Skip to main content

Buner. Pashto history article

{ هر چاته خپل وطن کشمیر وي
زه د بونیر  په سردرو  فخر کوومه }
===============

‏چی سترګې پښتنې وي او رانجه د پیر بابا
ښایست ورته سلام کړي د تاشقند او بخارا

بونیر = چې وړاندې د هندو او  بدها تهذیب مسکن ؤ ،  د  ایلم  د غر  اوچتی دوه څوکې چې یوه په رام تخت او بله په جوګیانو سر یادېږي ،  چې تر دې دمه ورته هندوان د  قدر په نظر  ګور ي.
 په  1510م کال  یوسفزو دا  علاقه قبضه کړه  او د پختونخوا وطن برخه شوه.
په 1686م کال  اکبر بادشاه  د خپلو  جرنیلانو  بیربل او زین خان په مشرۍ کې خپلې لښکرې د یوسفزو د  ایل کولو دپاره   راولېږلې خو  یوسفزو ځوانانو د ملک کالوخان او نورو مشرانو په مشرۍ کې   د اکبرپاچا  لښکر  سره د سپه سالار بیربل د ملندرۍ ( سرملنګ )  په مقام  ووژلو او د مغل لښکر يې په خپله  خاؤره  تم کېدو ته  پرېنښود.
په کال 1838م کال  رنجیت سنګھ  د  هري سنګھ نلوه په مشرۍ کې  په بونیر  د  میاں خان  د آړخه خپل لښکر بونیر ته رادننه کړه  خو د سیداکبرشاه  په مشرۍ کې بونیریانو نه هري سنګھ   د  نان سیر  په مقام  تاریخي ماتی  وخوړ. 
په 1863م کال انګریزانو  د یوسفزو د ایل کولو دپاره د آمبیلی په لار  هڅه وکړه خو د یوسفزو  زوانانو د الطاف خان ، فیض طلب خان ، آخون عبدلغفور  وغیره  په مشرۍ کې د انګریزانو  لښکر  واپس کړه.
بونیر  آولیأکرام  ، مذهبي عالمان ، د قرآن کریم حافظان ،   سیاسي لارښودان ، ادیبان ، شاعران  بلکې هر طبقه ښاغلي لري ،  بله خبره او هغه دا چې  بونیریان پرامن ، مینه ناک ، میلمه دوست او   رښتونی  خلک دی ، او  د رښتونوالي خو يې دا  بیلګه  پوره ده  چې  څوک ریښتونی وي  هغه ته بل رښتونی ښکاري  نو ځکه بونیریان په هرچا ډېر زر اعتماد کوي نو ځکه  ورته خلک کم عقل وايي ، آصل کې هر هغه څوک کم عقل دي  څوک چې بونیریانو ته په اعتبار کې دهوکه ورکړي.
نور خو  بونیر ښکلی دی او بونیریان ښکلي دي.
#لمېسل شوی یانې کاپي


Comments