلیات ۳۱۹ مخ Pashto Ghazal Of Khushal Khattak Baba. Book Name Da Khushal Khattak baba Kulyat page 319. Pukhto classic Shayeri. Ghazal Lyrics