دپښتوژبې ولسې شاعر محمدنور
------------------------------
محمدنور دافغانستان دلغمان دسیمې مشهور ولسي شاعر تیر شوی دي .دلغمان اوننګرهار دسیمو زیاترو پښتنو سندرغاړو دده شعرونه زمزمه کړي دي . محمد نور دمحمد میر زوی او دطالب لمسی دی چې په ۱۲۵۳ لېږدیز /هجري کال داوزبین په سیمه کې زیږیدلی دی اوبیا لا وړوکی ماشوم و چې کورنۍ یې دلغمان ولایت دالیشنګ ولسوالۍ دغازي اباد کلي ته راغلّه او دوی هماغلته میشته شول.
وروسته دده کورنۍ او دی دغازی اباد دکلي نه دلغمان مرکز دمهترلام ښارته وکوچیدل او هلته دستر ستانه او روحانی سلطان غازی بابا دمزار تر څنګ دسلطان غازي بابا په بانډه کې میشته شول.
محمد نور یو داسې شاعر و چې لیک او لوست یې نه و زده ، نوموړی په ۱۳۳۹ لیږدیز /هجري کال په خپلې بانډې کې وفات شوی دی او دلغمان دمهترلام ښارته څیرمه خاوروته سپارل شوی دی .اروادې ښاده وي !
دا هم دلیلی او مجنون دمینې په اړوند دده یو شعر تاسو ته ډالۍ کومه :
زه یم مجنون له تا به ډیره شمه خوشاله
ماته لیلا دزلفو بوی راوړ و شماله
مجنون ویلې ته کوچۍ زه شهزاده یمه
نوم مې دی قیس باچازاده یمه
زما اوستا یاري خو شوې بې دلاله
ماته لیلا دزلفو بوی راوړ شماله
لیلا ویلې ای زمایاره مجنونه
خواته مې راشه جګر خونه
چې یوه سپینه خولګۍ درکړمه ملاله
ماته لیلا دزلفو بوی راوړ شماله
نه شوم ملا نه شوم فقیره
نه دامنګیر ددستګیره
څه دي حا صل کړه محمدنوره بې کماله
ماته لیلا دزلفوبوی راوړ شماله

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.