خط پر مخ دصنم راغی
که سپو ږمۍ شوه په هاله کې
دا یې غاښ په خوله کي زیب کا
که ژاله شوه په لاله کې
هسی رنگ سحر او جادوکړي
په نظر د شهلا سترگو
نه يی سیال په هند کې شته دی
نه ثانی په بنگا له کې
لکه ونښلي مرغۍ
په سست دام د سلو لومو
هسې رنګ پریشانه زلفو
کښیو یستم په کشاله کې
دا زماله غمه شین زړه
پکې خیال دیار د شونډو
هسی رنگ زیب وزینت کا
لکه می په شنه پیاله کې
ماویل عین ګڼه گل دی
دغنچې په لمن نغښتی
که مې کوت یو گل اندام و
پروت په سبزه دوشاله کې
سر تر پایه غم دهجر
لکه نی سوری سوری کړم
ځکه یم مدام دا هسی
رنګ په آه او په ناله کې
که یار غواړی هومره ژاړه
څو درځي عبدالحمیده
دا په داچې در مونده شي
په دریاب نه په ناله کې
(حمید بابا )

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.