Skip to main content

Ghazi Umara Khan Jandooli

خپل تاریخ خپل اتل 

د غازې عمراخان جندولې مبارزه ، ځانګړې خویونه او خصلتونه 

١ غازی عمرا خان پلار په نیکه د یر علګر فرنګې د نوغې دشمن وو ۔ د ده پلار امان خان او نیکه فیض طلب خان د کال ١٨٦٣ د بونیر امبیلې په جنګ کښې فیرنګیانو ته د اسمان ستورې ښودلې وو ۔ د کال ١٨٨٠ نه د اپریل ١٨٩٥ پورې ېې پوره ١٥ کاله د انګریز حمله اور فوځ سره ښه په نره وسله والا مبارزه وکړه ۔ دشمن ته ېې ډیر زیات ځانې ، مالې او فوځې زیان او تاوان اورسوه ۔ د ملاکنډ ټوله تاریخې غزا هم د دغه افغان نپولین عمراخان په مشرﺉ کې شوې ده ۔ په ړومبﺉ حمله کې ېې انګریز تر مردانه زغلولې وو 

٢ د فرنګیانو دا پیشکش چه مونږ به تا د ټولې صوبې حکمران جوړ کړو خو جنګ او مزاحمت مه کوه ، عمراخان دغه پیکش رد کړې وو 

٣ د فرنګې دا پیکش چه مونږ به تا او ستا ټو اهل و عیال د برطانې شهریت او نور مراعات درکړو ۔ عمراخان ورسره ونه منله 

٤ عمرا خان په جنګ یر غلګر فرنګې سره خپله خانې ، خپل خاندان او هر څه په داو کړل خو دشمن ته تسلیم نه شو 

٥ عمران خان به ځان ته جندولې لیکلو ۔ هغه او د هغه ټول خاندان تر دې دمه خپلو نومونو سره مست خیل نه لیکې 

٦  بابا دوه وارې حج کړې وو ۔ ښه متقې ، مونځ ګزارې او د صوم صلوات پابند سړې وو ، حافظ قران وو ۔ عمرا خان د ډیرې دیندارې باوجود هم ښه روښان فکره او د ارت زړه او زهن څښتن وو ۔ ستار ، شپیلې او اولسې او قامې سندرې به ېې په شوق اوریدلې ۔ دده په دور حکومت کې به ښځو ستر نه کولو او نه به ېې تمبوان ( شټل کاک بوقې ) په سرولې ۔ ښځو به د مدرسې تعلیم ، کر کیله  ، اشر ، غوبل ، لو لور ، او د جنګ په وخت کې د خپلو لښکرو د ملهم پټې ، اوبو او ډوډې سره ټوپک ، توره او مرمې هم سنګر ته اوړلې ۔ په دغه زمانه کې حیا او وفا د هرې پښتنې میرمن نامه او جامه وه ۔ د عمرا خان د بهترین طرز حکومت یوه مهمه نتیجه دا هم وه چه په دغه دور کې د ښځو سره د زور ظلم یوه واقعه هم نه را مبنځ ته شوې ۔ 

٧  ده خپل حکومت کې د ښځو د کوره د وتو سزا په طور د سرونو په خریلو پاپندې اولګوله  او د دغه جوړې په خپله رضا واده کولو اجازت ېې ورکړو 

٨ د ده په قلا باړو کې به د کوربنو او میلمنو په سګرټ او چلم څښلو هیڅ پابندې نه وه ، ولې پخپله ېې په ټول ژوند کې هیڅ رقم نشه تماشه نه وه کړې ۔ کله چه د باړوی د قلا ډکون ( براﺉ ) کیدله نو عمرا خان اعلان اوکړو چه ددې کار ړومبې تیګه به هغه سړې کیږدې چا چه ټول عمر کې زنا نه وې کړې 

٩  دده په قلا کې د چترال د قلا یو انګریز قیدې کیپټن پاولر په خپله ډایرې کې لیکلې دې چه عمرا خان به په خپله هیڅ قسمه وسله چاړه ، چاقو یا توره د ځان سره نه څاتله البته خپله محافظ دسته به ورسره هر ځاېې موجود وه ۔ پاولر واﺉ چه یو ځل عمرا خان په خپله قلا کې زمونږ ملاقات له راغې ، وې ﺉ چې زما لښکر د چترال د قلا نه د انګریزانو بلها سازوسامان راوړې دې چه بلها بو تلونه هم پکښې شته زه شراب نه پیژنم خو تاسو ورشې او وې ګورې  که شراب پکې وې نو څښلې ېې شې ۔ مونږ په قیدیانو د تشدد او د خپلې مرضې د مسلط کولو حامیان خلک نه یو ۔ تاسو کولې شې چه دلته خپل ژوند د خپلو عقایدو او دود دستور مطابق تیر کړې ۔ پاولر تیاتوې چه عمراخان خپلو سپاهیانو ته حکم کړې وو ۔ چه د قیدیانو د خوښې خوراکونه دې پرې اوخروې ۔ د ده د میزونو ، کرسو ، رکیبو ، پلیټونو ، ډونګو او کاشوعو حکم هم ورکړې وو ۔ حالانکه ده به د کور والو یا میلمنو سره په شریکه په لوې خانک کښې په لاسونو ډوډې خوړله ۔ پاولر لیکې چې کله به عمرا خان په باړو کې وو نو مونږ به هر مازیګر پټو اړخ ته په چکر وویستلو اوښه قدم وهنه به مو ورسره کوله 

لیک او لټون ۔۔۔ اکبر سیال


Comments