بيټ نیکه علیه الرحمة (شیخ بیټنی)
==================={ لیک بختورشاه }
بیټن بابا د قیس بابا مشر زوی ؤ نوموړې د شیخ بیټنې او بیټ نیکه په نامه هم یادېږي ، د زېږیدنی او مړینې نیټې يې پوره معلومې نه دي ، البته د "پټې خزانې" د روایت مطابق بیټ نیکه ته خداﺉ ډېر عمر ورکړی ؤ او د خپل وراره شرف الدین (خرشبون) د ژوند په موده کښې هم څه موده ژوندی ؤ او د ۱۵۰هـ خوا و شا په حق رسېدلی دی ، بیټ نیکه یو خدا پرست ډېر نیک او دینداره انسان ؤ , او هر وخت به يې د خداې مناجات ويئل. په زلمي توب کښې يې د عراق او عربستان سفر هم کړی ؤ او هلته يې د نیکو خلکو د صحبت نه فیض حاصل کړی ؤ ، بیټ نیکهٔ ته په پُښتنو کښې د یو ولي الله په سترګه کتلی شي.
بېټ نیکه د غورغښت او د سړبن مشر ورور و. هم د دې دریواړو وروڼو نه د پښتنو درې لوې قبيلې ، بېټني ، غور غښتي او سړبني وپېژندل شول.بیټ نیکهٔ ته خداﺉ درې ځامن وړسبون ، کجین او اسماعیل ورکړي وو او یوه لور بي بي متو ، د اسماعیل اولاد په سړبنو قبیله کښې ورګډ شوي دي ، بي بي متو په شاحسین غوري واده وه چې اولاد ته يې متوزي وېٔیلی شي ، متوزي قباېٔیل په دریو څانګو کښې ویش دي (۱) غلجي قباېٔیل (۲) لودي قباېٔیل (۳) سرواڼي
د وړسبون بابا او کجین بابا اولاد ته بیټني وېٔیلی شي چې په پینځویشت (۲۵) څانګو کښې ویش دي او دا پینځویشت څانګې بیا په خپلو کښې په وړو وړو آتیا (۸۰) خیلونو کښې ویش دي - په هندوستان کښې د پُښتنو د سلطنت په زمانه کښې بیټني د لوﺉ اقتدار خاوندان وو او په لښکر کښې ډېر بهادر او تورزن منلي شوي وو.
د شېخ بېټ نیکه په اړه تر ټولو پخواني ليکلي معلومات د ۶۱۲ هجري ( ۱۲۱۵ م) نه وروستو د سلېمان ماکو په ” تذکرة الاولياء” کې وموندل شول , د سلیمان ماکو د تذکرة الاولیأ نه علاوه د شیخ بیټ نیکه نامه نه یوازې د پُښتنو په تاریخي کتابونو کې راغلې ده , بلکې د هند د مغل واکمن د دربار مورخ ابوالفضل علامي په خپل مشهور تاريخ ائين اکبري ، نعمت الله هروي نورزي په مخزن افغاني ، او نورو تاريخونو لکه مجمع الانساب ، معدن اخبار احمدي ، تاريخ ابراهيم شاهي ، د اخوند درويزه (مولانا عبدالرشید) بونیري بن ګداېٔي بن شیخ سعدي ننګرهاری په تذکرة الا برار او د پښتو په مخزن الاسلام او " پُښتانه د تاریخ په رڼا کښې " د بيټ نيکه د نامه يادونه شوې ده٠
د ده د ژوند په اړه نورحال نه دی څرگند خو دی د غورد لومړيو باچاهانو په وخت کې ژوندې و. او په پښتو ادب کې د ده يو راپاتې شعر د هغه وخت د تصوف د شاعرۍ يوه بیلګه ده.
لويه خدايه ، لويه خدايه – ستا په مېنه په هرځايه
غر ولاړ دی درناوۍ کې – ټوله ژوي په زارۍ کې
دلته دي د غرو لمنې – زموږ کږدۍ دي پکې پلنې
دا وګړي ډېر کړې خدايه – لويه خدايه لويه خدايه
دلته لږ زموږ اوربل دی – ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی
مېنه ستا کې موږ مېشته يو- بل د چا په مله تله نه يو
هسک او زمکه نغښته ستا ده – د مړو وده هم له تا ده
دا پالنه ستا ده خدايه- لويه خدايه لويه خدايه
په پښتنو کې يو متل دی، “چې خدای يې ورکوي، بېټن يې يار شي” د شېخ بېټن سخاوت په ډاګه ښکاره دی . د ده زړه دومره لوې و چې خپل زوې ” اسماعیل ” يې خپل بې اولاده کشر ورور سړبن ته ورکړی و. بیا وروستو د سړبن نور اولاد وشو او د مال دولت خاوند شو.
اسماعیل هم د پلار په شان دينداره سړی و، او د تصوف لوړ مقام ته ورسېد. د سليمان ماکو ليکنه ښايي چې د بيټ نیکه قبر د کسي په غر ( کوه سلېمان ) کې دی , او خلکو پرې زيارت جوړ کړې و. خو د زمانې د ګردش سره اوس په هغې حال نه دی پاتې . سلېمان ماکو پخپله هم دې زيارت ته تللې و دا غر د بلوچستان په شيراني ضلع کې دې.
د کسې د غره پر لوړه څوکه د ډبرو يو څلی هم شته او يو څو وړې وړې کوټې هم جوړې دي. د هغې ځاﺉ د خلکو وېنا ده چې د ډبرو دا څلی په اصل کې د قيس بابا یا اسماعیل قبر دې. د دې قبر تر څنګ يو څو وړې خونې هم شته چې پکې ډېر پخواني د پخلي لوښي پراته دي. د دې لوښو جسامت او سايز ښاي چې دا سامان د ګڼ شمېر خلکو د ډوډۍ د (لنگر) دپاره به کاریدل. - مننه
Pashto history study material
Pashto history
Pashto Times

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.