دنداسه او په پښتو لنډیو ( ټپو) او شعرونو کې یې یادونه --------------------------------------- دنداسه د غوزانو ( چارمغز) د ونې پوستکی دی ، ددغې ونې پوستکی ددغې دونې د ډډونو نه پرې کیږي او بیا ددغې ونې دنري پوستکي په وسيله ښځې او نجونې خپل غاښونه پاکوي او شونډې پرې سري کوي. کليوالي ښځې او نجونې د دندانسې نه دشونډو دسروکولو او دغاښو د کريم کار اخلي او څرنګه چې يو ډول حامضيت یا ا سیډیک خا صیت لري نو غاښونه ډېر ښه سپينوي . پخوا به دهغو سیمو خلکو چیرته چې د غوزانو ونې پکې شته د خپلو کليو او باڼدو نه له ځانه سره دنداسه ښارونو ته وړله او خرڅوله به یې . پښتنو ښځو به ترخه دنداسه خوښوله او علت یې داو چې په ترخې دنداسې غاښونه په سمه توګه پاکيږي او له دې سره هغه خپل رنګ هم په شونډو تر ډيره وخته پوري پاتي کوي۔ پښتنوميرمنو او نجونو په خپلو خوشالیو، ښادیو او اختر ونو په ورځوشپو کې دنداسه کاروله خپل غاښونه به یې پرې سپینول او خپلې شونډې به یې پرې سرې کولې . نن ورځ چې دغاښونو کریمونه (toothpaste ) یازارونو او مار کیټونه ته راوتلي دي نو دنداسې هم خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی او ډیر لږ ې ښځې او نجونې یې کار
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.