دهند د پښتون واکمن المتوکل علی الرحمن
بهلول لودي (۱۴۵۱-۱۴۸۹ ز یږدیز /میلادي )غوره صفتونه اوځانګړتیاوې
--------------------------------------------------------------------
دهند پښتون واکمن سلطان بهلول لودي په هند کې دلودي پښتنو د شاهی کورنۍ بنسټ ایښودونکی دي .دی دپښتنو دلودي ټبر نه و . موریې هم شاهو خیله لودي پښتنه وه . دهند په تاریخونو کې ددغه عادل اومیړني سلطان په اړوند داسې راغلی دي :
کله چې بهلول لودي د۸۵۰ لیږدیز/هجري کال دربیع الاول ( لومړۍ خور) دمیاشتې په اوه لسمه نیټه دډیلي د واکمنۍ پر تخت کښیناست نو دبهلول شاه غازي لقب یې ځانته غوره کړ .ده دروه یا اوسني افغانستان او پښتونخوا سیمو پښتنو ته یو فرمان واستاوه او ورته یې ولیکل چې زه اوس دهندوستان واکمن یم تاسو زما قوم یاستئ ، تاسو دلته راشئ زما ملا وتړئ او زه به تاسو ته منصبونه او جاګیرونه درکړم . هماغه و چې ددغه فرمان په رسیدو سره دافغانستان او پښتو نخوا نه په زرګونو پښتانه هند ته لاړل او ده ورته لوړ لوړ منصبونه او جاګیرونه ورکړل .
بهلول دین پالونکی ، میړنی او سخي انسان و. ډیر نرم مزاجه او دکرم خاوند و. عالمان ، شاعران او ادیبان یې خوښیدل او تل به دده په دربار کې ور سره ناست وو. دی پر شاهي تخت نه کښیناسته او جای نماز به یې غوړلی و او پر ځمکه به ناست و. دډوډۍ خوړلو په وخت کې به یې غریبان او بیوزلان خپل دربار ته رابلل او خپلو پیره دارانو ته یې ویلي و چې هر غریب به دلته راځي اوڅوک حق نلري چې ددوي بر مخ دشاهي ماڼۍ دروازه وتړي .ده دغریبانو سره یوځای ډودۍ خوړله .دی دومره عادل و چې یو څوک به دده دربار ته راغي او عرض به یې کاوه نو پخپله به یې دهغه خبرو ته غوږ نیوه او پخپله به یې اړونده څانګې ته ویل چې زما حکم به ترسره کوئ څو دده په حق کې ظلم ونه شي. هیچاته یې بدرد نه ویل .هرچا سره به یې روغبړ کاوه او لاس به یې ورکاوه .کله به چې ددربار کوم امیر ورنه خپه شو خپله توره به یې دملا نه خلاصوله اودهغه په مخ کې به یې ایښودله او عذر او زارۍ به یې ورته کولې اوورته به یې ویل که ما دواکمنۍ وړنه بولئ نو بل څوک پر دغه دنده وتاکئ .دی به دهرپښتون دمړینې په وخت کې دده جنازې ته خان رساوه اودمړي دکورنۍ سره به یې نغدي مرسته کوله .که به په کومه جګړه کې دمخالفینونه څوک په لاس ورغلل دهغو سره به یې د ورور ګلوۍ چلند کاوه او دهغو دحال پو ښتنه به یې کوله او څوک به یې نه پریښودل چې پرهغوی ظلم او زور زیاتی وکړي . دی به په اونۍ کې یو ځل زندان ته ته او دزندانیانو دخال او احوال پوښتنه به یې کوله او څوک یې نه پریښودل چې بر زندانیانو ظلم وکړي.ده به دښار غریبانو او بیوسو خلکو ته جامې جوړولې ، نغدې روپۍ او خواړه به یې پر هغو ویشل. . دی دومره عاجز او نر م انسان و کله چې په هغې ورځې پاچا شو نو په ډیلی کې دلمانځه داد کولو لپاره جامع جومات ته لاړ ، دهغه جامع جومات امام ملا قادن نومید .بهلول لودي په داسې حال کې چې دلمانځه په لومړي کتار ( صف ) کې ناست و نو ملا قادن دپښتنو په اړوند په فارسي ژ بې داسې بداورد وویل :
عجیبه قوم پیداشوی دی چې په دوی کې ددجال نخښې وینم .ددوی ژبه هم عجیبه ژبه
ده چې مادر ته مور ، سیاه ته تور او دیګران ته نور وایی.
بهلول دسمال پر خوله کیښود او موسکی شو چې ملا قادنه ! بس کړه چې موږ پښتانه هم دخدای بندګان یو .
لنډه دا چې دسلطان بهلول لودي دعدل او ښیګڼو به اړوند دهندوستان په تاریخونو کې ډیرې کیسې شته چې مایې تاسو ته یو څو په لنډه توګه بیان کړې
Pashto history
pashto Times
Pukhtun
Pashtuns in India
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.