Azmat Khan
ایمل خان مومند
په 1669 کې ده روښناېي تحریک یعنې ده پیرروښان ده تحریک پای او ده ایمل خان ده تحریک پیل ورته ویلی وشو ایمل خان ده روښاني تحریک ده مړ اوور یوه سپرغۍ وه چې یو ځل بیا ترې مغولو ته لمبي جوړې شوي. ایمل خان ده ازاد ریاست اعلان کړی و خپله سیکه ېي جارې کړې وه .مغولي تاریخ لیکونکې ده سېکي سره ده خطبي یادونه هم کوي.ایمل خان ده مغلو پر ضد ده یو ازاد ریاست اعلان وکړو
مغلي حکمران محمد امین او ده هغه نایب حسین بیګ چې خوشال خان خټک هم ورسره و هغه وخت ده مغولو یو څو سپایانو ده یوي صافۍ تورسرې بیعزتي وکړه او ساپو هغه مغولي سپایان مړه کړل او حسین بیګ ترې ده مغولي سپایانو ده قاتلانو غوښتنه وکړه خو ساپو ورنه کړل او مغلو په دغه وجه ساپو سره جنګ وکړو ساپي ېي ډیر بي ګناه مړهٔ کړل نو ایمل خان جرګه ورلیږله او ساپی قام سره ېي ملاتړ وکړو او په حسن بیګ ېي بیا حمله وکړه او هغه ته ېي ماتې ورکړه
محمد امین ده حسین بیګ له ماتې خبر شو په 1672 کې ده ژمې وتلو نه وړاندې هغه یو لوي لښکر ده هاتیانو .توپونو .شاهي خزانو او ده حرم ده ښځو په شمول تیار کړو او کابل ته روان شو دغه لښکر کې ورسره ده اورکزیو ګڼ شمیر ملکانان ،خوشال خان خټک ،ملک ارباب،او مستجاب مومند هم محمد امین خان سره شامل و محمد امین غوښتل چې لاره کې ساپو او مومندو سره جنګ وکړي او ده حسن بیګ ده ماتې غچ ترې واخلي
ایمل خان ده مغولو له ارادي خبر و په اپریدو شینوارو او ېي غږ وکړو چې ده جمرود لاره وتړي ایمل خان خپل ده مومندو لښکر هم جمرود طرف ته بوتلو او جمرود کې ده یو لوي لښکر مشري دریا خان او ایمل خان په ګډه کوله. کله چې محمد امین خبر شو چې لاره ایمل او دریا خان نیولې نو لومړی ېي خوشال خان خټک سره مشوره وکړه چې باید څه وکړو ؟
خوشال بابا ورته ویل باید له جنګ نه ډډه وشي خو محمد امین پیغور ورکړو چې کله بندي وې ما ستا لپاره سفارسونه کول خو خوشال بابا هم له مغلو نور زړه پوخ و او محمد امین هم ارباب خان او مستجاب ېي جرګه ولیږل چې ده دري لاره خلاصه کړي ګنې ښه به درله نه وي خو ایمل خان و دریا خان ورسره ونه منله مغلو بیا خپل زور نه کار اخستلو چې زور پرې ورځو خو کله چې ده لواړګي لنډې خاني کې تنګې ته ورسیدل نو پښتنو دغه لښکر ایسار کړو او تاریخي ماته ېي ورکړه محمد امین ده پاتې مات ګوډ لښکر سره ده تاتاري ده غرهٔ په لار پیښور ته ده بیرته تلو کوشش کولو خو ده تاتاري په غرهٔ ورته هم پښتانه ناست و او هغه پاتې لښکر ېي هم ورله مات کړو او محمد امین ده څلورو مغل وفاداره اپریدو په مرسته له دغه ځایه وتښتیدو. او ده محمد امین مور خور او لور ېي سره له خزانو پښتنو ته پاتې شول
ده دغه جنګ ده مړو شمیره ده خوشال بابا مطابق څلویښت زره مغل و چې پکې ده محمد امین ځوي عبدالله او ده خور میړهٔ ېي مرزا سلطان هم و. مغول په دي سخت غصه او خفه شول او ده ایمل خان مومند لښکر ېي ده ختمولو اراده وکړه
ده دي پیښې نه پس اورنګزیب یو سیک کمانډر جسونت سنګ او شجاعت خان ېي جمرود ته راولیږلو. جسونت سنګ جمرود کې ایسار شو خو شجاعت خان صبر ونه کړو او ډیر په کبر سره ېي ده مومندو لښکر ده ماتولو لپاره له جمرود نه دمومندو ګنداو ته روان شو چې کله ده کړپي غر ته ورسیدل نو کڅي ګنداو په یوه دره کې پرې شپه راغله ده شپي ډیر زیات باران هم و او ورسره ده ژمې ساړهٔ او هوا هم لګیدله ده باران اوبو مغلو له خیمي او کالي لامدهٔ کړل او دغه وخت کې پرې ده غرهٔ له دواړه طرفونو ده ایمل خان مومند لښکر حمله وکړه ده ژمي شپه وه تیاره وه او ناڅاپي حملي ده مغلو زړونه ویستل او په دغه حمله کې شجاعت خان مړ شو او پاتې لښکر ېي هم ده ایمل خان ده تورې خوراک شو کله چې مغل حکمران خبر شول غوسه ېي لا ډیره شوه اورنګزیب ده راجپوتانو لښکر راولیږلو او جسونت سنګ ېي هم ده شجاعت خان ده پاتې کار لپاره ولیږلو او جسونت سنګ ته ېي حکم وکړو چې ده مومندو لښکر ختم کړه بیا راستون شه خو ایمل خان دغه لښکر ته هم ماته ورکړه او جسونت سنګ پیښور ته په تیښته بریالی شو
دغې پیښې نه پس مستجاب مومند او ارباب خان هم مغلو په دي تور مړهٔ کړل چې تاسو زموږ ده لښکر جاسوسي کړې قام او بادار ته مختورن دوه کسان ېي هم مړهٔ کړل دغه وخت مغل له غوسي نه دغه رنګ کارونه کول لاچاره شول زور ېي مات شو
اورنګزیب محمد امین لرې کړو او مهابت خان ېي بیا ګورنر وټاکلو اورنګزیب ګمان کولو چې ده ایمل خان لښکر یواځې مهابت خان ارامولی شي .مهابت خان خوشال بابا ته خط ولیږلو خو خوشال خان ورته پاک انکار وکړو او ځواب ېي ورکړو چې نور له مغلو ستړی یم نن نه پس مې ستاسو ملګرتیا پریښوده هم دغه وخت خوشال بابا ،ده افغان په ننګ توره وتړله ،او وروسته ېي ده اپریدو په سیمه ډیر جنګونو کې ایمل خان او دریا خان سره ګډه برخه اخستې او هم دغه په نوښار کې هم خوشال خان او ایمل خان هم په شریکه جنګ کړی و دغه رنګ ده مغلو خوب هغه رنګ خوب پاتې شو
وروسته له دي مالومه نه ده چې ایمل خان په خپل مرګ که په جنګ کې مړ دی خو قبر ېي نن هم لعلپوره چکنور کې دی همدا راز په هزار ناو کې ېي ده ایمل خان او وروڼو باور خان او فتح خان لمسیان ژوند کوي
روح ېي ښاد یاد ېي تل پاتې !
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.