دلزاک څوک دي ؟
د پښتنو د ټوليزه تاريخ غوندي د دلزاکو تاريخ هم پېچلے او تاو را تاو دے او موريخونو يې جدا جدا تاريخ راوړے دے ۔
استاد ډاکټرزيارصيب خپل کتاب کې " پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې " دلزاک د ډله ساک نوم سره ياد کړي دي او دويۍ يې د ساکي توکم خلک بللي دي ۔ کله چې بابر ۱۵۲۳ کې د باجوړ سيمې ته راغے نو يرغل يې اوکړو او د باجوړ کلا يې رااونيوله ۔ بيليو وائي چې د کلا رانيولو نه پس بابر(باباکره) ته لاړو او هلته يې د دلزاکو سره سخت جنګ اوشو چې نتيجه کې يې د دلزاکو لښکر مات کړو او ډېر خلک يې اووژل ۔ د بابر په امر د دلزاکو کپرۍ راغونډې کړې شوې او د ګېرچاپېره خلکو يرولو دپاره يې د غر په سر موناره کړې خو کاکاخېل صېب وائي چې د دلزاکو مشران د مغلو ايجنټان وو۔
بيليو مخکې ليکي چې دا خلک افغان ټبرو کې دننه خواره واره اباد وو چې د مالدارۍ او کرکيلې کسب يې کولو۔ کله چې يوسف زي د پېښور سيمې ته راکوز شول او دې خلکو سره يې ليدل کتل اوشول نو دويۍ يې شرابيان او بت پرست اوبلل او اخون درويزه بابا د هندوستان خلک ياد کړي دي ۔دلزاک ورته ولې وئيل شوي دي ، بيليو وائي چې دويۍ د بده مت تبليغګر ساکايه موني پلګر وو او شاهد چې دا نوم يې په دغه وجه مشهور شوے وي خو د هغه په قول ځنې پښتانه يې ترکلاني پښتانه بولي ۔
کله چې جهانګر باچا د کابل د دورې کولو نه پس هندوستان ته واپس شو نو هغه خپل فوجي جرنېل ته امر اوکړو چې ټول دلزاک دې ګرفتار کړے شي او هندوستان ته دې اوليږلے شي ۔ دغسې اوشو او د پېښور او هزارې ټول دلزاک هندوستان ته په مخه کړے شول او دکن کې په يو جدا کلي کې اباد کړے شول ۔ بيا وروستو د شاه جهان په زمانه کې ځنې واپس راغلل او افغانستان کې ځاے په ځاے اباد شول ۔
د دې پورته خبرو نه يو دلچسپ سوال رامينځته کيږي چې اخر د دلزاکو سره په يو وخت کې د مغلو او يوسفزيو دشمني ولې وه ؟ که په دې موضوع پام سره څېړنه اوکړے شي نو ډېر خبرې به رابرسېره شي او ډېرې خبرې به سپينې شي ۔ اوله خبره دا ده چې د دلزاکو د يوسف زيو سره کومه دشمني نه وه او د يوسف زيو د دلزاکو سره د دشمنۍ بنياد د بېليو په قول چې يوسف زيو به دا خلک شرابيان او بت پرست بلل، مذهبي کېدے شي ۔ د بېليو د تاريخ نه داسې برېښي چې که ټول نه وو نو ډېرښته دلزاک اوس هم د خپل زوړ دين بده مت سره کلک ولاړ وو او دغه يې د خپل وطن ميراث ګڼلو۔ کله چې بابر د باجوړ سيمې ته راکوز شو نوخونړے جنګ يې د دلزاکو سره اوشو او بيا جهانګير هند ته د دويۍ د ليږلو امر اوکړواو داسې يې ځکه اوکړل چې مغل د دويۍ د مزاحمت کولو نه تنګ وو۔ ( دغه زمانه کې که رښتيا دلزاک د بده مت مننوکي وو نو بيا د دلزاکو د ټول تاريخ شاته مذهبي دشمني پرته ده ) ۔
دلزاک په رنګ جوسه کې د پښتنو غوندې توانا او ښايسته خلک دي او خويونو عادتونو کې هم داسې دي څنګه چې نور پښتانه دي ۔ پښتانه د اسلام ټېکاداران دي نو دغه کار به يې هم د پاک دين او د هغه جهان د ښايسته کولو دپاره کړے وي؟

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.