پښتانه ساک يا اساک دي؟ دويمه برخه
په اولنې برخه کښې مو په ساک يا اساک باندې څه لږ شان نظر اچولے وو او د پوهانو راٸې مو هم پرې ورکړي دي ـ لکه ما څنګه وٸيلي دي چې د پوهانو يوه ډله په دې اند ده چې پښتانه نه بني اسراٸيل دي او نه اريا دي بلکښې پښتانه اساک يا ساک دي ـ کله چې مونږ د يوناني ليکوالو په ليکنو کښې او د اويستا په متنونو کښې ګورو نو دغه اساک ځان ته يو خلق ښودلے شي او ځان ته دودستور او عقايد لري او بل خانه بدوش دي او د هغې سره جنګجو دي ـ نو د پوهانو نظر ٸې د ځان پلو راګرځولے دے او د پښتنو يو ترڅ پکښې ګوري ـ پوهان دغه ساک پښتانه يا پښتانه د دې ساکو يوه ډله ګڼي او د ټولو نه زاړه ساک هم پښتانه ګڼي او هغه ځکه چې ساک يا اساک د دې هندوکش باختر پامير نه خواره شوي دي او پښتانه اوس هم دلته په دې اصلي ځاے باندې ژوند کوي ـ
خير دا خو به مخکښې څرګنديږي چې پښتانه د ساکو سره څومره نزديکت لري ـ راځو اول د ساکو د استوګنې يعني اوسيدو په ځاے خبره کوو ـ خو يو خبره چې دغه ساک يوه ډله نه ده بلکښې دا ډير ،ې قبيلې دي چې په تاريخ کښې په ډيرو نومونو يادې شوي دي چې يو نوم پکښې د پښتنو او د دې ډلې دے ـ
بهادرشاه ظفر کاکا خيل صيب په خپل کتاب پښتانه د تاريخ په رڼا کښې د دې ساکو د ځاے ځاٸيګۍ په حقله ډير ښکلے ليک کړے دے واٸي :
دې قبايلو د ډيرې زمانې نه د خانه بدوشې ژوند تيرولو ـ
په قبل تاريخي زمانه کښې چې د باختر په زرخيزه علاقو چې به د وسطى ايشيا کومو قامونو تاختونه کول هغه هم دغه خلق وو ـ چې روستو ورته په تاريخ کښې سيتي قباٸل وٸيلي شوي دي"" ـ
ياده دې وي چې سيتي د ساک يا اساک ډله ده خو ځنې پوهان ساک په سيتي کې شميري خو برق صيب ساک يا اساک د ټولو ډلو نوم ګڼي او هغه هم د "اس" په وجه ځکه چې دغې خلقو ته به ساک يا اساک د "اس" Horse په وجه وٸيل کيدو ځکه چې د دوٸ سره "اس " وه او دغه خلق د Horse اولني ايجاد کوونکي يا سواره وو چې په "اس"Horse ٸې سوارلي کړې ده ـ دا خبره د يوناني ليکوالو د ليکنو نه هم څرګنديږي ـ
بهادر شاه ظفر کاکاخيل صيب مخکښې ليکي :
اويستا کښې دا خلق (اساک) د توريا په نامه ياد دي ـ
دا لفظ توريا به د باختر هم استوګن قباٸل وو چې کوم چې په دغو علاقو کښې په مخکښې زمانو کښې اباد وو ""
ياده دې وي چې توريا هم دغې اساکو ته په اويستا کښې وٸيلي شوي دي ځنې وخت کښې دغې خلقو ته ديوان هم وٸيلي شوي دي ځکه چې دوٸ د زردشتي مذهب او د دې اريا دښمنان وو ـ
دا خبره د بهادر شاه صيب د ليکنو نه هم ظاهريږي واٸي:
د تاريخ په هره زمانه کښې مهذب قومونه او حکومتونه د دې سيتي خانه بدوشو د تاخت او باخت نه په حفاظت کولو مجبور وو ساکا پارتين هم د دې سيلاب يوه چهاپه وه ـ
ياده دې وي چې ظفر صيب دلته ساکا يوه ډله ګڼي خو د دې نظرٸې د منونکو په نزد دا ډله نه بلکښې د دې نه ډلې وتې دي ـ
هيروډوټس چې کله د دې ساکو په حقله په خپل کتاب هسټوريه کښې ليکي نو واٸي :
