پښتانه ساک يا اساک دي؟ دريمه برخه
تيرې برخې کې مو د اساکو په ځاے ځاٸيګۍ باندې خبره کړې وه ـ او د ټولو روايتونو او شهادتونو نه دا څرګنده شوې وه چې د دوٸ اصل ځاے باختر ، آمو او سردرياب وو او اوس هم دلته دغه پښتانه ژوند کٶي ـ
اوس راځو د ساکو د ژوند ژواک اړخ ته ـ
کله چې مونږ د ساکو ژوند ژواک ګورو نو دا راته څرګنديږي چې دا خلق خانه بدوش وو ـ خو داسې نه ده چې دغه ساک يوه ډله وه بلکښې د دې سلکو ډيرې زياتې ډلې وې او دا ټولې ډلې خانه بدوشې وې ـ دغه ساک د آمو نه تر سر دريابه پورې په مختلفو ځايونو اباد وو ـ خو دغه خلق به په يو ځاے تمکيدل هم نه ـبلکښې د موسم سره به کله دلته او کله هلته ـ خو يو دا چې دغه اساک د اريا يا د زراعت کارو نه بيل خلق وو دا اندازه د اوستا نه هم لګي ـ ځکه چې په هغې کښې د دې خلقو دپاره وران کاري يا شيطاني مخلوق وٸيل شوے دے او وجه ٸې دغه ده چې دغې خلقو به په دې زراعت کارو يعني د زردشتي مذهب په پيروکارو حملې کولې او بل ٸې د دوٸ مذهب هم نه منل ـ ځکه چې دوٸ يعني اساکو خپل عقايد د زردشتي مذهب نه قديم ګڼل ـ
دغه ساک يا اساک خانه بدوش خلق وو او د دې سره غشي ويشتونکي او شاهسوار هم وو ـ د دې خلقو د کاميابې غټ راز "اس" او د برق صيب تر نزد هم د دې اس د وجې دوٸ په اساک مشهور شو او په دې خصوصياتو به ورته خلقو ساک يا اساک وٸيل يا وٸيلي دي ـ
د برق صيب په نزد چې د اس ايجاد کوونکي هم دغه اساک دي خو ځنې پوهان د ساک مطلب د غشي ويشتونکو او چلوونکو ښاٸي ـ خو دغه دواړه خصوصيات په دې خلقو يعني ساکو کښې وو ـ هم ښه شهسوار او هم ښه غشي ويشتونکي ـ
د دې ساکو په حقله په اويستا او د يوناني مورخينو په ليکلو کښې مونږ ته ډير څه په ګوتو راځي ـ
راځو د ساکو د ژوند ژواک اړخ ته ـ
دوست شنوارے په خپل کتاب افغانستان په اوستا کښې ليکي :
د سيتيانو يعني ساکو لومړي يادونه په هسيود کښې شوي دي او زيات پوهان عقيده لري چې دوٸ د ميلاد نه نژدې يونيم زر کاله له مخه له خپل ټاټوبي نه کوچيدلي دي ـ
هييو کريتوس د دې ساکو په حقله ليکي :
سکتيان څلور عرابه يزي پوښلي ګاډي لري چې دوٸ د باد او ورښت له ضرره خوندي ساتي ګاډي ٸې غوايان راکاږي ـ د کوچ په وخت کښې ښځې ماشومان او سامان په ګاډو کې وړي او سړي ورسره په اسونو سواره دورمي ـ په کوم ځاے کښې چې ښه واښه او سمسورې ورشوګانۍ وي هم هغلته ايساريږي او بيا بل مناسب ځاے ته ځي ـ د دوٸ ښه خواړه خوراک پخه غوښه ،شوده او پنير دي ـ دوٸ تګړه سوارکاران او پياوړي ښکاريان دي ـ عقيده ٸې د ارباب الاعو پالنه ده ـ نه کوم مزرک معبد لري او نه د کومې مجسمې لمانځنه کوي ـ
۔ د ژبې او دودونو په باب زيلت معلومات نه لرو هم دومره پوهيږې چې دوٸ اريايان دي ـ
خو دلته چې مونږ ګورو بيا ٸې هم دغه ساک د اريا سره خلط ملط کړي دي خو وجه ٸې دغه کيدے شي چې دوٸ د اريا سره نژدو اوسيږي نو بيلتون ٸې ګران شي ـ
خو په حقيقت کښې دا بيا خلق دي چې د زراعت کارو نه په هر څه کښې بيل دي او ان تر دې چې په عقيده کښې هم ـ او هغه ما مخکښې ليکلي دي چې د دې اساکو بيله عقيده او دود دستور دے يعني دوٸ په زردشتي مذهب نه دي ـ د برق صيب په خيال دغه اساک د رګ ويد سره نزديکت خوري نه چې د اويستا سره ـ دا هم واٸي چې رګ ويد او اويستا خپلو کښې بيل بيل دي يعني رګ ويد د خانه بدوشو ښاٸي او اويستا د زراعت کارو ـ
انشا ء الله نور بيا ـ ـ ـ
نور اپريدے

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.