بریتوره ښکلا
ملګرو د یو دانشمند وینا ده وایي چې ښایست د لیدونکي په سترګو کې وي چې هغه له فطرت څخه په خپل رنګ کې ځانګړی ښکلا راوباسي.
وایي چې د عشق او محبت لاره هم عجیبه وي لکه انګلیش کې یو متل غوندی انګرېزان کوي وایي چې love is blind یعنې عشق یا محبت ړوند وي که د عشق پخواني داستانونو ته ورځو نو هغوې کې اول ذِکر د لیلا او مجنون مخې ته راځي که وګورو نو هغه لیکي چې لیلا له رنګه توره وه یعنې دومره ښکلی نه وه او قېس یا مجنون ښکلی و خو د مجنون سترګو د لیلا په هغه توره ښکلا کې هغه څه ولیدل چې د نورو خلکو ورته پام څه چې تصور یې هم نشو کولی او همداسې ښکلی مجنون د توری لیلا په عشق د کوڅو لیونی شو چې خلکو د قیس څخه مجنون کړو مجنون عربي کې لیوني ته ویل کېږي
که د خپل وخت و زمان له خلکو پوښتنه وشي چې ښایست یعنې څه نو دوې په مغزو کې ورته خپل خپل تصویرونه لري څوک وایي چې دنګه ځواني ښکلی نشي تورې سترګې او سپین رنګ او نرم بښملي جسم ددغه شان قدرتي توفو برحمن انسان ته د ښایست مالک وایي خو نن چې د کومې زهری جمال برېتورې ښاپېرۍ قیصه درته کوم دا ډېره عجیبه ده دې ښاپېرۍ د ټولو ښکلاګانو سره سره یو مردانه ټیپ ټاپ هم لرلو خو بیا هم ددې په عشق کې ددې ډېرو عاشقانو خودکشي وکړه او دا په خپل حسن دومره مغروره وه چې بلکول یې چاته لیفټ نه ورکولو بس مړه برېتوره وه نو
دا قیصه د 19 پېړی د ایران د یو شهزادګی قیصه ده چې تاریخ کې ورته برېتوره شهزادګی وایي چې د هغه وخت سره ددې د حسن چرچی صرف په ایران کې نه بلکې د ایران له سرحدونو اخوا هم مشهورې وی
ملګرو تاریخ لوستونکي کسان په دې خبر دي چې ایران کې د 1785 څخه راواخله تر 1925 پوری خاندانی کاجار واکمني کوله چې د هغوې خپل ریوایاتونه وو چې د هغوو ریوایاتونو په زور خاندانی کاجار په نړۍ کې خپل شهرت لرلو د همدې خاندان یو بادشاه چې اسم یې نصرالدین و هغه ځان حسن پرست ګڼلو او دا دعوا یې کوله چې په ټول ایران کې زما په شان بل حسن پرست نشته دده د حرم په اړه ویل کېږي چې د ده بی شماره ښځې وې د ټولو په ښکلا کې هېڅ شک نه و هره یوه په ښایست کې بدرِجماله وه خو نه پوهېږو چې دې ته د قدرت انتقام ووایو او که حکمت چې د نصرالدین په کور کې داسې یوه جینې چې شکل یې ټول د سړیو په شان غټ غټ لاسونه کلک وجود او غټه لکه بیګ شوو بهلوان نړۍ ته راغله خو کله چې هغې شهزادګی د ځوانی په درشل قدم کېښود نو د هغې د ښایست هنګامه په ټول ایران خورا شوه او ان تر دې چې د کاجار خاندان دا پهلوان شکله ښاپېرۍ صرف د ځان نه بلکې د ټول ملک شمله په ښایست کې جګه کړه دا خبره حقیقت ده چې وخت سره عشق او محبت او یا ښایست هم خپل معیار بدلوي چې د هغې ستر مثال همدا د نصرالدین بادشاه لور زهرا خانم وه د هغې قد درمیانه و او وزن یې زیات و یعنې غټه وه او بلکول د فوټ بال په څېر ګول مول وه که وګورو درمیانه قد خپله هم په ښایست ځانګړی رول لري خو ددې شهزادګی درمیانه قد سره سره ددې وجود یا جسم د کوم مردانه پهلوان څخه کم نه و
