کچکول روان دے
کچکول روان دے، رباب ټنګېږي
وروڼه جنګېږي، کور يې ورانېږي
لارې تيارې دي، قام يې اودۀ دے
دنيا په څۀ ده، پښتون په څۀ دے
غټ غرضي شو، خوار ناخبره
قاضي بې توله، حاکم بې سره
منډه د دۀ ده، ښکار د هغۀ دے
دنيا په څۀ ده، پښتون په څۀ دے
دنيا د خان شوه، دين د ملا شو
ژوند نه د ستا شو، او نۀ زما شو
قلم څه نۀ شو، عَلَم څه نۀ دے
دنيا په څۀ ده، پښتون په څۀ دے
کور بې مالکه، کوڅه کښې سپے شو
موسم بې وخته، پټے پردے شو
د ګونګي چغه، کار د ړاندۀ دے
دنيا په څۀ ده، پښتون په څۀ دے
اجمل خټك

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.