Skip to main content

Britain and Afghanistan

(انګرېزي استعمار او افغانستان: يو ارزښتمن او تاريخي اثر )
دا تاريخي اثر  (انګرېزي استعمار او افغانستان) د نامتو سياستوال او مورخ ارواښاد عبدالرحيم خان مندوخېل (اولس يار) د تاریخ پر موضوع هغه تاريخي زیار دي چي  د کال ١٩٧٩م د اکتوبر د مياشتې پر  (۲مه)  نېټه د (پښتونخوا ادبي څانګې کوټې) لخوا په کتابي بڼه چاپ او د تاريخ د مينه والو تر لاسونو پورې رسول شوي دي، د تاريخ پر موضوع دا لیکل شوی ګټور اثر  ټول شپږ څپرکي (بابونه)، يو سل او يو اویا (۱۷۱) لوئ او کوچني عنوانونه او (۳۵۵) مخونه لري،  نوموړي مورخ او سياستوال په خپل دې ارزښتمن اثر کې د افغان وطن او يو شمېر نورو څنګلورو هېوادونو په خصوص  د هند د نيمې وچې (برصغير) د هغو سياسي حالاتو او فوځي واقعاتو یوه داسې هر اړخېزه او په تجزياتي تبصرو پوښلې جايزه اخستې ده، چي د کال (۱۷۹۳م) او کال ١٨٩٨م ترمنځ واقع شوي وو،  په رښتيا هم د هند او افغان ملت د تاريخ په اوږدو کې دا يوه داسې توره او کړغېړنه دوره ده چې د دې دواړو خطو د اولسونو لپاره ئې تر شمېر تېرې سياسي، سماجي او فوځي بدمرغۍ راپنځولې دي، ځکه چي په دې پېړۍ کې د يادو خطو (افغانستان او هندوستان) اولسونو نه يوازې خپل ازاد او خپلواکه سياسي سرنوشتونه له لاس ورکړي دي بلکې د راروانو څو پېړیو لپاره  د فرنګي سامراج د غلامۍ تورو کندو ته ټېل وهل شوي دي، ارواښاد عبدالرحيم خان مندوخېل په خپل دې  تاريخي اثر کې د هغو کرغېړونو او بدمرغو سیاسي اثراتو هم تفصيلي جایزه اخستې ده چي د فرنګي سامراج د زورګيرۍ او پښتون افغان اولس لخوا د کلک او ټينګ مزاحمت په نتيجه کې رامنځ ته شوي  وو، په څنګ کې ئې د هغو سياسي کوتاهايانو او افغانانو د خپل منځي شخړو تاريخي شالید هم راوسپړل دی چي يو د شمېر وطن فروشانو او تالیڅټو سردارانو له لاسه افغان ملت ورسره مخامخ شوی ؤ، دا تاريخي اثر د یادې پېړۍ د ټولو سياسي واقعاتو او د دې کالونیل دورې بهترينه تحليل او يو جامع دستاويز  دی.
یادونه: په یوه بله ليکنه کې مي د دې تاريخي اثر (انګرېزي استعمار او افغانستان) د ټولو بابونو د سمرائز کولو هڅه کړې ده چي پر مناسب وخت به ئې درسره شريکه کړم

Pashto Times
Pashtun
Pashtun history
Afgan history


Comments