Skip to main content

Jone of Ark in Pashto

«جون آف آرک»
***
د فرانس هغه کلېواله نجلۍ; چا چې د خپل عمل سره سم د هغه زمانې د فرانسوي پوځیانو وینه وبرېښوله، دا مضمون د پېړیو څخه د شاعرانو، لیکوالانو او ډرامه نګارانو لپاره زړه راښکونکي سکالو راروانه ده ـ
جون آف آرک په ۱۴۱۲ عیسوي کال کې د فرانس په یو کلې ډومړي کې وزېږده، دا بېسواده وه؛ خو ډېره حساسه، هوښياره او عقیده خوښې وه, په روحونو، پرېښتو، خوبونو او د وحي په پیغامونو به یې ژوره عقیده درلوده ـ
یرغلګرو انګریز پوځیانو به چې ددې پر وطنوالو فرانسویانو باندې ظلمونه کول' نو دا به احساساتي کېده' چې څنګه خپل هیواد له دې مصبیت څخه وژغورې!
دې ته به غیبي اوازونه راتلل؛ چې ورشه او د ځایناستي فرانسوي پاچا مرسته وکړه؛ دې د خپل کلې خلکو ته ویل;
ما ته د فرانسوي پاچا سره د مرستې کولو امر شوی دی او زۀ ورروانه یم ـ
ځینې خلکو ته دا دروغجنه، لیونۍ او مکاره برېښیده' خو بیا هم دې له صبر څخه کار واخېست او په دې لړ کې یې خپلې هڅې دوامداره وساتلې، بالااخیره د پاچا مشر زوي سره یې ولیدل!
ډافن (ځایناستي پاچا) ددې مذهبي جذبې ته د خوښۍ په نظر وکتل، سربېره پر دې یې هم فکر وکړ؛ چې پر فرانسوي پوځیانو به د یوې جذباتي نجلۍ د تلقین ښۀ اثر پرېوځي، چون هغۀ جون آف آرک ته د پوځ کمانډ په لاس کې ورکړو ـ

نابالغه جون د کال ۱۴۲۸ په ۲۹ اپریل د سړیو وردي په تن کړه، په یو لاس کې یې توره او په بل لاس کې یې سپین بیرغ واخېست او لس زره فرانسوي پوځ ددې په کمانډ کې په اورلینز ښار برېد وکړو؛
فرانسوي پوځ ددې په کمانډ کې د انګریزانو د واک لاندې په اورلینز داسې ښار داسې وار په وار برېدونه وکړل؛ چې انګریز پوځیان وویرېدل او د ښار محاصره یې ختمه کړه ـ 
له دې نه پس جون آف آرک ځایناستی پاچا ډافن ریمز ځای ته بوت، هلته یې ورته د اووم چارلز په نوم شاهي تاج پر سر کېښود ـ 
په کال ۱۴۳۰ په مئي میاشت کې جون آف آرک د انګریزانو لخوا د محصور شوې کومپین ښار د خپلواکولو هڅه کوله' چې د انګریزانو لخوا راګیره شوه، د یوې اوږدې مقدمې په ترڅ کې د یو پادري لخوا د جادوګرۍ په تور محکومه شوه، په کال ۱۴۳۱ په مئي میاشت کې پر روا بازار کې د یو بورجل سره د لاسو او پښو څخه وتړلی شوه او په مروز ډول ژوندۍ وسېځلی شوه ـ 
جون آف آرک د مرګ نه ۲۵ کاله پس په کال ۱۴۵۶ کې فرانسوي دولت پر دې د چلېدلې شوې مقدمې بیا ځیرکتنه وکړه او بې قصوره ثابته شوه ـ 
په کال ۱۹۲۰ کې پوپ بیني ډکټ پانز لسم باقاعده د کیتهلک دود سر سم ورته د سېنټ (ولي) درجه ورکړه ـ

Comments