Jenai Darbandi Mra da. Pashto ghazal
غـزل
پـریـذاده! ښــاپیــرۍ دربـانــدې مــړه ده
یوه ښکلې شـان جینۍ دربانـدې مـړه ده
ټــولــه شپـه پــۀ بــام ولاړه وې درګــورې
د اسمان سپېنه سپوږمۍ درباندې مړه ده
تــۀ د خـپـل حــسن له زوره خـبـر نــۀ یـي
سـوات هلکـه پېښـورۍ دربـانـدې مـړه ده
د شـپیلــــۍ د غــــږؤلــو ټــول کـمـال دے.
چې د غـرۀ هره شپونکۍ درباندې مړه ده
بس یو زۀ نادان دي ځان ته رجوع نۀ کړم
څــۀ چې ټولــه دنیاګـۍ دربـانـدې مـړه ده.
ــــــــــــــ
صالح نادان
Pashto Times. Pashto Ghazal Poetry. Pekhawrai, Swat, Halak, Saleh Nadan.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.