Khushal Baba Ghazal. Pashto Poetry lyrics.
چې مې وليدې داستا سترګې خونخوارې
چې تر اوسه لا ژوندې يم شکر بارې
په ياريه به دې هيښ وي چې غلط شي
چې څلور پيسې لري دهغه يارې
مايوه دزړه په غوره ده نيولې
که هرڅو په جهان ډېرې شي نګارې
وې يې څو لرې ګيلې زما په زړه کې
تر حساب وتر کتاب تېرې بېشمارې
دمېږي چې وزر نه وي هومره ښه وي
قباحت دی تجاوز له خپلې چارې
اوس به ولې په غلا،غلادمينې کارکړم
چې په حال مې خلقې شوې خبر دارې
په خاطر به دې قراره قراري وي
که دا خپلې سترګې ونيسې قرارې
بې اثره به دا اوښکې پاتې نه شي
چې مې ورځ او شپه په مخ ځي لارې لارې
نه يوازې دلاله په زړه کې داغ دی
په دا باغ کې سينې ډيرې دي داغدارې
په خوشال يې عندلیب غوندې اور بل کړ
چې پلو له مخه واخيست ګل رخسارې
دخوشحال خان خټک بابا کلیات ۳۱۹ مخ
Pashto Ghazal Of Khushal Khattak Baba. Book Name Da Khushal Khattak baba Kulyat page 319. Pukhto classic Shayeri. Ghazal Lyrics
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.