غټوالي د هغه وخت د ښځو په ښایست کې ځانګړی رول لرلو سړو به غټې ښځې خوښولی خو د اوس وخت ښایسته جینکې د وزن د کمولو له پاره سحت سخت تمرینات کوي تر څو وزن کم کړي او دا د نن سبا په ښایست کې خپل ځای لري
وخت سره کله چې ددې ښاپېرۍ عمر مخکې تلو نو ددې په مخ ټول مرادنه رنګ زیاتېدو یعنې په 30 کلنی کې یې د میړانی بریتونو خپل شخ شخ سرونه راوویستل خلک یې ټول حیران کړل او عاشقانو یې خپل مخونه په درنو درنو سپېړو تک شنه کړل خو اول کې همدې حسن بلا زیات عاشقان لرل چې ځینو یې خودکشي وکړه
خو ویل کېږي چې هغه وخت د ښځې حسن د هغې د سجماني مزبوتوالي سره تړلی و
1836 کال سحر د بادشاه نصرالدین په دربار کې میله وه چې ددې میلې اصل مقصد زهرا خانم وه ویل کېږي چې بادشاه ته د زهرا خانم پیدا کېدل په ایران کې د ایران خلکو او حکومت له پاره د رحمت یا د یو نیک پال په څېر وو چې ددې پهلوان د پیدا کېدو سره په ایران کې نه صرف امن و امان بلکی د یوی سترې خوشالی اغاز هم وشو نو په همدې وجه یې هغه پهلوان شکله ښاپېری ته ډېر د قدر او عیزت په سترګه خلکو کتل او بادشاه خپله ورته احترام لرلو او شاید د همدې له وجی د زهرا خانم مغروریت او تقبر کولو او بله دا چې هغه د خپل وخت لاځوابه ښایست هم لرلو نو ظاهره خبره ده چې خدای کله ښکلا ښایست چا ته ورکړي نو بیا هغه انسان نازونه اداګانی بی اختیاره کوي نو ځکه خو زهرا خانم له غرور څخه چاته کتل یو ځل نه او که چا ته به یې وکتل هم نو اکثره به یې له کرکی څخه ډک نظره ورته کتل چې دغه نظر یې بلا عاشقان د عشق په سمندر داسې لاهوو کړل چې ځینو یې خودکشي وکړې
خو اوس وخت کې که د داسې حسن هر څومره صیفتونه هم چا ته وکړل شي نو څه ووایم چې څوک پرې عاشق شي او که چا ته بیا د تقدیر له فیصلی ورسېدله هم نو شاید چې هغه کس به ځان ته د مرګ دعا کوي ځکه چې هر جنس له مخالف جنس سره خوشالېږي داسې نه چې پهلوان پهلوان ته ور واده کړی
خو د اوس دور سره د زهرا خانم د ښکلا یو شی بلکول برابر و چې هغه د هغې اوګده خماري زلفان وو چې شاعرانو د مارانو سره تشبح ورکړی ده نو د زلفو مینه یې د خلکو زړونو کې لا زیاته کړی ده
نو خوږو ملګرو که د هغه وخت ښاپېری له نن سره تشبح کړی نو یقیناً انسان ځان وژلو ته زړه کېږي
خو بیا هم د 19 پیړی هغو ذوقیانو ته افرین وایم چې دوې د خپل وخت سره دومره په انتخاب کې دقیق او باریک وو چې هغوې د حسن له پاره داسې معیار ټاکلی و چې هغه وخت سره به هر چا پرې افرین ویلو او وا وا به یې ورته کول نو ځکه خو ویلی شو چې تاریخ د داسې عجیبو او عریبو داستانونو ستر مکتب دی نو دا رنګ داستانونه 21 پېړۍ حک پک حیرانوي چې زموږ پخواني مشران یعنې نیکونو او غور نیکونو څومره عجیب ذوقونه لرل.
ژباړه: حبیب صمیم

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.