زاهده تا مي د تقوا په نوم نشې ماتي کړې
ما دي د حورو د خوبونو سلسلې ماتي کړې
ته د دوزخ له وهمه غلی کرۍ شپه ژړیدې
ما د کوثر په مستو هیلو کي پیالې ماتي کړې
ته یې له قهره له خلوته راوتلای نه سې
ما د کرم په طمع زر ځله توبې ماتي کړې
تا خیر و شر ته د حساب هتکړۍ واخستلې
ما د جنون په نوم د عقل زولنې ماتي کړې
ته په سجده کي لړزیدلې د حساب له ویري
ما بې حسابه دروازې د میخانې ماتي کړې
څوک یې د میني له زندانه غرغړې ته وزي
چا یې د قهر له هیبته پنجرې ماتي کړې
چا د یوې جلوې په مینه ځوانۍ نذر کړلې
چا په تصویر کي له نقاش سره وعدې ماتي کړې
د "جهاني" محفل ته مه راوړه اغزني کیسې
موږ لیونیو په اورونو کي لمبې ماتي کړې

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.