«لوی کوړوس»
***
زوړ اریایي لوی پاچا کوړوس; کوم ته چې سائیرس اعظم هم ویلای شي؛ یهودیان ورته کوروش او خورس هم وایې, کوړوس د هخامنشي پاچهۍ بنسټ اېښی وو؛ کوم چې فارس، جنوبي او مینځنۍ اسیاء او د اروپا د ځینې سیمې راتللې ـ
بابلي پاچا نیبو کد نضر «بخت نضر» په یروشلم برېد وکړ؛ هیکل سلیماني یې وسېځلو او یهودیان یې د غلامانو په توګه ځان سره بوتلل، کله چې کوړوس بابل فتح کړو، نه یواځې یهودیان یې د بابلیانو د غلامۍ څخه خلاص کړل بلکي دوۍ سره یې په هیکل سلیماني جوړولو کې هم مرسته وکړه، د تورات په ځینې څپرکو کې د کوړوس ذکر راغلې دی، ځینې دلته لیکم!
د یسعیاه په ۴۵ څپرکي په وړومبي ایت کې د کوړوس ذکر داسې راغلی دی:
«خدای د خپل ممسوح خورس په اړه وایې; ما د هغوي سم لاس ونیوۀ، چې اومتونه ددۀ وړاندې زېر کړم او د پاچهانو شاګانې او ورونه دۀ ته کولاو کړم او پاټکونه به ورته بند نۀ کړی شي؛»
بیا ددې څپرکي په ۱۳ ایت کې وایې:
«رب الافواج وایې; ما پر ده صداقت برپا کړی دی او زۀ به دۀ ته ټولې لارې هوارې کړم، هغۀ به زما ښار جوړوي او هغۀ به زما اسیران بغیر څۀ له نرخه او عوضه ازاد کړي!»
او عزرا څپرکي کې څۀ داسې درج دي:
«او د شاه فارس خورس سلطنت د وړومبې کال کې ددې لپاره د خدای کلام کوم چې د یرمیا زباني راغلی وو، بشپړ کړ؛ خدای د شاه فارس زړه راوچت کړ؛ څو هغوي په خپل ټول هیواد کې ډنډوره خپره کړۀ او د خپل مضمون فرمان یې ولیکه؛ شاه فارس په خپله داسې فرمایي;
د اسمان خدای د ځمکې ټول هیوادونه ما ته بخښلي دي او ما ته یې تاکید کړی دی' چې زۀ په یروشلم کې کوم چې په یهوداه کې دی، ددۀ لپاره د اوسیدو یو ځای جوړ کړم!
بس ستاسو په مینځ کې چې کوم څوک ددې ټول قوم څخه وي؛ د هغوي خدای به د هغوي سره وي او هغه یروشلم ته کوم چې په یهوداه کې دی؛ ځي. او د اسرایلو د خدای کور چې په یروشلم کې دی؛ جوړوي. او چې کوم ځای او چرته چې دی پاتې کېږي' نو د هغۀ ځای خلک دې ورسره د سرو سپینو، مال او د څاروو مرسته وکړي او ددې سربېره ددوۍ د خدای کور چې په یروشلم کې دی، په خوښه خیرات ورکړې؛ بیا د یهوداه او بنیمین پلارني کورنیو مشر او کاهن او لادي او هغۀ ټول چې د چا هم خدای زړه اوچت کړو' چې لاړ شي او خدای کور چې په یروشلم کې دی. جوړ کړي، او هغۀ ټول چې ددۀ په ګاونډ کې وو، سربېره د هغۀ ټولو څیزونو؛ کوم چې د خوشالۍ څخه ورکړی شول، د سپینو د لوښو, د سرو, اسپاب, څاروي او قیمتي څیزونو سره یې ددۀ مرسته وکړه، او خورس پاچا هم د خدای کور سره د لوښو بازیاب کړو؛ کوم چې بنو کد نضر «بخت نضر» یروشلم څخه راوړی وو او د خپلو خدایګوټو په عبادتخانه کې یې اېښی وو، دا شاه فارس خورس د خپل خزانچي مترادت په توګه بازیاب کړل، دا یې وشمېرل او د یهوداه امیر شیس بضر ته ورکړه، ددې شمېره دا ده;
د سرو ۳۰ تالي، د سپینو ۱۰۰۰ تالي، ۲۹ چاړې، د سرو ۳۰ پیالې، د سپینو دویم رنګ ۴۱۰ پیالې، نور رنګه ۱۰۰۰ لوښې، د سرو او سپینو ټول لوښي ۵۴۰۰ وو ـ
شیس بضر هغۀ ټول د بابل څخه یروشلم ته بوتلل.»
***
په یروشلم کې یو سړک د کوروش په نوم دی، د ځینې معاصرو مسلمان عالمانو له قوله;

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.