Skip to main content

Brief History of Saka in Pashto

د ساکانو لنډ تاريخ 

ساکان د ارياي نسل خلک وو چې اروپاي تاريخي سرچينې يې د نهمې (م ز) پېړيو څخه پېژني ۔ دا ټبر په اتمه او اومه م ز کې د مرکزي اسيا نه روان شول، روسيه او يوکرين ته اورسېدل  او دغه ځاے  يې يو موثره  واکمني اورغوله چې کريميه يې مرکز وو۔ دا واکمني تر پېړيو پېړيو پورې راروانه وه چې په څلورمه (م ز) سلنه کې پرې يو بل ارياي ټبر، سرمستانو يرغل وکړو او دويۍ يې مات کړل ۔ د دويۍ ريښې تر دويمې (م ز )سلنې پورې پاتې وې ۔ 

تر شلمې پېړۍ پورې مونږ د دې خلکو په اړه د هغه مالوماتو څخه خبر وو کوم چې هيرودوتس تر مونږ رارسولي وو۔ هيرودوتس دغه سيمو ته تللے وو او له دغه خلکو يې مالومات راغونډ کړي وو۔ د شلمې سلنې نه وروستو د لرغون پوهانو د موندنو په وجه د دې خلکو په اړه مالومات لا نور زيات شول چې دغه مالومات له هغه کندنو نه تر لاسه شول کومې چې کورګن ، تيوا او کزاکستان کې تر سره شوې وې ۔ 

ساکان د جنګ مړني او خوفناک خلک وو چې په  اسونو د جنګ کولو مهارت يې بې سارې وو چې دې سره سره يې د خوځښت وړتيا هم بې مثاله او اريانوونکې وه ۔ د مرکزي اسيا نه د مهاجرت کولو بهير کې دويۍ د کيميريانو ملک ته اورسېدل چې په ټوليزه توګه د کاوکاسس سيمه او د تورسمندرګي شمالي ډاګونه يې د واک لاندې وو۔ د دېرش کلن جنګ دوران کې دويۍ کيميريا ويجاړه کړل او دغلته يې يو پراخه واکمني اورغوله ۔ د دغه واکمنۍ لمنې د مغربي پارس نه تر شام ، جودايا او د مصر تر پولې پورې رسېدلې وې ۔ ماديان راپورته شول او دويۍ يې د اناتوليه نه بهر کړل او اخر کې د دويۍ لاسو کې د پارس د پولې نه واخلې تر کوبان او جنوبي روسيه پورې علاقې پاتې شوې ۔ 

ساکان که د جنګونو کولو مړنے خلک وو نو هنر يې هم دغسې غېرمعمولي وو۔ د دې خلکو ترمينځه د اشرافيه يوه ډله خلک پېدا شوے وو چې د هغوۍ قبرونه د زار ناوه کې د ازان سره نزدې کيزيل تيوه کې پراته دي کوم چې د سرو زرو څخه جوړو شوو کالو او قيمتي تيږو څخه  ډک وو۔ دې اشرافيه (شاهي ساکانو) په جنوبي روسيه او کريميه کې واکمني رغولې وه ۔ دا هم هغه ځاے دے چرته چې د ساکا تهذيب قديم ترين ، ارزښناک او رنګه رنګ لرغوني توکي موندل شوي دي ۔ دغه وخت دويۍ دومره پياوړي خلک وو چې ۵۱۳ م ز کې يې د داراوش يرغل په شا تمبولے ۔ 

د ساکانو ترمينځه کورنے باچاهت دود وو چې د پلار نه پس بي زوے په تخت کېناستو۔ د هيرودوتس وخت کې دې خلکو د يونانيانو سره خپلوۍ شورو کړې وې ۔ په ۳۳۹ م ز کې د ساکانو باچا اتېاس Ateas د نوي کالو په عمر د مکدونيا باچا فلپس دويم سره جنګ کې اووژل شو۔ په دويمه ز م کې دا ټولنه تس نس شوه چې پالاکوس يې وروستے باچا وو۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

دغه پورته مالومات کم و بيش پښتنو مورخېنو ريکارډ کړي دي چونکې کاغذي ليکلو کې زر زر او هر وخت تصحېح کول ممکن نه وي نو هغه وروستو پاتې شي او بريښناي وسيلې ترينه مخکې لاړې شي ۔ کال دوه کې به د پښتنو ټول تاريخ اپ ډيټ شي ۔

Pashto Times
Pashto history

Comments