دکن په پښتو لنډیو(ټپو ) کې
------------------------------------------
دکن یا دکشن دهند جنوب ، دهندهغو سیمو ته وایي چې د نربداد سيند په جنوب کې پرتې دي ،خوپه اصل کې د دکن تعبير د نربدا د سيند په جنوبي او د کرشنا د سيند په شمالي ځمکو پورې محدود دی، يو وخت دکن د هند د ډيلي د اسلامی امپراتورۍ سويلي برخه جوړوله ، دغه تعبير پر ټولې هغې مثلث ډوله لوړې سطحې باندې تطبيقېږي چې د هند لويه برخه تشکيلوي. ددکن د حيدراباد هم په دغه سېمه کې پرته ده.دکن هغه لوړه سطحه ده چې دهند په سويل کې پرته ده او خورا حاصل خېزه ځمکې او زيات وګړي لري او بارانونه هم پکې زیات ا وریږي . دهندوستان د مهاراشټراایالت منځنۍ او جنوبي برخې ، شمالی او منځنی کر ناټک اود شمالي او منځنۍاندهرا پردیش سیمې هم په دکن کې شاملې دي . په پخوانیو تاریخونو کې دغه ځای ددکن دسلطنت یا واکمنۍ په نامه یاد ه شوی ده چې اورنگ آباد، بیجا پور ، حیدر آباد ، بیدر، عثمان آباد او گلبرگہ ددکن مشهورې سیمې وې.
ورځه ورځه تر دکن تیر شه
زه چي پر مخ زلفې لرم بل به یار کړمه
په ما دې وار د ځوانۍ تېر كړ
ستا دې رانشي له دكنه مورانونه
ګاډيه سر دې د ويشتو دے
زما لالې دې په دكن ولګوونه
ته په دکن خوشاله گرځه!
د زيړو گلو باغ دې چا ته وسپارنه
په تور دکن دې څلی جوړ شه
د بې ننګۍ آواز دې را مه شه مــــــــینه
پېغلې دا سور سالو خیرات که
اشنا دې تور دکن ته تللی رابه شینه
که ټيکه ږدم خال مې پټيږي
که ټيکه نه ږدم جانان بيا دکن ته ځینه
وفادار یار په دکن ښه دی
بې وفا یار که ګاونډي شي څۀ به یې کړمه
ورځه ورځه تر دکن واوړه
سیف الملوک نه یې چي زه درپسي مرمه
څو چې ناترسه يار خبريږي
د غم سيلاب به په دکن سپارلې يمه
بابوټيکس دې بېرته واخله!
زۀ مې شيرين جانان دکن ته نه لېږمه
د تور دکن مسافر ستون شو
د هديرې لالى نيژدې دى نه راځينه
يار په دکن دسړي يار وي
زه له وړې غونډۍ پناه شوم هير دې کړمه
ته د دکن له سفره راشه!
زما په تور اوربل کې سپین ولګیدنه
څو دوطن ياران خبريږي
دغم سيلاب به په دكن ويشتلى ومه
په تور دکن ورکه جانانه
رنګ مې دې هېر شو په نامه دې يادومه
(یاد)
Pashto Tappy
Pashto Times
Pashto folk

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.