ا فغاني اوښبانه( اوښ والا) کله د
استر اليا هیواد ته تللي وو؟
------------------------------------------------------
داستراليا لويه وچه هغه ستر هېواد دی چې دبېلا بيلو تو کمونو خلک پکې ژوند کوي . استراليا ته د افغانانو د راتګ بهير له نن نه 182 کلونه وړاندې پيل شوی دی يعنې په ١٨٣٨ زيږديز کال کې٠ د استر اليا په تاريخ کې راغلي دي:که څه هم استراليا ته دلو مړ نيو افغانانو شمېر چې پخوا راغلي وو له ٣٠٠٠ زرو تنو نه زيات نه وو،خودوی دتيلګراف د مزو په غزولو او هم دجنو بي استراليا داډيليډنه د شمالي استراليا تر داروين پورې داورګاډي دپټلۍ په غزولو کې دقدر وړ خد متونه وکړل٠ دغو او ښبه پښتنو دخپلو او ښانو په مر سته چې دصحرايي کښتۍ حيثيت يې درلودډېرو ليرو سيمو ته لارې پر انيستلې،خو له بده مر غه هغه پياوړی رول چې په هغه وخت کې دغو افغا نانو تر سره کړ داستراليا تا ريخ هغه له پا مه غو رځولی دی٠
انګريزانو دڅه مقصد لپاره دغه پښتانه او ښبه( اوښ والا) استر اليا ته راو ستل؟
لکه چې دمخه وويل شول دغه اوښ والا پښتانه ددوه مهمو موخو لپاره انګر يزانودخپلو او ښانو سره دلته راوستل :
۱- چې دتيلګراف مزي پرې وغځوي٠
۲- چې داورګاډي دپټلۍ په غځولو کې له دوی نه کا ر واخلي٠
دلته دا سوال او پو ښتنه را مينځ ته کيږي چې دوی يې ولې داوښانو سره دلته را وستل؟
ددې وجه داوه چې 182کلونه وړاندې ګاډي او مو ټر نه وو او انګر يزانو ددوی داوښانو په ذريعه بارونه له يوې سيمې نه بلې ته ليږدول،ځکه او ښان درانه بارونه وړي او داستراليا په څېر ګرم هيواد کې چې سو ځوونکې دښتې لري دغه اوښان دتندې په وړاندې هم مقاو مت کو لا ی شي٠
انګريزانو دغه اوښ والا پښتانه له کو مه ځايه دې هيواد ته را وستل؟
تاسو ته پته ده چې په هغه وخت کې پر هند با ندې انګر يزانو حکو مت کاوه او پا کستان خو لا بيخي جوړ شوی هم نه و اواستراليا هم دانګريزانو له خوا نيول شوی و نو دوی دپيښور، کابل ،کند هار ،کوئيټې او کر اچۍ کې ځينې پښتانه او ښبه دې ته وهڅول چې دوی استراليا ته دخپلو او ښا نو سره راولي چې همداسې وشول ٠
دااوښبه پښتانه څوک وو؟
دپښتنو بيلابيل کو چي قو مو نه وو چې سليما نخيل، کا کړ، شيراني، اڅکزي،خروټي،توخي،ميانه،ترين،بابړ،دفتاڼي،ناصراوناغر ول٠ چې په کښتيو کې يې دکراچۍ له بندره ددوی داوښا نو سره دلته را وستل البته دغه داوبو سفر دوه او يا هم درې مياشتې وخت نيوه٠
دغه خلک داستر اليا په کو مو سيمو کې ميشته شول؟
دجنوبي استر اليا په اډيليډ، دلويديزې استراليا په فريمينټل،پورټ اګو ستا، او همداراز په نيوز ساوت ويلز، کوينز لنډاو داستراليا دشمال په اليس سپرنګز کې ميشته وو٠
ددوی د کلو نو مونه دادي: مري، ارينا،اودناداتا،بيلتانا،نارمنټن،کال ګورلي، بروکن هيل،کول اردي،ماربل بار،ويلونا،ميکاتانا،پورت هډلينډ،ويندم،امبر تانا٠
ددوی مشهورکسان: دوست محمد خان، عبدالقدير،محمد صالح، کندهاری کو چی ملا مهربان چې خلکو ورته درناوی کاوه او يور وحاني مشر و،عبدالولي،غني خان،فضل احمد،فيض محمد،تاج محمد،محمد علم ،بيجا،فيصل احمد،فيض محمد،عبدالواحد،زيني خان،ملا سيد عمر،مظلوم شاه،محمد رحيم،ظريف خان،بای خان، ګل ولي،عبدالقدير،ګل محمد ، علي اکبر ،خانزاده ٠
دغو پښتنو په آسترا ليا کې نور کوم کارونه کړي دي؟
دوی دې تر څنګ چې دتيلګراف او داور ګا ډو په پټليوکې يې کارونه کول داو ښانو سوداګري او تجارت يې هم کاوه٠ دوی په استرالياکې ډېر جو ماتونه هم ودا ن کړي ديلکه دبروکين هيل جومات، دجنوبي استراليا داډيليډ جامع جومات، دلويديزې استراليا دپرت دښار جامع جو مات٠
بايد زياته کړو چې دغه اوښبه چې شمېر يې درې زرو تنو ته رسيده ځينو يې دسپين پوستو اروپايي ښځو سره او ځينو يې هم ددې ځای د بومي اوسيدونکو يا ابروجينيانو سره ودونه وکړل،خو له بده مر غه او لاده يې داستراليا په ګڼ ملتيزه ټولنه کې داسې ګډوډ شوي دي په پښتو نه پو هيږي او خپل کلچر، ژبه ،دودونه او ان خپل مذهب يې هم له لاسه ور کړی دی٠
هغه او ښان چې دوی دلته راوستلي وو نسل يې دومره زيات شوی دی چې شمېر يې څه کم يو مليونو ته رسيږي٠

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.