پښتانه اساک يا ساک دي؟
د پښتنو د اصل نسل په حقله خو هسې ډيرې نظرٸې دي ـ خو چې غتې نظرٸې دي هغه يوه بني اسراٸيلي نظريه ده چې بنياد ٸې د نعمت الله هروي ليکلے کتاب مخزن افغاني يا تاريخ خان جهاني دے ـ او بله دويمه غټه نظريه چې ده هغه دغه ده چې پښتانه اريا دي ـ چې بنياد ٸې د حبيبي صيب او د احمد علي کهزاد کتابونه دي ـ
خو د بني اسراٸيلي نظرٸې په مقابل کښې ارين نظريه مضبوطه ده ـ ځکه چې هم په اويستا کښې د پښتنو نخښې نخانې شته او هم په مها بهارت او رګ ويد کښې چې ټولو پوهانو ته معلومه ده ـ
خو اوس وخت کښې يوه دريمه نظريه هم راوتې ده چې پښتانه ساک يا اساک دي ـ دا نه بني اسراٸيل دي او نه اريا دي بلکښې د دوٸ نه بيل خلق دي ـ د برق صيب په خيال دغه خلق د اريا دښمن يا مخالف تورانيان يا ساک دي ـ
د تاريخ په رڼا کښې دغې خلقو ته ساک ، سک ،سکيت ،سګيف او داسې نور نومونه اخستي شوي دي ـ
ځنې خلق دغه ساک د سيتهين يوه څانګه ګڼي ـ د ځنې پوهان په خيال چې پارتين او ساک دواړه يو خلق يا ګاونډيان وو ـ
خو بيا هم راځو د اصل موضوع اړخ ته ـ دغه ساک ته برق صيب اساک واٸي ـ برق صيب په خپل کتاب کښې پښتون قام يا نسل؟ کښې د اساک يا ساک په حقله واٸي :
د "اس" Horse د لاحقې نه بې شميره نومونه قومونه نسلونه او ډلې يادې شوې دي ـ خو دا هغه ډلې دي چې په خپلو کښې ٸې څه قومي يا نسلي رشته نه وه بلکښې د "اس" Horse د وجې نه پکښې هغه ټول قباٸل راځي چې په ړومبي ٸې "اس" Horse متعارف کړے دے ـ په دويمه معنا کې ورته مونږ خانه بدوش صحراٸي او جنګجو قباٸل هم وٸيلے شو ـ په دې کښې نور هم ډير قباٸل راځي او پښتانه هم پکښې شامل دي ـ ځکه چې د دوه درې سوه کاله وړاندې پورې پښتانه هم د دغه کوچي توب او خانه بدوشې په حالت کښې وو ;
که مونږ د برق صيب دغې خبرې ته غور وکړو چې ساک يا اساک خانه بدوش وو او پښتانه هم هميشه خانه بدوش پاتې شوې دي ـ نو که مونږ د تيراه قباٸل د نن نه يو شل کاله وړاندې کتلي وي نو هغوي به هم دا رنګ کول چې په ګرمې کښې به کوز تيراه ته کوزيدل او په يخنې کښې به غرونو ته راوختل او په غارونو يعني ګارو کښې به يې ژمے تيرول ـ
دا د نن نه شپاړس اوولس کاله اول ما په خپلو سترګو ليدلي دي ـ اوس نه پوهيږم چې دغه خلق په غارونو کښې وخت تيروي او کنه ـ
پوهان په يوه خوله دي چې د پښتنو ډيرې قبيلې خانه بدوشې وې او تر ډيره وخته ٸې د خانه بدوشې وخت تيرول ـ نو که مونږ دغه اساک يا ساک ګورو دا هم خانه بدوش خلق دي او د دې پښتنو سره ٸې نزديکت خامخا شته ـ او دا خبره به د وړاندې ليکنو نه څرګنده شي ـ
خبره به اول د دې ساکا د اوسيدو په ځاے کوو او د هغې سره به يې د ژوند ژواک په حقله نظر اچوو ـ
دوست شنوارے په خپل کتاب (افغانستان په اوستا کي) کښې د تفصيل سره د دغې ساکو د ژوند ژواک په حقله مونږ ته معلومات راکوي :
دوست شنوارے د دوو يوناني مورخينو يعني د سترابون او هسکاٸتي د ليکنو نه نقل کوي او واٸي :
چې مساګيت (ساک ) واٸي چې د دوٸ څه برخه په غرونو کښې ژوند کوي بله په دښتو کښې اوسيږي ـ دريمه په هغو درو کښې چې سيندونو جوړې کړې دي ـ او څلورمه ٸې د دغې سيندونو په ټاپوګانو کښې ـ
لوستونکو ته دې ياده وي چې مساګيت د ساکا يا ساک مشره ډله ګڼلے شي او ټول پوهان په يوه خوله دي چې دغه مساګيت د ساکو يوه لويه يا مشره ډله يا قبيله ده ـ
برق صيب د ساکا د قدامت او لوٸ والي په حفله واٸي :
چا د اساکو (ساکو) ځان له د حيثيت هډو ذکر نه دے کړے او دوٸ ٸې هم په ارياٶ کښې ورچولي دي او بيا ٸې ورله د ساکا يا سيتهين نوم ورکړے دے او ډير روستو چې د قبل مسيح په اخري کلونو کښې کوم ساکا خلق ښکاره شوي دي صرف د هغو ذکر ٸې کړے دے او هغه هم د کوشانو سره ګډ وډ چې وړه شان ډلې ٸې ثابته وي ـ
د برق صيب د وينا مطلب دے چې دغه ساک يا اساک وړوکې ډله نه بلکښې دا ډير زيات خلق دي او په قدامت کښې هم د ارياٶ نه زيات دي ـ
دغه د ډير والي خبره د يوناني مورخينو د ليکنو نه هم مونږ ته جوتيږي ـ ځکه چې بره مونږ اووٸيل چې مساګيت واٸي چې زمونږ يوه برخه په غرونو بله په درو کښې اوسيږي او بله د سيند سره جخته اوسيږي ـ بله په دشتو کښې ـ
دوست شنوارے د دغې ساکو د ژوند او دودستور په حقله مونږ ته ډير ښه معلومات راکوي چې د پښتنو د ژوند او دودستور سره ډير نزديکت لري ـ
انشا الله نور بيا ـ ـ ـ

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.