غني خان او بې نکاح ښځه
فېصل فاران
دغني خان دفلسفيانه مقبوليت له کبله هغه پسې هرډول ګران او معماتي شعرونه هم تړل کيږي لکه رحمان بابا پسې چې هر دتصوف او شيخئ شعر اولس منسوبوي کله چې خيشګي دا غزل اوې چې زه په دې په هغې نه يم که مسجد که بتخانه ده نو هغه هم غني خان پسې ليکلے و وجه يې دغزل سرمست بيباک انداز و چې لهجه يې غني خانۍ وه ماچې واريده نو يوخو دغزل په مکمل ترتيب شکمن شو ځکه چې غني خان باقاعده غزل نه دے ليکلے کله هم او غزل چوکاټ کښې هم هميشه نظم ليکي يا نظم نما غزل ليکي لکه ۔۔۔وايه وايه مولاجانه ژوندتپوس دے که جواب
بل د خيشګي دغزل ډکشن کښې داسې الفاظ ؤ چې دغني خان دزماني مستعمل ډکشن کښې نه و شامل شوي لکه "دمذهب بنياد پرست "داصطلاح د انګريزي صحافت په ذريعه د ريليجيس فنډمينټل اردو ژباړه د ناين اليون نه پس معروفه شوې ځکه ماويل داکلام دغني خان بالکل نه دے وروستو پته شوه چې دزرين پريشان دے دغه ورځو کښې ساهو مرکه پېښور څه غونډه وه هغې مشتاق مجروح هم داشعرونه د غني خان په نامه په دريځ اووې ډاکټرسردارجمال پکښې ناست و هغه زماتبصرې او موقف نه خبروؤ ماته يې مسج وکړو چې ستاخبره کنفرم ده ماورته وې نيغ ورځه پرې هغه لاړو په سټيج يې داخبره وکړه چې دادغني خان شعرونه نه دي خو هغه وخت ورسره مرکيوالو ونه منله ځکه هلته ټول علامه ګان دي البته وروستو غزل دزرين پريشان ثابت شونو زما موقف درست ثابت شو نن سبا يوبل شعردچا چاربيتي شاعر غني خان پسې خلک ليکي او مطلب يې پوښتي چې
بې اودسه لمونځ کوه ګناه یې نشته
بې نکاح ښځه ساته ثواب يې ډېر دے
داشعر يوه ډله ادبي بحثونه کښې چا وليکه يوملګري ورته وليکه چې __
بې اودسه لمونځ یعني تیمم وهه او لمونځ ورباندي وکړه. بې نکاح ښځو څخه مراد وینځي دي.
ماورته وليکه چې
داد غنې خان نه دے خو پکښې مخاطبه شوې چې
( اے) بې اودسه __!مونځ کوه ګناه يې نشته
( اے) بې نکاح__!ښځه ساته ثواب يې ډېر دے
شعر کښې د اختصار له کبله دويناوي توري هسې هم پاتې کيږي اکثر وخت خو دګرامري علامتونو نيشتوالي هم معنو ته عجيبه شکلونه ورکوي البته دا شعر دے هم نه يوه منظومه معمه ده

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.