Skip to main content

Genghis Khan Code of Law. Pashto History article

دیا سا قانون(Genghis Khan's Code of Laws)
----------------------------------------------------
تاسو به دیا سا دقانون په اړه ضرورمعلومات لرئ . دغه قانون دچنګیز له خوا وضعه شوی و. چنګیز چې اصلي نو م یې تمو چین و دمغولو تر مینځ یې په میړانې او زړورتوب سره شهرت در لود. په اووه مې لیږدیزې / هجري پیړۍ کې دمغولو قبایل پر ده راټول شول او دي یې خپل مشروټاکه او په پای کې نوموړی دمغولوپر یو ستر امپراتوراو سو بمن ( فاتح) بدل شو .
چنګیز دمغولوله بیلا بیلو قبیلو نه یو پیاوړي پوځ جوړ کړ او ددغه پوځ پوځي مهارت په دې کې نغښتی و چې نو موړی دغه پوځ سرسخته او بیرحمه وروزي. بل داچې دغه پوځ پرنورو سیمو باندې دیر غلونو په وخت کې خپل پوخي وسایل او تجهیزات دخپلو ماتو شوواو مغلوبو دښمنانو نه ترلاسه کول.
چنګیز ددې لپاره چې په هیواد کې یې یو نظم شتون ولري نو دخپلې امپراتورۍ لپاره یو لړ قوانین وضعه کړل او پر دغه قا نون یې د( یاسا )نوم کیښود چې د یاسا و یی په مغولي او ایغوري ژبو کې د ( پاچا دفرمان او حکم) معنا ورکوي.
په یاسا کې دځینو قوانینو په تیره بیا دبهر نیو هیوادونو سره دمغولو د اړیکو ، جګړو، دپوځي جو ړښتونو( تشکیلاتو) ، مالیو ،وراثت او دکورنیو داړیکو په اړوند مادي شته. دیاسا قانون په مغولوکې ددرناوي وړ قانو ن ګنل کیده او دتقدس او سپیڅلتیا په سترګه ورته کتل کیدل. چنګیزخپل زوی جغتای پر دې کار وګوماره چې دیاسا دقانون دتطبیق نظارت او څارنه به کوي . دلته به بده نه وي چې دیاسا دقانون ځینې مادې راوړم :
۱- هرهغه چا به چې کومې ښځې ته په سپکه سترګه کتل او یا له چا سره به یې لواطت کاوه نو هغه سړی که متا هل و او یا مجرد ( که میرمن به یط درلودله او یا به یې نه درلودله ) نو هغه ته شدیده او سخته سزا ورکول کیدله.
۲- هر هغه چا به چې په قصدي توګه درواغ ویل او یا به یې دښمن ته جاسوسي کوله دشدیدې او سختې سزا وړ ګڼل کېده.
۳- هر چا چې په اوبو او یا ایرو کې متیازې ( تشې بولې ) وکړې هغه ته سخته سزا ورکوله کیدله.
۴- هر چا به چې یو اسیراو مر یي ته دهغه دخاوند پرته خواړه او پوښاک ورکول سخته سزا به ورکوله کیدله.
۵-که په جګړه کې به څوک ټپي شو او وسله به یې پر ځمکه ولویدله دهغه تر شا سرتیري پر دې مکلف و چې هغه وسله واخلي او که به یې داسې ونکړل سخته سزا به ورکوله کیدله.
۶- دیاسا دقانون پر بنست دټولو ځناورو غوښې پاکې وې او دحلا لو او حرامو غوښو تر مینځ توپیر شتون نه درلود.
۷- دخپل پلار تر مړ ینې وروسته یې زوی کولی شول پرته له خپلې مور له خپلو میرو میندو سره هم ودونه وکړي .
۸- که به چیرې یو چا دچاآس غلا کړ نو مجبوره به و چې اصلي خاوند ته یې نهه اسونه ورکړي او که به یې دا کار په وس پوره نه و نو باید خپل زامن یې ورته ورکړي وای او که به یې چیرې زوی نه درلود نو دپسه او ګډ په شان باید حلا ل شوی اووژل شو ي وای.
۹- که به چیرې یوه ډله خلک ناست وو او ډوډۍ به یې خوړله او کوم مساپر به پر دغه لار تیریده نومسا پرپرته له سته با ید له نورو سره یوځای ډوډۍ خوړلی او چا دا اجازه نه درلودله چې نوموړی له خوړو نه منعه کړي .
۱۰ - چنګیزخپل رعیت ته امروکړ چې په هرنوي کا ل کې به یوځلې خپلې نجوني پاچا ته ورښکاره کوي چې دې پکې ځینې نجونې دځان اوځینې هم د خپلو زامنو لپاره ترې خوښې کړي .
۱۰- په یاسا کې ټولو مذاهبوته درناوی ښودل شوی دی.
البته دیا سا قانون ډیر ې ما دې درلودلې چې ما یې تاسو ته یوڅو بیا ن کړې 



-------------------------
ما خذونه:

۱- Genghis Khan's Code of Laws
from Genghis Khan – Emperor of All Men, by Harold Lamb
International Collections Library, Garden City, New York, 1927.
۲- Lamb, Harold (1927). Genghis Khan: The Emperor of All Men. Garden City Publishing.
3-http://www.vajehyab.com/dehkhoda/%DB%8C%D8%A7%D8%B3%D8%A7
۴-http://farzad1193.blogfa.com/post/200

Comments