پښتانه ساک يا اساک دي ؟ څلورمه برخه
په دريمې برخې کښې مو د ساکو د ژوند ژواک په حقله لږ شان بحث کړے وو ـ خو د دې ساکو په حقله ډيرو مورخينو په خپلو ليکنو کښې څه نه څه وٸيلي دي ـ يو دوه يوناني موخين چې سترابون او هيکاتي د دې ساکو د ژوند ژواک په حقله ليکي :_
مساګيت واٸي چې د دوٸ يوه برخه په غرونو کښې ژوند کوي بله په دشتو کښې ،دريمه په هغو درو کښې چې سيندونو جوړې کړې دي ـ څلورمه د دغه سيندونو ټاپو ګانو کښې ـ
د عبادت يا مذهب په حقله ٸې ليکي:
دوٸ يوازې د نمر نمانځنه کوي چې هغه ته اسونه قربانوي ـ
د ښځو په حقله ٸې ليکي :
دوٸ که څه هم يوه يوه ښځه لري خو د نورو ښځو سره هم څرګند ډول رابطه لرلے شي ـ
د مړو په حقله ليکي:
دوٸ هغه مړينه ډيره مبارکه ګڼي چې انسان زوړ شي او روستو د پسونو سره ټوټې ټوټې شي ـ له بيمارو نه مړه کسان د ناپاکو ناوړو په صفت يادوي او ځناورو ته ٸې اچوي ـ
د سوارو په حقله ٸې واٸي :
هغو د جګرې ښه سواره دې او په ليندو ،تورو ،زغرو او د مسو په تبرونو ښه مسلح دي ـ د جګرې په وخت کښې د سرو زرو ملا وستني او مټ وندي تړي ـ د اسونو واګې ٸې په سرو زرو ښکلې شوي دي ـ
مخکښې ٸې د خوراک لباس په حقله ليکي :
هغه مساګيت چې په ټاپوګانو کښې اوسي خوراک ٸې د ونو بوټو نيلې او ځنګلي ميوې دي ـ ځکه چې کروندې نه لري ـ لباس ٸې د ونو پوټکي دي دوٸ رمې نه لري ـ
هغه چې په واديګانو او دروکې اوسي خوراک ٸې کبان ،لباس ٸې د اوبو د خوګانو پوستکي دي ـ
په غرونو کښې د اوسيدونکو ٸې ځنګلي ميوې دي ـ هغوي د ميږو رمې هم لري چې نه ٸې حلالوي بلکښې وړو او شيدو دپاره ٸې ساتي ـ دوٸ خپلې جامې د داسې بوټو په نښتيځ رنګوې چې برګې وي او ډير وخت خپلا ځلا ساتي ـ
په دښتو کښې مساګيت زمکې لري خو نه ٸې ابادوي ـ خوراک ٸې د پسونو او کبانو غوښې دي او د ژوتد ډول ٸې کوچ او ليږد دے ـ
د عادتونو په حقله ٸې ليکي :
دغه ټول ساک د ژوند يو ډول او طرز لري ـ د مړېنو اجتماعي اخلاق او د ژوند چارې ٸې يو شان دي ـ هره قبيله ٸې د پرديو سره دوه مخې ،وحشي او جګړه ماره ده او په خپلو کښې سره سپين زړي او رښتوني دي ـ (افغانستان په اوستا کې)
يو بل مورخ هيروډوټس په خپل کتاب کې د دې ساکو په حقله ليکي :
دا خانه بدوش خلق د کر کيلې نه نا اشنا وو او څاروي به يې ساتل ـ دوٸ کلي ښارونه او کلاګانۍ نه لري د اسونو په ګاډو کې ګرځيدل ـ چې هم دغه د دوٸ کورونه وو ـ
د دوٸ عادت ډير ګنده وو لمبل به يې هيچرې هم نه ـ د مخامخ جنګ په ځاے دوٸ د دښمن نه په اسونو چورليدل او غشي به يې ويشتل ـ د اس دپاسه په ناسته غشي چلول د دوٸ ډير ښه زده وو ـ د مظاهر عبادت به يې کولو ـ د سرو زرو کالي به يې جوړول او اسونو ته به يې هم د سرو زرو کالي اچول ـ
داسې نورو هم ډيرو مورخينو د دوٸ د ژوند ژواک په حقله ډير څه ليکلي دي ـ او مخکښې ليکنو کښې مو دا څرګنده کړې هم دا چې د دې خلقو اصل ځاے باختر امو سيند او سردرياب وو ـ خو دا خلق د نورو ارياٶ نه بلکل بدل وو دوٸ خانه بدوش وو او د دوٸ ګاونډيان زراعت کار ـ د دوٸ عقاٸد د رګ ويد سره نژدو وې او د زراعت کارو د اوستا سره ـ دا خانه بدوش يعني اساک يا ساک د دې زراعت کارو غټ دښمنان وو او يوازې د دوٸ نه بلکښې د دوٸ د مذهب يعني زردښتي مذهب هم ځکه چې دې خلقو خپل عقاٸد د زردشتي مذهب په مقابل کې لرغوني ګڼل ـ
انشا ء الله که ژوند وو نو په اخري برخه کښې به د دې ساکو د پښتنو سره يو والے څرګند کړو بلکښې څرګند شول هم ـ دا به اوګورو چې پوهان دوٸ او پښتانه څنګه او ولې يو خلق ګڼلي دي ـ
انشاءالله نور بيا ـ ـ ـ

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.