Toray Zulfay, Speen Rukhsar Wakh.
نرمه غيږه د خپل يار وخ
تورې زلفې سپين رخسار وخ
نيمه شپه اسمان کې ستوري
د بلبل نغمه چغار وخ
د وصال توره يلدا شپه
زه او ته دواړه بيمار وخ
زه نهار د سرکو لبو
ستا توبې او ستا انکار وخ
په وريښمين وريښمين ټټر کې
ګلابونه د بهار وخ
د شرابو ډک جامونه
سترګو سترګو کې ديدار وخ
د چا پلار به ورته ټينګ شي
نری ملا ځواني چينار وخ
پښتنی د جنت حورې
تور کاکل يې تار په تار وخ
ميخانې ته مې ژر بوځه
په ممبر کې يم خمار وخ
ستا نازونه اداګانې
چاودې شونډې د سيار وخ
Pashto Times, Pashto Ghazal. Pashto Poetry 2020 lyrics. Pukhto Shayeri Ghazal, zulfi, Zulfan, Rukhsar, Mekhana, Khumar, Qatar, bulbul, Chinar
.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.