ساکيانو پرتوګونه اغوستي وو اوږدې مخروطې ټوپې ٸې په سر وې او د دوٸ سره خپلې وطني ليندې غشې پيش قوزې وې ـ يو قسم تبرونه ورسره وو چې دوٸ به ورله ساګارس وٸيل دوٸ په حقيقت کښې آمورجين سيتي قباٸل وو خو ايرانيانو به دوٸ ته ساکيان وٸيل ځکه چې ايرانيانو به ټول سيتي قباٸل په دې نوم يادول ""
د آموجين په حقله د ظفر صيب خيال دے چې د دې نه به مراد هغه ساکا قباٸل وو چې د رود آمو په غاړه اوسيدل ـ
ظفر صيب واٸي :
دا خبره واضحه کيږي چې ساکا د سيتي قبايلو يو ښاخ وو او په شپږمه ق م په خواشا کې د رود امو په غاړه اوسيدل "
دوست شنوارے صيب په خپل کتاب کښې د ساکو په د اوسيدو په حقله ليکي :
تر ټولو مهمه خبره داده چې د زردشتيزم سخت دښمنان باختري قباٸل وو چې اکثريت ٸې لرغوني عقايد پالل وو ـ
دغه خلق په اوستا کښې تورا تورانمان "ديرويکه سکه " او داسې په نورو نومونو ياد دي ـ چې د اوسيدو ځاے ٸې باختر خواشا ده ـ او د زردشت مذهب نيژدو ګانډونډيان دي ـ ځکه چې دوستي او دښمني د ګانډي توب په ثوب کيږي "
ما مخکښې چرته وٸيلي دي چې دا توريا کوم خلق دي دا هم دغه ساک يا اساکدي بل څوک نه دي او خبره سپينه ده چې دا خلق هم دلته د باختر سره خواشا کښې اوسيدل ـ
دوست شنوارے د اساکو د يورې بلې ډلې د اوسيدو په حقله واٸي :
د هوما ورګ ساک د قبل الميلاد د زرو په نيمايي کښې په پامير کښې يوه ټولنه جوړه شوه چې يو واحد کلتور ٸې لرل ـ دغه ټولنه د هوما ورګه ساکو په نوم نقش رستم کښې ياد دي ـ د دارا په په نتبو کښې هم ياد دي "
مخکښې واٸي :
دغه ساک که څه هم د منځني آسيا په دې علاقو باختر،سوغد،مروه ،خوارزم ،فرغانه د خانه بدوشې په حالت کې اوسيدل خو د دوى د اوسيدو ځاے د مرغاب سيند وادي وه چې تر هندوکشه پورې ٸې لمن غزيدلې وه "
د اساکو د ځنې قامونو د اوسيدو د ځاے په حقله دوست سنوارے ليکي:
ديربيکان د آمو سيند په منځني جريان کې ـ
اپاسياک د خوارزم په شمالي پولو کښې ـ
هوما ورګه يا ساکه رواکه ذکر ما بره کړے دے ـ
تخاريان د تخارستان د وادي اوسيدونکي "
مساګيتو په حقله به زه روانو ليکلو کښې ډير څه اوايم خو هيروډوټس دوٸ په دښتو کښې اباد ښاٸي او مونږ د مساګيتو نه اوريدي هم دي چې دوٸ واٸي چې زمونږ يوه ډله په دښتو کښې اوسيږي ـ
داسې نور هم ډير شهادتونه مونږ د يوناني ليکوالو او اوستا کښې ګورو چې دغه ساک د باختر خواشا کښې اوسيدو او د دوٸ نه به وخړ په وخت قومونه کوچيدل او ترې تر هند يورپ پورې خواره شوي دي او اصلي خلق هم دلته په بلختر يا د هندوکش په خواشا کښې پاتې شوي دي ـ
کله چې مونږ دغې روايتونو ته ګورو نو دا خبره ښه په ډاډه زړه کيږي چې د ساکو يا اساکو ځاے هم دغه هندوکش دے۔ او بيا روستو نورې دنيا ته خواره شوي دي خو يوه ډله چې نه د هندوکش نه بهر وتې ده او نه به بهر لاړه شى هغه هم دغه پښتانه دي چې د ادم نه تر نن دمه دلته په بلخ هندکش او تر اباسين پورې پراته دي او ژوند کوي ـ
انشاءالله راتلونکې برخې کښې به د دې د پښتنو د نيکونو په حقله د دوٸ د مذهب دو دستور په حقله خبره کوو ـ
انشاءالله نور بيا ـ ـ ـ ـ

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.