کوچیان تیرشول له کابله
تورپیکۍ به وینم کله
کوچۍ پیغلې مخکې تللي
په نري غږیې ویلې
پښتنې خوږې سندرې
لکه سپینې ملغلرې
کډې راغلې له زابله
تورپیکۍ به وینم کله
کډې باردي په اوښانو
اوږد منزل دی دکوچیانو
درې څلور واړه جونګیان دي
رمه ساتي درې یې سپیان دي
نه ستړیږي له مزله
تورپیکۍ به وینم کله
په صورت پښتنه ښکلې
پت او ننګ ته ملا تړلې
دملالې دوطن دي
دوی دښمنې ددښمن دي
ستایو دامینه ترتله
تورپیکۍ به وینم کله
دا دغرو ښکلې لمنې
ښکلي بریښي کیږدۍ پلنې
رمې څري شنه شنیلي کې
دا داوړي په ګرمۍ کې
کوچۍ راغله له ګودره
تورپیکۍ به وینم کله
( امرالدین سرحد)
Kakarai gharay
Pashto Times

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.