دآسترالیاځایی ( بومي ) او اصلي اوسیدونکي ابروجینیان
(Aborigines)
(ابروجینیان) دآسترالیا بومی او ځایی اوسیدونکی دی چې دتیرو پنځوسو یا شپیتو زرو کلونو راهیسې په دغه هیواد کې ژوندکوی.دوی تورې څیرې ، خیرن مخونه ، ګاړګوټي ویښتان،پلن سرونه اوپیتې پوزې لري. دو ی پخوا معمولا په ځنګلونو کې اوسیدل او یا به یې په ځنګلونو کې دلرګیو او دونو دپاڼو او څانګو نه ځانته کوډلې جوړې کړې وي او د کبانو او نورو ژوو په ښکار سره به یې ژوند کاوه .ددوی دښکار وسایل نیزې ، مچنوغزې او چاکوګان وو.دوی د۲۵۰ په شاوخوا کې بیلابیلې ژبې او لهجې درلودلې.دوی په بیلا بیلو قبیلو ویشل شوی وو او دمذهبی پلوه دوی په (Dream Time ) عقیده لری او وایی چې زموږ نیکونو او ددوی ارواګانو دانړۍ پیداکړې ده .
ورو سته چې په ( ۱۷۸۸) زیږدیز کال کې انګریزان آسترالیا ته راغلل نو دوی دانګریزانو سره ډیرې جګړې وکړې . انګریزانو ددوی نه په استرالیا کې ځمکې واخیستلې ، ددوی ماشومان یې دمیندو او پلرونو نه په زورسره جلا کړل او ان دوی یې دآسترالیا دهیواد دتابعیت نه محرومه او بې برخې کړل . دانګریزانو سره په جګړو کې د دوی ډیر شمیر ووژل شول او ډیر شمیر یې بندیان شول .
څو کلونه وړاندې دابرو جینیانو او د استرالیا حکومت ترمینځ دپخلاینې تړون لاسلیک شو او دآسترالیا حکومت ددوی نه دهغوکړو وړو لپاره بخښنه وغو ښتله چې په تیرو وختونو کې یې ددوی پر خلاف کړي وو. ابرو جینیا ن دآسترالیا دهیواد درې سلنه وګړي جوړوي . باید وویل شي کله چې ۱۶۰ کلونه وړاندې یو شمیر پښتانه کو چیان آسترالیا ته راغلل او د اورګاډي دپټلیو او دتلګراف دمزو په غزولو کې یې دلته کارونه کول هم دآسترالیا دسپین پوستو او تور پو ستو بومي ابروجینی میرمنو سره یې ودونه کړي وو. زه به تاسو ته هغه ویډیو شریکه کړمه چې ( سټولن جنریشن ) نومیږی اوتاسو به پردوی باتدې دانګریزانو ظلمونه لیدلای شئ . په لاندیني انځو رونو کې دآسترالیا دابرو جینيانو یابو مي خلکو څو انځورونه

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.