دلا زاک (ډله ساک)
" د اخون دروېزه بابا نه روايت دے چې د شېخا دوه مېرمنې وې د مشرې نوم مرجانه او د کشرې نوم بسو وو۔ د مرجانې دوه زامن وو يوسف او مندڼ او د بسو ادې يو زوے وو چې نوم يې " ترک " وو ۔ "
ترکلاني د ترک اولاد دے چې دا وخت د باجوړ سيمه کې اباد دي ۔ ترکاڼې ، ترکلاڼي او ترکلاني د يو نوم جدا جدا بڼې دي ۔ ترکلاني د يوسفزو ځنګه ده ۔
انګريز مورح ايچ ډبليو بيليو " د يوسفزويو رپورټ " کې ليکلي دي چې د دله زاکو د شجرې پورا حال نه دے مالوم خو وئيل کيږي چې دا د ترکلانو اولاد دے ۔
کاکا خېل صېب دله زاک د ترکلانو شجره کې ښودلي دي خو بيا يې دا هم ليکلي دي چې دا خلک د پښتنو شجره کې شمېر نه دي او د هېرودوتس د ګندهاره د زمانې خلکو سره يې ياد کړي دي ۔
اخون دروېزه بابا ورته شرابخواره ، بت پرست او د هندوستان خلک وائي ۔
کله چې جهانګير باچا د کابل په دوره راغے نو خپل ګورنر ته يې امر اوکړو چې ټول دله زاک دې اونيول شي او هندوستان ته دې اولېږل شي خو تاريخ کې د دې خبرې څه سپياوے نه دے شوے چې جهانګير باچا دا خلک ولې هندوستان ته شړلي وو۔
بيليو ليکلي دي چې کله يوسف زي راغلل نو اول د دله زاکو سره مخامخ شول او دغه وخت دا خلک د " ساکي " نوم سره يادېدل ولې چې د دغه ځاے د بده مت خلک د بوداي مذهبي رهبر " ساکي موني " نوم سره مشهور وو۔
د دله زاکو تاريخ ډېر دلچسپ دے او داسې ښکاري چې تاريخ کې ورسره انصاف نه دے شوے او وجه دا مالوميږي چې دويۍ تر ډېره وخته پورې د بده مت عقيدې سره وفادار پاتې شوي وي او په دغه وجه يې تاريخ ګډ وډ ليکل شوے وي ۔ اوس دا خبره چې دا ترکلاني او که ډله ساک دي ، نو دا مالومول اوس کوم مشکل کار نه دے پاتې شوے ۔ هزاره پوهنتون چي د پښتونخوا د شلو ټبرو په اړه کومه ډي اين اے شننه کړې ده ممکنه ده دغه کې د دله زاکو هم ډي اين اے شننه شوې وي ۔
د پښتنو جديد تاريخ کې دوه جدي مغالطې موجود دي چې يو د دله زاکو پېژنګلو او بل د يوسفزيو مهاجرت دے ۔ دې دواړو مسلو کې د يوسفزو د مهاجرت کيسه ډېره پېچيده او ډېرې ژورې څېړنې ته اړتيا لري ۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.