Skip to main content

Bacha khan, ghaffar khan market in New Dehli india

دهند په پلاز میینې( پایتخت) ډيلي کې دباچاخان په نامه
یو بل مارکیټ چې ( غفار مارکیټ ) یې بولي
آغلو او ښاغلو لو ستونکو !
ماتاسو ته پرون په نوي ډیلي کې د(خان مارکیټ ) درو پيژاند چې دباچاخان دنامه له کبله په خان مارکیټ سره شهرت لري .
داځل تاسو ته هغه مارکیټ درپيژنمه چې ډیر مشهور دی او غفار مارکیټ نومیږي . هندیان دهغه درناوي له کبله چې دپښتنو دستر مشر خان عبدالفغار خان بابا ته یې لري نو دغه مارکیټ یې هم دده په ویاړ جوړ کړی دی او په ( غفار مارکیټ ) سره یې نو مولی دی.
دغه مارکیټ چې په (۱۹۵۲ ) زیږدیز کال کې ودان شوی دی دزاړه ډهلي په یوه مشهوره سیمه کرول باغ ( قرول باغ ) کې مو قعیت لري .
غفار مارکیټ (۵۰۰) هټۍ ( دوکانونه ) لري چې پکې زیاتره الکټرونیک سامانونه لکه مو بایلونه . کمپيو ټرونه ، ټلویزیونونه ، کیمري ،ایر کنډیشنونه اونور ډول ډول الکټرونیک سا مانونه پلورل کیږي .
دغه مارکیټ ته هره ورځ په زرګونو کسان ور ځي او خپل الکټرونیک سامانونه له همدې مارکیټ نه اخلي .
دغه مارکیټ په اونۍ کې شپږ ورځې پرانیستلی وي ، خو د دوشنبې په ورځ بیا بند او تړلی وي .
تاسو په لاندنیو انځورونو کې دغفار مارکیټ ځینې انځورونه لیدلای شئ 



Bacha khan Market india
Bacha khan bazar new dehli

Pashto Times

Comments