Skip to main content

Khushal Bab Poetry about Mughal King Aurangzeb Alamgir

اورنګ زیب دخوشال بابا په شعرونو کې
(July 1658– March 1707)
------------------------------------------------------------------
اورنګزیب عالمګیر چې د۱۶۱۸ زیږدیز/میلادي کال دنوامبر دمیاشتې په دریمه نیڼټه زیږیدلی وپه ۱۶۵۸ زیږدیزکال کې دهتدوستان شپږم مغولی واکمن شو . ده ځانته دابوالمظفر محیي الدین محمد لقب غوره کړخودی په اورنګ زیب سره مشهورشو.. پلار یې شاه جهان او مور یې ارجمند بانو بیګم نومیدله چې په ممتازمحل سره یې شهرت درلود.
ستر خوشال بابا دده معاصرو . زموږ دپښتو ژبې ستر شاعرخوشال بابا هم داورنګزیب درنتهمبور په جیل کې دوه کاله څلور میاشتې او شل ورځې قید تیر کړی دی .دا د۱۶۶۶-۱۶۶۷او د۱۶۶۸ کلونو مو ده وه نو ځکه داورنګزیب په اړوند یې هم ډیر شعرونه ویلي دي چې ځینې یې دهغه په هجوه او غندنه کې ویل شوي دي :
خوشال بابا اورنګ زیب داطاعت وړ اولوالامر نه ګڼي نو ځکه وايي:
اطاعت د اولو الا مر ځکه نکړم
خلیفه دزمانې په زړه کافر دی
او داورنګ زیب دظلمونو په اړوند وايي:
اورنګ زیب چې آرایش دتخت وتاج کا
تخت وتاج به یې مرګی واړه تاراج کا
په جهان کې به یې پاتې ښه بدنوم شي
ده زده چارې د کسری که د حجاج کا
*********
څه یوازې په ما نه ده که ژوندی وي
اورنګ زیب بادشاه به ډیر کاندي پایمال
ده په لاس دبخت نصر ظلم واخیست
زه دده له لاسه بند لکه دانیال
*********************
او درنتهمبور په جیلخانه کې داسې وايي :
چې بادشاه دهند اورنګ شو
بیدادي شوه جهان تنګ شو
**************
پرورده که دمغولوپه نمک یم
داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم
په ناحق یې په زندان کړم یوڅوکاله
خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم
اوکله چې درنتهمبورله جیله خوشي شو نوداسې سوګندیې وکړ:
ومغول ته په هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح دفرید خان شي
اورنګ زیب بادشاه زړه ډک په لاهور راغی
ګوره ګانده (۱۱) به څوک وران څوک به ودان شي
خوشال بابا چې کله داورنګ زیب پر خلاف وسله واله مبارزه کوي نو وایی:
اورنګ زیب راته یو کا ل وشو چې پروت دی
په صورت حیران پریشان په زړه افګار
*****************
که په دادور مې ګورۍ هغه زه یم
چې مې داغ په خاطرایښی داورنګ دی
درست جهان مې ومغول وته خیبر کړ
ځای په ځای یې پښتانه وته قلنګ دی
او داورنګ پاچا دواکمنۍ په وخت کې دخپلې نا ارامۍ په اړوند وایی:
داورنګ بادشاه په دور آرام نشته
چا ویل چې جهان ځای دآرامګاه دی
خوشال بابا داورنګ زیب دوخت شیخان داسې غندلي دي :
وخت داورنګ شاه دی
دهرچا تسپې په لاس دي
خدای ځینې خبردی
په اخلاص که په لباس دي
****************
ددې دور شیخان ډیردي لورپه لور
اورنګ زیب بادشاه دواړو دی انځور
په هغې چاړه قلم ساز کا قران کښي
په هغې چاړه شهرګ پرې کا دورور
په رکوع کې تسبیحات دپلار دمرګ کا
په سجود کې زوري خپله مشره خور
**********
دور داورنګ دی دریا زاهدان ډیردي
پټه په لستوڼي دشرابو ډک مینا وړه
اوداورنګ پاچا دظلمونو نه داسې پرده پورته کوي :
زمانې څه ناانصافه راښکاره شوې
پاتیانونه ( ۲) په دادور آخرین ږدې
شاه جهان غوندې بادشاه په بند بندي کړې
په اورنګ باندې خطاب دمحیی الدین ږدې
***************
تفاوت دخپل پردي ورباندې نشته
که یې ګورې اورنګ زیب بادشاه ګمراه دی
مستجاب (۳) غریب یې وواژه په ظلم
دخوشال منصب یې واخیست کوم ګناه دی
**************
رایې ووست په خونه دخپل بلار هسې ماتم
کارته یې حیران شول همګي عرب عجم
فعل یې چې ګورې هلاکودی یا اظلم
چادې اوریدلي په اولادکې د آدم
***************
درې څلورکاله په بند داورنګ زیب شوم
خدای چې خلاص کړم انتقام ته نا شکیب شوم
***************
دا فساد که یو بڅری و ما اورکړو
اورمې پورې داورنګ بادشاه په کور کړو
زه خوشال داورنګ زیب بادشاه نوکریم
که وزویه ورکول وي زړه مې نه دی
-----------------------------------
عشقه ته تر اورنګزېب باچا بهتر يې
چې خوشال دې په عالم کې سر بلند کړ
۱-ګانده= سبا ورځ
۲-پاتیانونه=پند، عبرت
۳- ارباب مستجاب خان مومند چې داورنګزیب له خوا په ناحقه ووژل شو


Comments